فدا محمد فايض
سږ كال (2013) د مۍ يوولسمه د نواز شريف په مشرۍ د پاكستان مسلم ليګ ګوند د ولسي جرګې (قومي اسمبلۍ) انتخابات وګټل او ورسره يې د پنجاب انتخابات هم وګټل اوس د جون پر شپږمه د پاكستان نوى ټاكل شوې ولسي جرګه خپله لومړنۍ غونډه كوي چې د ولسي جرګې رئيس (سپيكر) او مرستيال (ډپټي سپيكر) غوره كړي او دغسې به ورپسې صدراعظم غوره كېږي چې د نواز شريف مقابلې ته به د تحريك انصاف له خوا په سمبوليكه توګه جاويد هاشمي كانديدي وي چې په دې توګه د پاكستان په سياست كې هغه پنځه كلن سفر پيلېږي چې د مۍ د يوولسمې نېټې انتخاباتو يې زيرى وركاوه.
په دغه موده كې نواز شريف په مشورو بوخت و، هغه به خپله كابينه هم ټاكلي وي، د اتلسو ازادو وكيلانو په ورتګ سره د نواز مسلم ليګ اوس په ولسي جرګه كې 144 غړي لري چې په دې توګه هغه د بل ګوند له مرستې پرته هم حكومت جوړولا شي، خو ورسره مولانا فضل الرحمن چې هيله من و په خيبر پښتونخوا او دغسې په بلوچستان كې انتخابات وګټي او ايالتي حكومت به جوړوي، خو هغه هيله يې پوره نشوه اوس د يوه هوښيار سياستوال په توګه د هغه كوښښ دى چې په مركزي حكومت كې ځان د نواز شريف په لمنې پورې ونښلوي. نواز شريف هم د پاكستاني طالبانو په خاطر د هغه مرستې ملګرتيا ته اړتيا لري، كه څه هم د نواز شريف او پاكستاني طالبانو تر منځ تر پلو لاندې اشارې شته او يو بل ته شنه څراغونه ځلوي؛ وكتل شي چې خبره كوم ځاى ته رسېږي.
د نواز شريف په كاميابېدو سره په افغاني كړيو كې د هغه په باب ډېرې خبرې راپورته شوي، ځكه په ماضي كې، له افغانانو سره د دښمنانه چلند په وجه په افغانستان كې څوك هغه ته په ښه سترګه نه ګوري، لږ تر لږه د 1371 د ثور څلورمې نيټې پيښورۍ لوزنامې او دغسې د افغانستان د ملي اردو د انحلال او د افغانستان د ثبات د تالاترغۍ كولو په اړه. زما په ياد دي چې همغه مهال په پېښور كې د «لوزنامې او كارنامې» تر سر ليك لاندې له يوه نامعلوم ادرس نه يوه رساله خپره شوه چې د دې لوزنامې خامي يې په ګوته كړې وه.
هغه مهال چې د پېښور لوزنامه لاسليكېده، له يوې خوا د پاكستان فشار چې د سعودي او پاكستان استخباراتو په دې اړه لاس سره وركړى و او له بلې خوا واك ته د رسيدو په خاطر د افغان جهادي مشرانو تر منځ سيالۍ دې ته زمينه مساعده كړه چې پاكستان او نور سيمه ييز او نړيوال ملګري يې په ډېره اسانۍ سره خپله نقشه په افغانستان كې پلې كړي.
اوس دا دې نواز شريف سره له دې چې مخكې يې دا نيك نيتي څرګنده كړې وه چې د افغانستان د سولې له بهير سره به مرسته كوي، خو اوس دا دى د امريكا د ځانګړي استازي جيمز دابنز سره په پرونۍ (92/3/10) كتنه كې ويلي چې په قبايلي سيمو د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بمباري په افغانستان كې د سولې له بهير سره د مرستې مخه نيسي، د دې خبرې مفهوم دا دى كه چېرې په پاكستاني سيمو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بمباري بنده نه شي، نو دې نه شي كولى چې په افغانستان كې د سولې له بهير سره مرسته وكړي، د امريكا ولسمشر بارك اوباما دا لا د مخه ويلي دي چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بمباري به جاري وي او دا د امريكا د ګټو د ساتلو لپاره ضرور ده.
په درې ژبه كې يوه اصطلاح ده چې: «ده، در كجا و درختها در كجا»، د امريكا بې پيلوټه الوتكې پخپله د پاكستان له هوايي ډګرونو نه را الوځي او بمباري كوي، او امريكا يې كوي، خو د نواز شريف له خبرو دا معلومېږي چې هغه اوس د امريكا د بې پيلوټه الوتكو مسأله بهانه کوي او د افغانستان د سولې له بهير سره د مرستې نه ولى خالي كوي دا هغې عاميانه خبري ته ورته خبره ده چې:
چرګه مې ناجوړه ده؛ بهانه مې ورته جوړه ده.
نواز شريف بايد لږ په دې باب فكر وكړي چې امريكا چا لاسنيولې سيمې ته راوسته؟ او څوك يې اوس مرسته ملګرتيا كوي؟ امريكا ته چا اډې وركړي دي؟ له كومې لارې خپل لوژسيتكي اكمالات كوي؟ او امريكا به خپل هغه نظامي وسايل چې له افغانستانه يې وباسي له كومي لارې وباسي. نو دا ډېره عجيبه خبره نه ده، چې «زور مې پر تا نه رسي؛ مړ به دې ابا كړم؟»؛ خو اصلاً نواز شريف يو خو اصلاً نه غواړي په افغانستان كې د سولې له بهير سره مرسته وكړي، هغه دومره كلك پنجابى دى او پر پنجابي نيشنلزم دومره ټينګه ولاړ دى، چې هغه تېر ځل هم انتخابات د «جاګ پنجابي جاګ» يعنې ويښ شه پنجابيه ويښ شه تر شعار لاندې وګټل او بل له پاكستاني طالبانو سره جوړ جاړى هم دا ايجابوي چې هغه بايد په افغانستان كې د سولې له جريان سره بې علاقي وي.