شپيګل الماني مجلې په خپله يوه وروستۍ ګڼه كې ليكلي چې د سلو تنو په شاوخوا كې افغان دپلوماتان د خپلو رسمي دندو له سر ته رسېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي.
همدغسې دغه مجله ليكي چې يو شمېر وزيران، د ملي شورا غړي او جګپوړي پوځيان هڅه كوي چې خپلې كورنۍ له هېواده وباسي.
د كميت په اړه يې د زيات او كم خبره بېله ده، خو متاسفانه دا يو تريخ واقعيت دى او همدغه بهير ښيي چې پر نورو بې عدالتيو سربېره د دپلوماتانو او نورو جګپوړيو كسانو په ګومارنه او انتخاب كې هم ولس ډېره لويه تېروتنه كړې او هم چارواكيو.
د شپيګل دغه راپور اصلاً افغان ولس او چارواكيو ته يو پيغور دى، زموږ باور دى چې د دولتي ادارو په بېلا بېلو ارګانونو كې كه چارواكيو او ولس مناسب انتخاب كړى واى، كه يې له هېواد او ولس سره خلوص په دې برخه كې په پام كې نيولى واى، چې رسمي دنده يې د مسووليت د احساس له مخې تر سره كولاى نه د امتيازاتو او درغليو لپاره، نه به كوم دپلومات د دندې له پايته رسيدو وروسته په بهر كې پاتى شوى ؤ او نه به كوم وزير، وكيل او يا پوځي چارواكي دومره له خپل هېواد او ولس سره د جفا جرئت كړى ؤ چې د نړيوالې ټولنې ډالري امتيازات دوى وشپېلل اوس چې د څه خطر احساس كوي كورنۍ باسي او له هېواده پښې سپكوي.
كه په هېواد كې په قوانينو كې يو لړ داسې شرايط منل شوي واى چې جګپوړي چارواكي بايد په هېواد كې دننه واوسي، زموږ باور دى چې هغه يارانو به هم تل د جګړې رجزونه نه ويل چې كورنۍ يې بهر اوسيږي، اولادونه يې د لويديزو هېوادونو تابعيتونه لري او دوى په افغانستان كې سياست كوي، د جګړې رجزونه تكراروي او د سولې او تفاهم هره هڅه په لغته وهي.
دريغه په چارواكيو اوس كې لږ تر لږه دومره همت پيدا شوى واى چې څوك پښې باسي او په بهر كې كورونه اخلي دلته يې له دندو لرې كړي واى.
كه څه هم ښايي اوس پخپله ډېر همدغه ياران په يوه او بله پلمه ځانونه سپين بازان كړي او له دولتي ارګانونو پښې وباسي.
فساد او بې كفايتي چې په اوج كې ده، هر چا ته ښه پلمه په لاس وركوي، خو دغه ياران دې دا هم له ياده نه باسي چې ولې 12 كاله فساد وزغمل شو اوس څو مياشتې له زغمه وتلى دى؟!
ښايي د دولت په پړسيدليو تشكيلاتو كې د لسګونو څه چې د سلګونو تنو شتون اونه شتون يو برابر وي، خو دغه اصل پر ځاى دى چې څوك په بحران، ستونزو او بدمرغيو كې وطن ته شا كړي او مخ ترې واړوي هغه هېڅكله هم د امتيازاتو په ويش كې د امتياز حقدار نه وو او نه په راتلونكې كې كېداى شي.
دريغه د شپيګل له دغه راپور نه چارواكي او ولس هغه درس واخلي چې ورته اړين دى.
د شبیګل د کور ودان وی ، ډیر جالب او په زړه پوری راپور یی تیار کړی دی، خدای ج د وکړی چی دولیتی چارواکی له دغه پیغور وشرمیږی او ترینه یو څه زده کړی