Posts | Comments | E-mail /

د دولتي ځمکو دغصب په هکله د خوست ولايت مقام اعلاميه

Posted by on May 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

دا چې په ګران هېواد افغانستان کې د څو لسيزو راپدېخوا د شته مشکلاتو څخه په استفادې يو شمېر زورواکانو دولتي املاک غصب کړي  او لا هم د دوى په پنجو کې دي، چې زياتره وخت  د همدې دولتي غصب شوي ځمکې پرسر  جنګ جګړې رامنځته کيږي او د بې ګناه انسانانو وينې پکې توييږي.همداشان په خوست ولايت کې د ځمکو غصب  سولې او ثبات ته دروند زيان اړولى،د بيارغونې په برخه کې يې د زيات شمېر مهمو پروژه مخه نيولي، د قومونو ترمنځ يې قومي شخړې منځته راوړي، اداري فساد ته يې لار هواره کړي  او د دې ترڅنګ يې د دولتي حاکميت په وړاندې  ډول، ډول چېلنجونه ايجاد کړي دي.

نو دخوست ولايتي ادارې پورتنيو زيانونو او  مشکلاتو ته په کتو سره نهايي پرېکړه کړي، چې د ولسمشر د ٤٥ګڼه فرمان په پلي کېدو کې به هېڅ ډول ناغېړي او سستي ونه کړي، بلکې د فرمان له مخې تعين شوي کميسيون عملاً کار پيل کړىدى.کميسيون به د غاصبينوشهرت،د غصب شوي ځمکې موقعيت او اندازه مالومه کړي ، ترڅو وروسته پرې  په ټول قوت سره بې له ځنډه په دقيق ډول قانوني اقدامات ترسره شي.

همداراز هرهغه څوک چې د غاصبينو همکاري او ملاتړ کوي، دوى به هم د غاصبينو په څېر قانوني مجرم پېژندل کيږي او له سختو مجازاتو سره به مخامخ کيږي.

 همدارنګه  د ولسمشر د ٤٥ګڼه فرمان په هدايت او د ولايتي ادارې په کلک هوډ د ځمکو او غرونو پرسر د قومي شخړو د هواري په موخه قدم په قدم پرمختګ روان دى، نو دخوست ولايتي اداره ټولو هغو کسانو ته چې د شخصي ګټو د لاسته راوړلو په خاطر پدې شخړو کې لاس لري، کلک خبردارى ورکوي،چې  ژر ترژره دې له خپلو ناوړه کړنو لاس په سر شي، ځکه په همدې شخړو کې بې ګناه انسانان وژل کيږي، سولې او ثبات ته دروند زيان اړوي او د وروڼو قومونو ترمنځ ستونزې زېږوي.په همدې اساس بايد ټول مشران، علمااکرام، مدني ټولنې او نور اړونده قشرونه  خورامهم مثبت رول ولوبوي او دخپلو ناچيزو شخصي حرامو ګټو په هکله هېڅ فکر ونه کړي.که چېرې بيا هم پدغو شخړو کې داسې لاسونه تثبيت شول، چې د هواري پرځاى ستونزې ډېروي، ولايتي اداره به په هېڅ صورت د دوى دغه شوم اعمال ونه زغمي، بلکې له سختې قانوني سزا سره به يې مخامخ کړي.

ولايتي اداره يووار بيا له ټولو مصلحينو غوښتنه کوي، چې هرډول شخړو ته د پاى ټکى کېږدي او له رسنيو، مدني نهادونو، ديني عالمانو او ښوونکو هم هيله لري، چې ولسونه د شخړو، دعوو، حراموپيسو، د شنو ونو د وهلو او د دولتي ځمکو د غصب په زيانونو او ګناهونو وپوهوي.ترڅو د تل لپاره ددې بدمرغه پديدې سره مخه ښه وکړو او زموږ خلک وکولى شي، چې په يوه سوکاله او ارامه فضا کې خوږ ژوند پرمخ يوسي.                                                         په درنښت

عبدالجبارنعيمي

دخوست والي 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم
    • په سوله بمباري وکړه !
    • نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له لسګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه
    • توزیع شناخت کارت های پاکستانی در ولایت کنر
    • مشکل یونیفورم دخترانه در مکاتب افغانستان
    • پاکستان آتش بس سرحدی را دوباره نقض کرد: هندوستان
    • ولسوال دشت ارچی ولایت قندز ترور شد: خبر عاجل
    • کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
    • د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی
    • په ارزګان کې د حکيم شجاعي د نيولو په موخه عمليات پيل شوي