Posts | Comments | E-mail /

ناروا مصلحت پالنه او مضر احتياط تر كومه؟!

Posted by on May 28th, 2013 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د کابل پوهنتون په سلګونو محصلينو او استادانو پرون د يوه لاريون په ترڅ كې د حكومت پريكړه وغندله او د ټولنيزو علومو د پوهنځي د رئيس او يوه استاد د دندو ځنډول يې غير عادلانه او يو طرفه پريكړه وبلله، د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار هم له محصلينو او استادانو سره په همغږۍ له دولته وغوښتل چې خپله پريكړه بېرته واخلي. همدغسې د  ولسمشر ويندوى ايمل فيضي هم دغه پرېكړه ناسمه بللې ده.

دغه لاريون وښودله چې دغه لانجه حل نه بلكې لا اوږده شوه، د غير عادلانه پريكړو، د ناروا او احساساتي تصميمونو پايلې همدغسې وي.

دولت د خپلو تېرو تېروتنو په سراب كې سرګردانه، د فسادي څېرو له ناكردو تر پزې راغلى، د نړيوالې ټولنې تر فشارونو لاندې او په سل مصيبتونو كې راښكيل دى، دا يې د قانوني مودې وروستى كال دى او په لوړه كچه له نويو ستونزو سره لاس او ګريوان كيدونكى دى، كه د بېځايه مصلحت پالنې او يا مضر احتياط تر اغيز لاندې غلط ګامونه اوچت كړي له ډېرو داسې مصيبتونو سره به مخ شي چې څوك به يې اوس تصور هم ونشي كولاى.

د ټولنيزو علومو د څو تنو زده كوونكيو د نه خوړو د اعتصاب تر شا له ورايه نور لاسونه وو، په جګړه كې د آس چاغول، په بحران كې د امتياز غوښتنه او د پرديو په غومبر كې په ملي كچه د لويو ونډو غوښتنې نه د ملي احساس له مخې دي، نه د عدالت پر بنسټ دي، ټول ولس پر دې پوهېږي چې د قوم، سمت او ژبې په نامه يو څو دلالان له دې نومونو ناروا ګټې اخلي، هغوى دغه هر څه د پرديو په اشاره كوي او ښايي په راتلونكې كې دغسې مغرضانه غوښتنې او پاروونكي اقدامات نور هم زيات شي، له پرديو شركتونو سره د قراردادونو معلوم الحال مينه وال، د همدغسې پرديو كړيو هغه مهرې دي چې كه په تدبير او شهامت ورسره مقابله ونشي هره ورځ به يوه نوې لانجه راپورته كړي.

چارواكيو ته په كار دي چې د قوم او سمت په نامه د دغو دلالانو تر اغيز لاندې رانشي او دا د هېواد د ټولو ورونو قومونو ګډه غوښتنه او هيله ده.

چارواكي دې په غلطو او نامناسبو پريكړو او بيځايه مصلحت پالنې ځانونه په داسې ازمويښت كې نه اچوي چې بيا يې د حل لارې چارې ورته ناشونې وي.

بيا تكرار وو چې په راتلونكې كې به همدغسې له غرضه ډكې مانورې نورې هم زور واخلي، دا اصلاً بهرنيانو ته د شرطونو اېښودو ځواب دى، چارواكي به تر كومه د داسې كوكي نانځكو خولې پر ناروا امتياز ور ډكوي؟!

آخر دا عام ولس څه غواړي، څه هيلې لري او له چا په فرياد دي؟ چارواكي دې د شجاعي او كمين په څېر مجرمينو ته سزا وركړي، علمي كدرونه كه نازولى او پاللى نشي، د ناولو موخو ښكار خو بايد په هېڅ صورت نشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد