Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله د کرکټ اسيايي سياليو اتله شوه

Posted by on May 11th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

دوبۍ : د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې په ماليزيا کې د اسيا د ايليټ کپ سياليو په پای لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

د لسو اسيايي هېوادونو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ د غويي په ١٣مه په ماليزيا کې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک  په دې اړه وایی، چې د پاى لوبې پچه د متحده عربي اماراتو د ځوانانون لوبډلې وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې يا بيټينګ کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغاني ځوانانو د ښې توپ اچونې له امله د اماراتو لوبډله په ٢٧ اورونو کې يواځې په ٥٧ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ٥٨ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري ضياء الرحمن ٤، حشمت الله شاهدي ٣، ظاهر شهزاد او سيد شېرزاد يو يو لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، چې د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په يوولسم اوور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٥٠ او منګل ٦ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى حشمت الله شاهدي يو ځل بيا د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شو.

په دې بريا سره افغانستان په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبغاړو د ايليټ جام سياليو اتلولي هم خپله کړه.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله په دغو سياليو کې بې سارې لوبه وکړه او خپلې ټولې لوبې يې وګټلې، په ګروپي سياليو کې يې تايلينډ، اماراتو، سعودي عربستان او هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او په نيمه پاى لوبه کې يې له کوربه ماليزيا لوبه وګټله.

د يادونې ده چې افغانستان پرون ماليزيا ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو لوبغاړو نړيوال جام ته لاره ومونده، چې ټاکل شوې، راتلونکى کال په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی رييس احمدزی وايي، چې د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د ماليزيا په سياليو کې تر هر وخت پخوا ډېر ښه وځليده او د کرکټ په هره برخه کې يې خپله وړتيا وښوده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سياليو مخکې د ځوانانو لوبډلې لپاره د هېواد دننه او بهر روزنيز پروګرامونه په لاره اچول شوي وو، چې ډېر ګټور ثابت شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ لوی رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود د کرکټ بورډ اجرائيوی رييس ډاکټر نورمحمد مراد او ټولې ادارې د دې بريا او لاسته راوړنې له امله د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اسلام آباد فردا میزبان کرزی خواهد بود
    • ایتالیا پس از سال ۲۰۱۴ نیز در افغانستان حضور خواهد داشت:صدر اعظم این کشور
    • حامدکرزي د څو تنو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څو څاڅکو په څڅولو سره د مني د لومړۍ دورې د پولیو د واکسیناسیون کمپاین پیل کړ
    • په خوست کې ماشومانو ته د پوليو د واکسين درې ورځینى کمپاين پيل شو
    • درگیری شدید در میان قیام کنندگان و طالبان در ولایت غزنی
    • به استقبال از قصیده ی دل انگیز دوکتور محمد انور غوری
    • صدر اعظم ایتالیا وارد کابل شد
    • حزب الله بازیچه تروریستی رژیم های ایران و سوریه
    • روسیه سرحدات تاجکستان با افغانستان را تقویت می کند
    • جګړه ييز موسم پاى ته رسیدلو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي او مخالفين به هڅه وکړي، چې يو شمېر بريدونه پلان کړي: ناتو