ليکوال : عبدالحليم حلميار
د محشر ورځ وه، ټولو كائناتو د شهيدانو وينو ته د قدر او عظمت سترګې وهلې. يوې مور د خپل بچي ټوټې _ ټوټې جسد ښكلاوه، يوه پلار د خپل زوى د وجود پرهرونه شمېرل، يو ځوان په خپلو وينو لمبېدى، خو پنجاب يې ننداره كول. جسدونه نيم پراته وه، خو ټول په وينو لړلي. نازك ماشومان د سره ګلاب په څېر په وينو لژنده وه، هرې خوا ته د بشر اعضاء او د غوښو ټوټې پرتې وې، ځوانان، سپين ږيري، ماشومان ټول په خپلو وينو لمبېدل. د اوبو د فوارې په خوا كې د وينو فواره جوړه وه، خلكو خپل په تن نيم شوي ماشومان ځغلول. د شهيد د مور چيغې او نارې وې. د شنه چمن په شنه فرش كې د وينو ډنډونه بهېدل، د سپرلي سرو ټوكېدلو ګلانو يې ننداره كول چې بورې مور د خپل شهيد جسد لټاوه. د ښكلا په لمن كې د مظلوميت د وينو آبشار روان و. د افغانيت پر شمله د پنجاب د بارودو لمبه ګرځېده. خپل پلار او ورور مې ليدل چې پكې سوځېدل، زما د كهاله پر غم مې د دښمن چكچكې او خندا اورېده. ځمكې او آسمان ژړل، خو ازلي دښمن مې مستې سندرې ږغولې او ګډاګانې يې كولې.
هر څوك په خپل غم اخته و، د سره او په وينو لړلي چمن د بارودو لوخړې او دودونه پورته كېدل، هر چا د خپل كور ورك شوي غړي او شهيدان لټول، ټول ښار د تورتم په غېږ كې د وير او ماتم ساندې ويلې، هره مور د خپل زوى سر ته ناسته وه، چا به د خپل ماشوم نيم تن ته ژړل او چا بيا د خپل شهيد د جسد ټوټې جمع كولې. تر الهي محشر مخكې د بنده ګي محشر ورځ وه، هر څوك په ولاړې ولاړ و، هرې خوا ته خاموشي وه، هر ګلاب په وينو سور و، طبيعت د وينو رنګ اخيستى و، د بشريت وير او ماتم غيرارادي و او هر چا ژړل، ونو، بټو، كاڼو، سيارو، فضاء او سيمې ټولو د سره انار په ډول د شهيدانو د وينو د رنګ تمثيل كاوه، ټولو كائناتو د شهيدانو وينو ته د عظمت سترګکونه وهل، خو په خېټه پوري بم تړلي طالب او ګمراه پنجابي بيا په وژلو خپل د ساديزم عشق او نوش سړاوه. زما د شهيد تر جنازې مخكې يې د دې بزدله بريد مسووليت اعلاناوه. په يوويشتمه پېړۍ كې خو د نړۍ مرغان او حيوانات هم د قانون له مخي په شمار وژل كېږي، خو زموږ د وژلو پر سر هيڅ حساب او كتاب وجود نه لري.
هره لحظه مو وژني او په ډېره بې عزتۍ مو وژني، په مړينې مو د جسد توهين كوي، ولي زما د مېندو ساندې او ژړا هره ورځ زما د ولس احساس، لږ قدري هم نه تخنوي، ولي هره ورځ وژل كېږو، توهينېږو، معيوب، مهاجر او بې كوره كېږو؟ آيا موږ بشر نه يو؟ او آيا موږ هم د نوري نړۍ د وګړو په څېر بشري حقوق نه لرو؟ كه زموږ ستونزه په افغانيت او مسلمانۍ كې ده؟ د عينو مېنې بريد څه مفهوم لري؟ په دې بريد كې كوم لوړپوړي چارواكي ووژل شول؟ او كه وسله وال طالبان غواړي فقط د خپل اعلان شوو عملياتو سر په دې ډول پوره كړي او خپلو بادارانو ته وښيي چې دومره دولتي چارواكي يې په افغانستان كې د دوى د خوشحالۍ او چوپړ لپاره ووژل؟ زما په اند، د پورتنيو پوښتنو ځواب له هر افغان سره شته. پاكستان ته دا مهمه نه ده چې په افغانستان كې د طالبانو په بريد كې ملكي وژل كېږي كه نظامي، پاكستان فقط د افغان ولس د مرګ ژوبلې طرفداره دى، هغه كه هر څوك وي، كه ملكي وي، كه نظامي، ځكه دوى فقط ګډوډي غواړي. وسله والو طالبانو د روان لمريز كال په پيل كې د عملياتو اعلان وكړ، خو نه يوازي كومه لاسته راوړنه يې نه درلوده، بلكې تش په نامه عمليات جوت شول.
د دې لپاره چې په خپل سياسي هدف كې پر مخ له ناكامۍ سره مخ وه، نو تاكتيك ته يې تغير وركړ او د بې ګناه افغانانو پر وژلو يې راواچول. په تېرو څو كلونو كې چې به طالبانو د عملياتو اعلان وكړ، نو زور به يې پر كندهار و او د كندهار امنيت به يې ګډوډ كړ، خو دا ځل د عملياتو د اعلان د نېټې څخه دوى ونه توانېدل چې د پخوا په څېر پر دولتي چارواكو بريالي بريدونه وكړي، نو د خپل تاكتيك ميكانيزم ته يې بدلون وركړ، ځكه د دوى اعلان شوي عمليات د ماتې سره مخ دي، نو په همدې اساس دوى مجبور دي چې پاکستان ته د بيرته ګرځېدو لپاره د پاكستان استخباراتي چينلونو ته له ځان سره كومه لاسته راوړنه وروړي، نو د ولسي مرګ ژوبلې پرته بله لار نه ده پاته، ځكه چې د پاكستان چارواكي هر كال د طالبانو د عملياتو جاج اخلي او په افغانستان كې جنګېدونكي طالبان مكلف دي چې خپلو بادارانو ته د افغانستان د جګړې د تلفاتو راپور بېله كومې لاسوهنې شېبه په شېبه ورسوي. پاكستان د افغانستان د ملت په وړاندي جګړه كوي.
د پاكستان پوځ او استخباراتو ته دا مهمه نه ده چې د وسله والو طالبانو په جګړه كې دې يوازي افغان عسكر په نښه شي، بلكې هغوى فقط د افغان تلفاتو طرفداري كوي، هغه كه ولسي وي او كه دولتي. اوس زموږ ځوانان او سپين ږيري د خپل راتلونكي نسل په وړاندي خورا لوى مسووليت لري، كه چېري زموږ ولسونه سره متحد او متفق نشي، نو د عينو مېنې بريد به نه لومړى او نه هم وروستى بريد وي، د نورو دا ډول بريدونو دې هم په تمه شي، خو كه ولس سره منسجم شو، نو بيا به نور د خداى (ج) په زور د عينو مېنې بريد او د كابل د شاه شهيد سيمې بريد چې د عينو مېنې د بريد په څېر ګڼ شمېر بې ګناه هيوادوال پكې ووژل شول، وروستى بريد وي، ځكه دا بريدونه د هيواد، خاورې، وطن او عامه ولس پر ضد بريدونه دي، ولس بايد د دې ډول بريدونو د مخنيوي لپاره لاس په كار شي. د پاكستان د ګټو اله طالب وپوهوي چې نور په دې ډول بريدونو هدف ته رسېدل، ناممكن دي او دا هم په واضح ډول د طالب تر غوږونو پوري ورسوي چې بيا ځلې په افغانستان كې د طالب بريا ناشونې ده، ځكه په افغاني ټولنه كې خلك نور طالب د پاكستان د استخباراتي شبكې د الې او رسمي كارمند په صفت پېژني، نو دا ملت هيڅ وخت نه غواړي چې د طالب په نامه خپل وطن پر پنجاب وپلوري. كه چېري طالب دا ډول وپوهول شي او په زغرده د پاكستان د استخباراتي شبكې په رسمي كارمند وپېژندل شي، نو زما په اند، په افغانستان كې د اوسنۍ غميزې لاينحل بعد به حل شي.
————————-
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه