Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان د جیوپولټیک موقعیت دویم مخ

Posted by on Apr 30th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


بشرمل پسرلی

۲۹ / ۱/ ۱۳۹۲

کابل

د یوه هېواد جیوپولټیک موقعیت د یوې سکې په څېر دوه مخه لري، دا موقعیت کله یو هېواد د هر اړخیز پرمختګ پوړونو ته رسوي لکه انګلستان او کله یو هېواد له ورانیو سره مخامخوي لکه افغانستان. افغانستان د آسیا په زړه کې پروت دی چې منځینۍ اسیا، سهیلي اسیا، منځینی ختیځ او شرقي اسیا له یو او بل سره نښلوي. ددې هېواد همدې ځانګړي موقعیت ته په کتو، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د زبرځواکو امپراطوریو د یرغل لاندې راغلی، خاصتآ له سکندر مقدوني څخه پیل تر کمونیستي روسې خو هر یوه یې له ماتې سره مخ شوې، په کوم کې چې  د افغانستان جیوپولټیک موقعیت لوی لاس لرلی دی.

کله چې د نړیوالتوب منفي متحرک قوت له افغانستانه د امریکا متحده ایالاتو ته ورسېد، د نړیوالتوب دې منفي څپې افغانستان د څه مثبتو څپو لاندې راوست چې په پایله کې یې ددې هېوا د ځانګړي موقعیت په درلودلو سره په سیمه کې په لوی اقتصادي مرکز بدلېدو ګراف وچت ولاړ، چې په رېښتینې توګه د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، شرقي اسیا او د خلیج هېوادونو ترمنځ اقتصادي ګټې رامنځ ته کړي او په ورته وخت کې د یوې سروې پایله دا شوه چې په افغانستان کې د درې تریلونو امریکايي ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې شته  چې په ګټې اخستنې به یې د هېواد مصرفي او پرمختیايي بودجه يي اړتیا تر ډېره پوره کړي او هم به نړیوالو ته د افغانستان ارزښت لا اهم شي.

د چین او پاکستان د ګوادر بندر ګډه پروژه چې د پاکستان په خاوره کې جوړيږي هغه ستراتیژیکه پروژه ده چې په ځانګړې توګه چین غواړي له دې لارې د عینکو د مسو کان مواد خپل شرقي ایالت سنجینګ ته انتقال کړي کومه چې افغانستان ته ترټولو نږدې بحري لار ده. دویمه لویه ستراتیژیکه پروژه د هند او ایران چاه بهار بندر دی چې د ایران په خاوره کې جوړيږي، په ځانګړې توګه هند له دې بندر څخه نه يواځې د بامیانو د حاجي ګک کان د وسپنې د انتقالولو په موخه ګټه پورته کوي بلکه د مرکزي اسیا هېوادونوته چې د طبیعي زېرمو له پلوه ماړه دي د افغانستان له لارې لار پیداکول غواړي. بل لوري ته د پاکستان هېواد دی چې د مرکزي اسیا هېوادونو ته د خپلو توکو په صادراتو او ددې سیمې د طبیعي زیرمو څخه د استفادې په موخه ډېره دلچسپي ښيي او کوښښ کوي چې افغانستان ورته د ښه پل په حیث کار ورکړي.

بله لویه پروژه چې د افغانستان له لارې سیمه سره نښلول شوې د ټاپي پروژه ده. د ازبکستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي پروژه د ۱۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د ترکمنستان ګاز له افغانستانه پاکستان او بیا هند ته لېږدوي. دغه پروژه چې د افغانستان له کومو سیمو تېرېږي د هغې سیمې وګړي به یې له ګازو ګټه پورته کوي چې ۷۳۵ کیلو متره اوږدوالی به یې له افغانستان نه تېرېږي. دا پروژه به له ۲۰ زرو زیاتو افغانانو ته د کار زمینه مساعده کړي او په ورته وخت کې به افغانستان ته د کال له ۳۰۰ ملیونه امریکايي ډالرو زیات حق العبور ورکول کېږي. ترڅو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي چارې لا وده ومو مي په پام کې ده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ریل ګاډي پټلۍ جوړه شي چې ددې پروژې په تطبیق سره به افغانستان د مرکزي اسیا د هېوادونو له لارې له اروپا سره ونښلول شي او په ورته وخت کې د افغانستان جیوپولټيک موقعیت حتی د مرکزي اسیا هېوادونه هم له یو او بل سره تړي چې ښه بیلګه یې د ازبکستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته هغه د ریل پټلۍ پروژه ده چې په راتلونکي کې به یې چارې پیل شي او کله چې د بدخشان پروژه بشپړه شي افغانستان به د نړۍ له لوی اقتصادي قدرت یعنې چین سره د ځمکې له لارې وصل شي چې دا کار به سوداګریزه راشه در شه لا زیاته او اسانه کړي.

اوس د امپراطوریو دوران نشته بلکه د دولتونو بازار دی خو د دولتونو ګټې او زیانونه د نړیوالتوب څپو له امله تر ډېره بریده سره تړل شوي چې پدې حالت کې د افغانستان ځانګړی موقعیت اهم رول لوبولی شي. که چېرې ځیر شو د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېر غریب او ناچار نور هېوادونه هم شته چې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري لکه د افریقا ځینې هېوادونه خو د نړۍ قدرتونه غواړي چې له افغانستان سره ستراتیژیک تړونونه ولري ترڅو په راتلونکي کې له دې موقعیت څخه ستراتیژیکه ګټه پورته شي. افغانستان د هند په ګډون د نړۍ د ډېر سترو دولتونو سره له د امریکې متحده ایالات، انګلستان او… ستراتیژیک تړونونه لري. غربي نړۍ ته د مرکزي اسیا طبیعي زیرمې ، د اسیايي ځواکمنو هېوادونو څخه څارنه او ددې سیمې مستبد دولتونه په ولسواکو دولتونو اړول ، په ځانګړې توګه په افغانستان کې ولسواک ارزښتونه قایمول ورته اهم ارزښت لري چې ایجاب ددې کوي ترڅو ددوۍ حضور په افغانستان کې دوۍ ته ځانګړی ارزښت ولري.

د پورتنیو مسایلو په پام کې نیولو سره، کله چې د افغانستان سرنوشت له نړۍ په ځانګړې توګه له سیمې سره تړلی دی د نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې سرنوشت او د ګټو خوندیتوب له افغانستان سره مستقیمآ تړاو لري، دا هېواد لوی چانس لري ترڅو په یو داسې سیمه ایز اقتصادي قدرت او مرکز بدل شي چې نړۍ په هر اړخ په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې سره وتړي. دا انکشافات افغانستان ته نه یواځې موقع په لاس ورکوي چې بنسټیزې  پروژې یې د همګټو هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي بلکه افغان اقتصاد ته ددې زمینه مساعدوي چې په صادراتي اقتصاد بدل او بهرنۍ او کورنۍ پانګې اچونې ته لاره خلاصه کړي چې په پایله کې به یې هېواد د پرمختګ لوړ پوړونه تجربه کړي.

 په قوي امکان ذیدخله دولتونه به د خپلو اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو په موخه په افغانستان کې نسبي استقرار او ثبات ته ترجیح ورکړي البته بغیر له منزوي شوو دولتونه نه چې ترورېستي کړۍ روزي، سمبالويي او د پناه خوندي ځایونه ورته برابروي. ترڅو له داسې راکړې ورکړې څخه افغانستان د خپلو ملي ګټو لپاره درنه ګټه پورته کړي، ملي سیاسي زعیم او ورسره ملي صادقه او وطن پرسته ټیم ته اړتیا ده نه د ورانونکو او مضرو تجربه شوو سیاسي لوبغاړو په بله بڼه غوړو خبرو ته بلکه نوی سیاست له نوو څېرو سره باید رامنځ ته شي ترڅو سوله او امنیت ټینګ د لویو پروژو تطبیق ته لاره خلاصه، د بهرنیو د منفي رقابتونو مخه ونیول شي، ښه حکومت داري رامنځ ته او د فساد ریښې د مفسدینو د ریښو په وچولو له منځه ولاړې شي که چېرې داسي ونه شول نو د افغانستان د جیوپولټیک موقعیت هغه مخ به پر افغانستان نادودې وکړي لکه چې له کلونو راهیسې یې پر دې هېواد کوي او د نورو هېوادونو لپاره به افغانستان حایل زون وي، په ورته وخت کې به هېوادونه خپل ستراتیژیک عمق لټوي او نیابتي جګړه به لا پسې نوي رنګونه خپلوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد