Posts | Comments | E-mail /

خدمتګار: د اصلاح راوستنې يوه غوره وسیله!

Posted by on Apr 30th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فریدون خوځون

له شته امکاناتو نه سمه ګټه اخستنه حتماً ښه پایله ورکوي. زموږ یوازینۍ ستونزه دا ده چې په خپل لاس کې شته امکاناتو ته په ارزښت نه قایلېږو او نه هم ورنه په اغېزمنه توګه کار اخلو.

همدا څو ورځې وړاندې د فیسبوک په ټولنیزه پاڼه کې داسې یوه وېډیو خپره شوه، چې یو زورواکی ټرافیک وهي او ورته بې احترامي کوي.

دغه عمل او وېډیو د خلکو غصه را وپاروله، په زرګونو کسانو یې په اړه نظرونه ورکړل، بیا بیا یې دغه کوچنۍ وېډو چې اته ثانیې وه، خپره او خوښه (لایک) کړه. خلکو د زورواکي دا عمل په کلکه وغانده او په مسوولینو یې د عدالت د پلي کېدو  غږ وکړ. په دوو ورځو کې دننه دننه د پېښې عامل ونیول شو.

دغه راز له دې وړاندې په کابل او ننګرهار کې له خبریالانو سره د ناوړه چلن کوونکیو وېډیو او انځورونو هم چې په فیسبوک کې یې خلکو پر وړاندې کرکه ښودلې وه، چارواکي اړ کړل، چې د پېښې عاملین ونیسي، حتی فیسبوک د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر اړ کړ، چې له یوه سرتېري له دې امله بښنه وغواړي، چې ساتونکو يې ډبولی و.

داسې ډېرې لسګونه بېلګې دي، چې د فیسبوک په سم کارولو سره حکومت او زورواکان تر فشار لاندې راولي.

د همدې فسیبوک ټولنیزې شبکې له لارې عرب ځوانانو د عرب پسرلي پاڅونونه پیل کړل، د لسګونو کلونو دېکتاتورۍ او رژيمونه یې ړنګ کړل. له همدې امله ده، چې ایران په خپل هېواد کې فیسبوک محدود کړی او د دې کارونو د ښه څارنې لپاره یې (فارسي فیسبوک) را ایستلی چې په خورا ابتدايي حالت کې دی.

که څه هم چې پر افغانستان دمګړۍ پخواني زورواکي او ټوپکمار حاکم دي، خو د فیسبوک په څېر د شته امکاناتو نه په ګټې اخستو سره خلک په اسانۍ کولای شي، د هغوی پر وړاندې خپل نفرت او کرکه څرګنده کړي.

ځکه هره ورځ د فیسبوک ټولنیزې شبکې پر مخ د افغانستان او نړۍ د سیاسي مشرانو او نورو فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو انځورونه او وېډیوګانې خپرېږي، چې د ښو کارونو کولو والا ستایل او منفي هغه یې غندل کېږي.

له دې ځایه ده چې د افغانستان د مشرانو او شخصیتونو په اړه د خلکو رښتینی قضاوت معلومېږي.

د دې ترڅنګ فیسبوک نورې پاڼې او اکاونټونه هم لري، چې د مدني، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو لپاره ځانګړي شوي او په اسانۍ کولای شي ټولنه مثبت لور ته سوق کړي.

لکه د فساد پر ضد، جګړې ضد، تعصب ضد، د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، سیاسي شخصیتونو، د ارګ په ګډون د ډېرو دولتي ادارو، خبري اژانسونو او نورو رسنیو سربېره د ادبپوهانو، هنرمندانو، لوبغاړو، نورو مدني فعالینو او حتی د سوداګریزو اعلانونو لپاره جوړې شوې پاڼې لري.

له فساد سره د مبارزې د ادارې یوه غړي وینا ده، دوی وروسته له هغې د یوه چارواکي د کړي فساد په اړه څېړنې پیل او اسناد یې برابر کړل، چې د فساد ضد یوې فیسبوک پاڼې يې په اړه اسناد خپاره کړل او د یوه وزارت یوه ویاند راته وویل، له کله نه چې د دوی پر وزارت د فیسبوک د یوې پاڼې له لوري تورونه ولګېدل او انتقاد پرې وشو نو فیسبوک یې په منظم ډول د خپل رسنيز څار په لست کې شامل کړی دی.

ارګ هم وروسته له هغې چې پوه شول فیسبوک د معلوماتو د رسېدو ښه وسیله ده، نو یوه رسمي پاڼه یې پرانیسته، چې د ولسمشر ویناوې، فرمانونه، خبر پاڼې، وېډیو او انځورونه په کې خپروي. په دې سربېره ډېر وزراتونه او نورې دولتي ادارې هم رسمي پاڼې لري. همدارنګه د حکومت سیاسي مخالفین او حتی طالبان هم په فیسبوک کې رسمي او غیر رسمي پاڼې لري چې د خپلو مفکورو، تګلارو او سیاسي مبارزو هڅې په کې منعكسوي او همدارنګه خپلې ویناوې، انځورونه او معلومات په کې خپروي. دغه راز ډېرى کسان د فیسبوک پر مټ کولای شي مخامخ یوشمېر دولتي ادارو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د وکیلانو په ګډون ګڼو مخکښو څېرو ته خپل پیغامونه، معلومات او یا هم وړاندیزونه وکړي.

د فیسبوک تر څنګ په هېواد کې ټوېټر، سکايپ او نورې ګڼې ټولنیزې شبکې هم په دودېدو دي چې د خلکو په ژوند کې به نور هم مثبت بدلون راولي.

د ایران مذهبي مشر وروسته له هغې فیسبوک کې پاڼې جوړولو ته اړ شو، چې ويې غوښتل خلکو ته لا نږدې وي او مخامخ ورسره اړیکه ولري. دغه راز یو دلیل یې دا هم و چې د هغه مخالفانو د فیسبوک له لارې پرې پراخې نیوکې کولې. د عیسویانو پخواني پاپ هم ټوېټر ته د دې لپاره پناه یووړه چې خپلو خلکو ته نږدې وي.

زموږ په ټولنه کې که څه هم چې چارواکي له خلکو ځانونه پټوي او له خلکو سره د مخامخ کېدو جرئت نه لري؛ خو د دې لپاره چې وپوهېږي خلک يې پر وړاندې په فیسبوک کې څه خپروي او یا هم خپل پيغامونه خلکو ته ورسوي په دې ټولنیزه وېبپاڼه کې اکاونټونه جوړوي.

د نړۍ د مفكرانو دویم مخکښ ډاکټر اشرف غني احمدزي لپاره تر ډېره کمپاین په فیسبوک کې وشو او خلکو د فیسبوک له لارې رایه ورکوله.

اوس زموږ خلک د تېرو وختونو خلاف پر حکومت او نورو زورواکانو د فشار، د ټولنې د اصلاح او د ښه منسجم کېدو لپاره ښې وسیلې په واک کې لري او که چېرې ترې سمه ګټه پورته کړي، کولای شي ډېر ژر به مثبته پایله تر لاسه کړي.

که څه هم چې یوشمېر کسان په فیسبوک کې په عبثیاتو اخته دي او یوشمېر نور يې ورته ارزښت نه ورکوي؛ خو وروستیو څو مثالونو ته په کتو سره باید وپوهېږي چې یو کمنټ (نظر) او یو لایک (خوښول) يې حتماً پایله ورکوي.

د بيلګې په ډول که چېرې د فیسبوک کاروونکي په یوه خوله هره ورځ  پرحکومت او نړیوالې ټولنې د فساد د مخنيوي او ورسره د جدي مبارزې غوښتنه وکړي، دا کار حتماً پایله ورکوي او چارواکي اړ کوي چې د فساد مخه ونیسي.

یا هم د ځمکو د غصب په اړه که هر څوک د خپلې سیمې د غصب شوو ځمکو په اړه چې واقعیت ولري، په فیسبوک کې معلومات خپاره کړي او د یوه نېټورک په توګه ترې استفاده وکړي حتماً به د غاصبینو په سترګو کې اغزي شي او د غصب مخه به یې ونیول شي.

دغه ډول فیسبوک کاروونکي کولای شي د راتلونکو ټاکنو په اړه سره ځانونه منسجم کړي، د هر نوماند په اړه رښتینی نظر ورکړي، د هغه له ښو او بدو کارونو خلک خبر کړي او دا پيغام سره ووېشي، چې باید په ګډه یوه وړ كانديد ته رایه ورکړي، نو په دې توګه به  ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو ته وړ خلک راشي. خو دا چاره باید یوازې تر فیسبوک محدوده نشي، کېدای شي فیسبوک کاروونکي له دې خبرو هغه کسان او د کورنۍ غړي هم خبر کړي، چې فیسبوک نه کاروي. په دغه کار سره به یوه د اصلاح راوستنې او ملت جوړونې یو خورا لوی او بې لګښته کمپاین په لاره اچول شوی وي، چې پایله به یې ډېره مثبته او ښه وي.

دا یوه بېلګه وه، دغه راز کېدای شي د کولتوري یرغل، د روانې جګړې، د اعتیاد، نشه يي توکو، انساني قاچاق، د کانونو او تاریخي اثارو د قاچاق، ملت ويښونې، بیارغونې، د ځوانانو او ټولنې د هڅونې، مسوولیتونو ته یې د ځير کونې او د ګاونډیو د لاسوهنو د مخنيوي او نورو ګڼو برخو کې چې څه ذهن ته راتلای شي، دغسې کمپاینونو لپاره فېسبوك وكارول شي. خو لومړی شرط یې ځاني یا فردي احساس او فردي هوډ دی، یانې هر سړی باید د دې ژمنتیا او ورته قوي هوډ ولري.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد