Posts | Comments | E-mail /

د ثور اوومه، اتمه او پايله يې

Posted by on Apr 30th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مبارزمحمدځدراڼ- خوست –افغانستان

پدې خو ټول هېوادوال پوهيږي، چې دثور په اوومه خلق او پرچم ګوندونود هېواد په لومړني ولسمشر شهيدسردار محمدداودخان خونړۍ کودتا وکړه او ځانونه يې د سردار او د ده د کورنۍ د وينو په تويولو سره واک ته ورسول او همداشان دثور په اتمه بيا د افغانستان مجاهدينو د څوارلس کلن وسلوال جهاد په پايله کې د ډاکټرنجيب الله حکومت راوپرځاوه .

خو دلته بايد واضېحه شي، چې د ثور اوومې او اتمې د افغانستان خلکو ته په ميراث څه پرېښودل ؟

د افغانستان خلک او نړيوال پدې باور دي، چې د خلقيانو او پرچميانو له لوري د وخت د شوروي اتحاد په مستقيمه همکارۍ د ثور اوومه کودتا په هېواد کې د تېرو او اوسنيو جنګ جګړو، ورانيو ، وژنو او بدبختيو زېږدنده ده او دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې ترټولو توره او کرغېړنه ورځ ياديږي.

په دغه دوره کې په زرګونو تنه عالمان، مخور مشران او نور منورين  له خپلو کورونو ويستل شوي او په ډاليزو قبرونو کې دفن شويدي.چې پدې وروستيو وختونو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې ځاى ، ځاى ډاليز قبرونه موندل شوي هم دي.

بل لوري ته که لږ او ډېره پاملرنه وشي، د شوروي اتحاد په مقابل کې د افغانانو د څوارلس کلن  وسلوال جهاد په پايله کې مليونونه کسان شهيدان او معيوبين شول،په همدې ترتيب مليونونه وګړي نورو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شول، همدارنګه مليونونه اولادونه يتيمان او همدومره ميندې او پلارونه بې اولاده شول.

خو د دومره لوړو تلفاتو او ستونزو ګاللو سره، سره کله چې مجاهدين د ډاکټرنجيب الله د حکومت په نسکورېدو بريالي او دواک پرګدۍ کښېناستل، نو په خپلو منځوکې يې پر يو او بل باندې د وسلو خولې راوړولې او کالونه، کالونه يې تردې حده سره وويشتل، چې بالاخره د لسګونو زرو افغانانو په وژلو ، د بنسټيزو فابريکو په ورانېدلو او د کابل ښار په کنډواله کېدلو تمام شول.

پدې خپلمنځي خونړيو جنګونو کې داسې هم وشول چې د يوه تنظيم پلويان چې د مشخص قوم او سمت نماينده ګي يې کوله ،د نورو قومونو او تنظيمونو د پلويانو په سرونو کې يې په ژوندوني مېخونه ټک وهل.چې دغه ډول ظالمانه کړنې د نړۍ په هېڅ بل کونج کې بېلګه نه لري.

اوس چې د خلق او پرچم ګوندونو له مشرانو موږ  اورو ، دوى وايي،  ګوندي ملګرو يې داسې فکر  نه درلود، چې ترسره کېدونکي کودتا به دومره ناخوالې منځته راوړي او ددوى منځ ته به د وخت دشوروي اتحاد استخبارتي اداره داسې اشخاص او افراد ور نناباسي، چې  په هېواد کې به د شوروي اتحاد مستقيمً حضور ته زمينه مساعدوي او همداشان  د دوى له ادرس نه به د اسلامي مقدساتو او د افغانانو د کلتور او عنعناتو خلاف حرکتونه کوي.

دوى مني ، چې د ګوند له لوري يې پداسې وخت کې کودتا وشوله، چې عامه ذهنيتونه دې ته عيار نه ول، چې په هېواد کې دې نوى انقلاب په وجود راشي او د پلويانو له لوري يې داسې افراطي  کړنې هم ترسره شوي، چې په وړاندې يې افغانان تر ډېره پخپل لاس وسلوال پاڅون ته اړ کړل.

دخلق او دېموکراتيک ګونددغه غړي د شوروي اتحاد په ګډون د وخت زبرځواکونه او د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه سخت ګرم بولي، چې افغانان يې دخپلو موخو د لاسته راوړلو په خاطر  په ډلو وويشل، مجاهدينو ته يې د حکومت کسان د ملحدينو په نامه وروپېژندل، حکومت اوحکومت پلوو خلکو ته يې مجاهدين د شر او فساد جوړوونکو افراطيانو په  نامه معرفي کړل.

بل خوا د مجاهدينو هغه قوماندانان چې په سياست کې هېڅ لاس نه لري او دا مهال په کورونو ناست دي، دوى د څوارلس کلن جهاد په لاره کې ورکړي سرښېندنې يوازې د لوى الله ج د رضا او د خپل هېواد د آزادۍ لپاره بولي.خو دغه مجاهدين د جهاد له بريا وروسته خپلمنځي جنګونه او اختلافات  د جهاد دکارنامو او دمليونونو افغانانو له  قربانيو سره سخته جفا بولي.

دوى وايي پدې خپلمنځي جنګونو کې دسيمې هېوادونو بربنډې لاسوهنې، د مجاهدينو کمزوري تجربه او دځينو تنظيمي مشرانو د ځاني ګټو پالل  ددې سبب شول چې  خپلمنځي اختلافانوته لار هواره کړي او جنګ ادامه پيداکړي.

پايله:

دخلق او پرچم ګوند له لوري د کودتا په ترڅ کې رامنځته شوي حکومت په افغانستان باندې د شوروي اتحاد يرغل کولو او له خپله هېواده يې د مليونونو افغانانوهجرت ته لار هواره کړه او افغانستان يې د نړۍ  سترو زبرځواکونو او ګاونډيانوته د ډول، ډول لوبو د ترسره کولولپاره بهترين لوبغالى وګرځوه.

همداشان افغان مجاهدينو په مسلسله توګه څوارلس کاله وسلواله مبارزه وکړه، چې د مليونونو افغانانو په قربانۍ سره خپلو ارمانونو ته ورسېدل او بريا يې خپله کړه،خو له بده مرغه د يو شمېر تنظيمي مشرانو او ډلو ټپلو له لوري د مهاجرت ترخو شپو ورځو او د افغانانو قربانيو ته هېڅ توجه ونه شوه ، بلکې  واک ته د رسېدلو لپاره يې په خپلو کې خونړي جنګونه پيل کړل، چې له امله يې لسګونه زره بې دفاع بې چاره افغانان په خپلو کورونو کې ترخاورو لاندې شول او دکابل ښايسته ښار په کنډواله بدل شو.

وړانديز:

وروڼو او خويندو!

په تېر کې چې هرڅه وشول او چا راباندې وکړل، د هغوى نتايج او ثمره مو په خپل ژوندانه کې وليده او تر ننه يې لذت وړو.

خو نور چې د نورو د لاس قرباني نشو، وران او کنډواله هېواد ورغوو،د پراديو له احتياجيو او ستمونوخلاص شو

نو راځئ چې ټولې پرونۍ زاړې خبرې هېرې کړو او د زړه له کومې پدې شعار سره مخ په وړاندې حرکت وکړو، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى ، د دې کور ساتنه ، آبادي، ښېرازي او آرامي په سياسي ګوندونو، تنظيمونو، مدني ټولنو، د دولت په وسلوالو اوسنيومخالفينو او ټولو افغانانو باندې فرض ده، ترڅو چې له روان کړکېچن او حساس پړاو څخه په جګو سترګو بريالي راووځو او د افغانستان دښمن ته وښايو، چې نن ورځ موږ هغه پروني افغانان نه يو،چې  د نورو په دسيسو او پلانونو مو د يو او بل غوښې پرېکولې ،  بلکې نن  په ټوله قرباني سره دې ته اماده يو، چې  پخپله ، پخپلو مټو او خپل ملي فکر سره ګران وياړلي افغانستان  ته  سوله او ارامي راولو ، د جنګ، جګړو، کرکو او نفرتونو سره د تل لپاره خداى پاماني کوو.

د يوې داسې رښتيني نېکمرغه ورځې په هيله

تل دې وي افغانستان ، مړه او نابود دې وي زموږ د پاکې خاورې دښمنان ، سرلوړى او بريالى دې وي افغان مسلمان ملت

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود