Posts | Comments | E-mail /

ښاغلى شیر محمد كريمي؛ حقايق مه مسخه كوه!

Posted by on Jun 5th, 2013 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لوى درستيز شېر محمد كريمي پرون د سنا په عمومي غونډه كې د ننګرهار او كونړ د سرحدي سيمو په اړه و ضاحتونه وركړل.

نوموړي وويل چې پاكستان بيا غواړي په ګوشته كې ويجاړه شوې پوسته بېرته ورغوي او د يوې نيمې مياشتې وړاندې پيښې تكرار شي.

نوموړي د ګوشتې د پوستو پړه پر مجاهدينو ور واچوله چې ګواكي دلته هغه مهال پاكستاني ځواكونه راغلي وو او پوستې يې جوړې كړې وې، په داسې حال كې چې چارواكيو پخوا د دې پړه پر بهرنيو ځواكونو ور اچولې ده چې هغوى دغه نالوستې پاكستاني ځواكونو ته سپارلې وې. متاسفانه په دې وروستيو كلونو كې يو نامردانه روايت دا دى چې هر څه په پټو سترګو پر پخوانيو ورتپل كېږي، د تاريخ د مسخه كولو هڅه كېږي، د بې كفايتيو او ناروا تړاوونو لپاره همدا ښه پلمه ده چې ذهنيتونه له اصلي ستونزو او بدمرغيو نورو لوريو ته واړول شي.

د جهاد د يو شمېر مشرانو او جهاد پلورو همدغه جرم بس دى چې د يوه غيرتي ولس د لكونو قربانيو په زور ګټل شوى وياړ يې د بل ښكيلاكي ځواك تر هوسونو قربان كړ.

كه د مجاهدينو مشرانو د واك پر سر ناروا سياليو ته زور نه واى وركړى، ولې به نن دومره خبره ورانه وه چې پر ولس مو لا هم پرديو پوځونو ناتار ګډ كړى، او هغه څوك چې پرون د كرېملن بادار! په مخكې په ګونډو ؤ نن د امريكايي د قوماندې په انتظار لاس په نامه ولاړ وي.

خو د جهادي مشرتابه له دې جفا سره سره، جهاد زموږ د ولس وياړ ؤ، اصلاً د اوسنيو غميزو پيل د غوايي له كودتا څخه ؤ چې پر ولس يې د غلاميو تيارې راوستې، د جهاد پر مهال سره له دې چې د دوى د اكمال مركز او د شا جبهه پاكستان ؤ، خو پاكستان د ډيورند كرښې په اوږدو كې پوستې نه وې را اړولې، ان طالبانو په مومندو كې د پاكستان د وړاندې راتلو مخه ونيوه. او (خاپښ ګنډو) يې د افغانستان بيرغ ودراوه.

د ګوشتې دغه پوستې چې اوس لانجې پرې روانې دي آيساف ځواكونو پاكستان ته پرېښې دي.

لوى درستيز شېر محمد كريمي دې په بېځايه توجيه ځان نه ستړى كوي، دوى چې د يوه عادي افغان نه تر سل چنده زيات امتيازات لري، د افغان ولس د آبرو په بيه دوى دغه امتيازات اخلي او د دې لپاره چې له خپلې خاورې او ملي حاكميت نه دفاع وكړي.

دفاع وزير او لوى درستيز د خاورې د دفاع او ساتنې سوګند خوړلى، دوى نه يوازې د خاورې د دفاع مسووليت او دنده لري، بلكې په دې اړه د حقايقو د تحريف پر ځاى د هغو د افشا مسووليت لري، د ګوشتې د پوستو په اړه د شېر محمد كريمي څرګندونې كه د جهاد د مخالفت په روحيه دي او كه د امريكايي ځواكونو د برائت لپاره ولس ته د  منلو او زغم وړ نه دي.

كريمي بايد افغان ولس درك كړي. دغه ولس تش د القابو او امتيازاتو ليوال نشي زغملى، خو قاسم خان غوندې سرښندوى به يې اتلان وي.

فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “ښاغلى شیر محمد كريمي؛ حقايق مه مسخه كوه!”

  1. +1 Vote -1 Vote +1mohmend raz m. says:

    dear brothers assalamoalikum;please stop any more pashtoon against pashtoon policy,we need to become united,we need education ,to open the mind of each
    pashtoon, our pashtoons are in very very bad posation,
    please try to bring pashtons to under one leadership.must become united,
    gave hand to each other,pakistan and iran dont want,to we build our land,we have
    a good life,pakistan take our free water,afghanistan is market for pakistani product,
    if we close our water,build our agrecalture,we will have any kind fruits&vegtables in home, we need to become more smart in front of pakistan,thank you

  2. +2 Vote -1 Vote +1باچا says:

    د پاس مقالې لیکونکی چې نوم يي نه دی څرګند، پر لوی درستیز يي نیوکه منطقي او علمي نه ده!
    که نور څوک پړه وي، د هغو پړه هم د بحث وړ ده، خونه په دې ځای کې. دلته بحث د افغانستان پر خاوره د ګوشتې ولسوالۍ په برید، د پاکستان مستقیم یرغل دی او ښاغلي کریمي د مشخصې موضوع په اړه خبرې کړي دي.په دې
    مشخصه موضوع کې پخوا هم مجاهدین پړه وو او نن هم پړه دي، ځکه نن هم حکومت په عمده لحاظ د مجاهدینو دی
    مجاهدین پر پاکستان د خپلې خاورې د خرڅلاو له ګنا نه شي بري الزمه کیدلای.مجاهدین د پاکستان پیداوار دي او نه یوازې د ډیورند کرښې د مربوطه مسایلو په تړاو بلکې د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ او پر پاکستان د افغان خاورې د خرڅلاو او قبالې مسولیت هم د دوی پر غاړه دی.
    داچې دا ټول کارونه يي سرته ونه شول رسولای او ترې نیمګړي پاتې شول، وخت ورسره یارې ونکړه ، که نه دوی د همدغو بدو موخو د پلي کولو لپاره پاکستان رامنځته کړي وو.

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان