Posts | Comments | E-mail /

حامد کرزی: بهرني قوتونه غواړي چې زموږ د سولې هیله خپلو اهدافو ته د رسیدلو وسیله وګرځوي

Posted by on May 30th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل: جمهوررئیس حامدکرزي، د کیلو د پراختیایي شورا ګانو د څلورم ملي مشورتي کنفرانس له  برخه والو سره په کتنه کې په تیرو یولسو کلونوکې د کلیو دبیا رغونې او پراختیا په برخه کې ترسره شوي کارونه وستایل.

په هغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، جمهوررئیس د کلیوالي پروژو د بریالیتوب لامل په دې پروژو کې پخپله د ولس  د مستقیمې ونډې شتون وباله. ده وویل چې دا پروژې به نورې هم ډیرې ښې پرمخ لاړې شي او د هېواد راتلونکی جمهوررئیس به لا ډیره پاملرنه ورته وکړي.

حامدکرزي په دغه کتنه کې د هېواد مهمو ملي مسلو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي چې افغانستان به دا خاوره  د خپلو ځوانو بچیانو په مټ وساتي.

د هېواد جمهوررئیس وویل چې د افغانستان د ساتنې په لاره کې هره ورځ د هېواد امنیتي ځواکونه  قربانۍ ورکوي او ورسره زموږ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

حامدکرزي وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د دغو قربانیو شمېر د تېرو درې کلونو په پرتله سږکال زیات شوی دی، په داسې حال کې چې دا شمېر باید د تیرو کلونو په نسبت لږ وای. ده وویل طالبان وایي چې د بهرنیانو پرخلاف په جګړه اخته دي، په داسې حال کې چې بهرنیان د افغانستان له اکثرو ولایتونو څخه وتلي دي، دوی له چاسره جګړه کوي؟.

د هېواد جمهوررئیس وویل ښکاره خبره ده چې د طالبانو جګړه د بهرنیانو پرخلاف نه، بلکې د بهرنیانو د منفعت لپاره ده. د دوی برید پر بهرنیانو نه، بلکې د افغانستان په خلکو دی. د دوی برید د بهرنیانو د ګټو لپاره دی، که چیرې داسې نه وي نو بیا ولې د افغانستان پر هغه مسلمان عسکر چې له خپل هېواد څخه ساتنه کوي برید کوي او هغه په شهادت رسوي.

 حامدکرزي وویل چې دا بریدونه پر افغانستان او د هغه په پرمختګ ګوزارونه دي چې د پیاوړتیا په حال کې دی. ده، وویل چې د افغانستان د خلکو دښمنان زموږ اقتصادي پرمختګ نشي زغملی نو د طالب په نوم نفر رالیږي ترڅو زموږ د ترقۍ مخه ونیسي خو د افغانستان د پرمختګ په لور زموږ هڅې هیڅکله هم د دې خاورې دښمنان نه شي درولی.

جمهوررئیس وویل چې زمونږ په ګاونډکې ځینې هېوادونه شته چې د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري.

حامدکرزي په دې غونډه کې یو ځل بیا پر طالب غږ وکړ چې ځینې کسان د افغانستان نیکمرغي او پرمختګ نه غواړي او تا استعمالوي چې د خپلې خاورې د پرمختګ مخه ونیسې. نو له همدې ځایه درباندې غږ کوم چې په سد شه او هوښیار شه، خپل ټوپک دې د دې خاورې له هغه ځوان سره یو کړه چې له افغانستان څخه ساتنه کوي او ته هم د خپلې خاورې د ساتنې لپاره د هغه ترڅنګ ودریږه.

جمهوررئیس طالب ته په خطاب کې وویل: دا خاوره بالاخره ستا کور دی، دا کور مه ورانوه، پاکستان ستا کور نه دی، افغانستان ستا کور دی، هوښیار شه.

 د هېواد جمهوررئیس د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، د هغوي د شهادتونو او قربانیو احترام وکړي، د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي او له دغو ځواکونو سره  د امنیت په ټینګښت کې همکار و اوسي.

حامدکرزي په هېوادکې د سولې ټینګښت د افغانستان د خلکو تر ټولومهمه او لومړنۍ  هیله وبلله، وې ویل افغانان هم لکه د نړۍ د نورو ملتونو په څېر سوله غواړي. ده، وویل که موږ له یوې خوا په خپل هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅه کوو او په دې لاره کې قربانۍ ورکوو خو له بلې خوا څخه لرې او نیږدې بهرني قوتونه  غواړي زموږ د سولې له دغې هیلې څخه په افغانستان او سیمه کې خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره استفاده وکړي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: موږ په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په ډیر احتیاط قدم پورته کوو.

حامدکرزي د افغانستان او  امریکا ترمنځ  د امنیتي موافقه لیک لاس لیک د افغانستان په خیر وباله او وې ویل چې که امریکا غواړي چې له افغانستان سره امنیتي موافقه لیک لاس لیک کړي نو لومړی دی په افغانستان کې سوله تضمین، د افغانستان دولت او امنیتي ځواکونه دې پیاوړي کړي.

ده، وویل چې موږ د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي سند باندې په ډیر دقت سره کار کوو ځکه چې که موږ تیرو تجربو ته  ونه ګورو افغانستان به هغه څه ترلاسه نه کړي چې غواړي هغه ته و رسیږي. د ګندمک او ډیورند معاهدو ته وګوری چې افغانستان یې کومې بدبختۍ ته راوسته.

 د هېواد جمهوررئیس د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د جمهوري ریاست انتخابات حتمي او ضروري دي او باید پر وخت ترسره شي. او د افغانستان د اساسي قانون ادامه  باید په پام کې ونیول شي. موږ باید خپل کور لابراتوار ونه ګرځوو چې په هرو لسو کلونوکې د افغانستان په خلکو یوه نوې تجربه وکړو.

حامدکرزي وویل ښه به دا وي چې د افغانستان د خلکو د یوې ملي اجماع له لارې دوه، درې کاندیدان را و ایستل شي او بیا د هغوی څخه یو انتخاب شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند