Posts | Comments | E-mail /

بیلز پر خپل جرم اعتراف کوي

Posted by on May 30th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

واشنګټن : مدافع وکيلانو ويلي، هغه امريکايى سرتېرى د خپل جرم منلو ته تيار شوى، چې په کندهار کې يې ١٦ افغانان وژلي وو.

د رابرټ بېلز په نوم دغه امريکايي سرتېري د ١٣٩٠ لمريز کال د کب مياشتې په وروستيو کې (٢٠ مارچ ٢٠١٢) د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې د الکوزو او نجيبيانو د کليو پر درېيو کورونو بريدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ عام وګړي ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

تر دې پېښې وروسته بېلز امريکا ته ولېږدول شو او اوس د واشنګټن په يوه پوځي محکمه کې تر محاکمې لاندې دى.

د رابرټ بېلز وکيلانو پرون په واشنګټن کې ويلي، چې راتلونکې اونۍ د سې شنبې ورځ (د غبرګولي ١٤مه) به نوموړى د قاضيانو پر وړاندې د خپل جرم اعتراف وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وژل شوو افغانانو کورنيو ويلي وو، چې که نوموړي ته د مرګ سزا ورنه کړل شي، نو دوى به يې په بدل کې ١٠٠ امريکايان ووژني.

د وژل شوو کسانو د کورنۍ يوه غړي اى پي ته ويلي، چې بېلز ته د بند سزا دوى ته د منلو وړ نه ده. سرچينې زياته کړې: ((زه پوهېږم، چې ما سره قوت نشته، خو که قوت ترلاسه کړم، نو بېلز به اعدام کړم.))

د رابرټ بېلز وکيلانو ويلي، چې دى پر يادو وژنو پښېمانه دى خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي، چې هغه به د محکمې پر مهال قاضيانو ته نور څه وايي.

د جان هنري براون په نوم يوه وکيل رسنيو ته ويلي، چې بېلز د بريد پر شپه زړه ماتى او د جنون په حالت کې و.

دا به راتلونکې اونۍ معلومه شي، چې قاضيان بېلز ته څه ډول سزا ورکوي، خو په تېرو ٥٠ کلونو کې کوم امريکايي سرتېري ته د اعدام سزا نه ده ورکړل شوې.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم
    • په سوله بمباري وکړه !
    • نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له لسګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه
    • توزیع شناخت کارت های پاکستانی در ولایت کنر
    • مشکل یونیفورم دخترانه در مکاتب افغانستان
    • پاکستان آتش بس سرحدی را دوباره نقض کرد: هندوستان
    • ولسوال دشت ارچی ولایت قندز ترور شد: خبر عاجل
    • کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
    • د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی
    • په ارزګان کې د حکيم شجاعي د نيولو په موخه عمليات پيل شوي