Posts | Comments | E-mail /

د کندوز بزګران : عشر ورکول یو سرخوږي دی

Posted by on Jun 29th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

همایون بابر –

ځمکوال او بزګران هرکال د خپلو کرنیزو فصلونو راټولو او درمن کولو وروسته په هرو لسو منو کې یومن غله دانه په کلۍ کور کې هغه چاته ورکوي چې بیوزله  او واقعې محتاج وي، ځکه عشر د زکات فرضیت ترڅنګ پرشتمن مسلمان لازم دی چې باید دین ته د وفاداری له مخې يي اداء کاندي.

 کندوز چې په شمال ختیز زون کې یو زراعتې ولایت شمیرل کیږي  او اوسیدونکې ترډیره برید په کرنه او مالدارۍ بوخت دی، عشر ورکول ورته په وروستیو څو کلونو کې په سرخوږي باندي اوښتی، بزګران د ناقانونه وسلوالو، اربکیانو او سیمه ییزو پولیسو او د دولت وسلوالو مخالفینو لخوا د فصلونو پخوالي موسم کې د عشر ټولوني مسلې د ننګونو او ستونزو سره مخ کړیدي.

د کندوز ولایت  د چهاردری ولسوالۍ یوشمیر اوسیدونکی وايي سیمه ییز پولیس ورڅخه په زوره د عشر اوزکات په نوم په ناقانونه توګه غلې دانۍ اخلي خود کندوز سیمه ییز چارواکې بیا وايي که چیرې کوم ملې اویا هم محلې پولیس په ورته عمل ولیدل شي دوی به يي په اړه قانونې چلند ترسره کړي.

همدغه راز د یادی ولسوالۍ اوسیدونکې بیا ادعاء کوي چې د عشراوزکات ټولونې پرمهال سیمه ییز پولیس چې ( دوی يي اوس هم د اربکیانو په نوم پیژني)  دوي وايي، سیمه يیز پولیس ان د عشر نه ورکولو په صورت کې سپین ږیری او تور سرې هم وهی ډوبوي.

 د چاردری ولسوالۍ یوتن میرمن چې د کلیوالي رواجونو له مخي نه غواړي نوم يي واخیستل شي وايي اربکیان له هرڅه بادامو، غنمو ، وریجو عشر غواړي، کله چي يي څوک نه ورکوي د هیچا لحاظ نه کوي هغې په ژره غوني غږ ویلی (( اربکیان د سپین ږیرو، ځوانانو هر چانه عشر او زکات په زوره غواړي، خلک وهي، له غنمو، وریجو، بادامو او کنجدو … له هر چا او هرڅه ځني يي غواړي پرخلکو ظلم کوي …  څاروي ، میږي له ځانه سره بیايي.))

داچې عشر اوزکات نا مستحقو کسانو ته رسیږي ،بل لورته یو شمیر بیوزله او سوالګر ګیله من دی  او وايي  ځمکوال د پخوا په څير دویته د خپلو حاصلاتو یوه برخه  د عشر اوزکات په نوم نه ورکوي.

 د کندوز د عریض بیګي جومات ختیزه  څنډه کې سپین ږیري دورا جان چې هرماښام د یوې خبازی مخې ته په دی تمه ناست وي چې کله څوک له خبازی نه ځانته ډوډی پیري دی ورته وايي یوه ډوډۍ ماته هم واخله هغه وايي، (( پخوا زه کلیو ته د حاصلاتو پخیدو پرمهال تللم ، په کافې اندازه غله دانه به مي راټولوه خو اوس شتمن زه نه پوهیږم چې څه به پیښ شوي مونږ ته زکات نه راکوي ، خلک بخیل شوي))

همدغه راز د چارددري  ولسوالۍ د قوشتیپي سیمې څوتنه اوسیدونکې چې کندوز ښار ته  د شکایت لپاره راغلې وو خبریالانو ته وویل، چې اربکیان  شخصې زندانونه لری، کله چې څوک عشر نه ورکوي وهی  او هرچاته چې خوښه شي زندان کې يي اچوي.

 ددغه ولسوالۍ یوتن اوسیدونکې وايي، اربکیان وايي چې دوی زور لری هیڅوک حق نلری چې څوک ورته څه ووايي ځکه زور لری ټوپک ورسره دی  هغه زیاته کړه (( هغوي وسله لری، زور لری هیڅوک يي مخه نشي نیولي.))

د چاردری ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو لخوا د عامو خلکو زوروني په اړه د کندز د امنیه قوماندانی ویاندوي  سید سرور حسینی وايی؛چی  ملې او سمیه ییز پولیس له خلکو نه دعشر غونډولو حق نلری او که چیری په یاد عمل څوک ونیول شي نو د قانون په ړڼا کی به  ورته جزا ورکړل شي.

همدغه راز نوموړی همدغه راز د شخصې زندانونو دعوه هم رد کړه او هغې يي بی اساسه وګڼله.

هغه زیاته کړه (( په هغه صورت کې چې ملی یا سیمه ییز پولیس د خلکو په زورنه او عشر یا زکات اخیستنی سره ونیول شي، نوپرته له واټنه هغوي  به ونیول شي او د قانون په چوکاټ کې به ورسره قانونی چلند ترسره شي، هیڅ پولیس حق نه لری چې عام خلک وزروی، هغه خلک چې ورته ستونزه لری هغوي دی په رسمې توګه خپل وړاندیز  کندوز امنیه قوماندانۍ ته وسپاري ترڅو يي په اړه قانونې تعقیب ترسره شي. ))

یوشمیر اوسیدونکې وايي دا چې سیمه ییز پولیس د دولت وسلوالو مخالفینو په له منځه وړلو کې اغیزمن تمام شوي دولت هم د سیمه ییزو پولیسو ډیری بې باکیو ته  د خلکو پروړاندي ارزښت نه ورکوي.

 اوسمهال چې په یاد ولایت کې د کرنیزو فصلونو حاصل ټولووخت دی د کندوز چاردري ولسوالۍ سربیره د خان آباد او امام صیب ولسوالۍ بزګران هم د ورته ستونزي نه سرټکوي.

ځینې اوسیدونکې  وايي که سیمه ییز پولیس له یوي خوا د امنیت په ټیګښت کې په سیمه کې  مثبت رول لوبوي خوب ل خواته د خپلې دندي او صلاحیت په اړه دنه پوهیدنې له امله د عامو خلکو د زیان او اذیت سبب ګرځيدلي دی.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار