مزارشريف :- په مزارشريف کې د امريکا قونسلر کيتمنز وايي چې امريکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په روانو هڅو کې د درېيمګړي رول لري.
کيتمنز keith Mines دا خبرې په مزارشريف کې د امريکا د متحده ايالاتو قونسلر په توګه له ۱۲مياشتو دندې تر سره کولو وروسته د غويي په ۹مه، د خپلې دندې په وروستۍ ورځ په خبري ناسته کې وکړې.
ده زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې امريکا د افغانستان په شمال کې ۱۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کړې او لا به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، “د سولې موضوع د افغانستان او د طالبانو ترمنځ ده، چې امريکا په کې د درېيمګړي رول لري؛ دغه پروسه څاري او ملاتړ يې کوي. “
خو نوموړي زياته کړه، چې د جګړې پرېښودو په بدل کې بايد نور ارزښتونه تر پښو لاندې نه شي.
د ده په خبره، امريکا د سولې د هغه ډول هڅو ملاتړ کوي، چې د افغانستان له اساسي قانون سره مخالفې نه وي او د افغانانو له دود او دستور سره مخالفت ونه لري.
کيتمنز وايي، په تېرو لسو کلونو کې د امريکا متحده ايالاتو د افغان حکومت په شمال کې په زېربنايي برخو کې د ياد وړ مرستې کړې دي.
ده زياته کړه، امريکا په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په شمال کې د امنيتي ځواکونو لپاره د زېربنايي چارو په برخه کې ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالر لګولي، چې په دې کې ۴۷۱ميليونه ډالر په بلخ ولايت کې لګول شوي دي.
همداراز امريکا په تېرو لسو کلونو کې په ټول شمال کې د پوهنې، کرنې او داسې نورو برخو کې ۶۰۰ ميليونه امريکايي ډالر لګولي دي.
د هغه په وينا، امريکا د راتلونکي لپاره هم د افغانستان په شمال کې د بيارغونې او پراختيايي چارو په برخه کې د مرستو پلانونه لري.
کيتمنز د بېلګې په توګه د شمال د نفتو او ګازو يادونه وکړه، چې امريکا په کې دلچسپي لري او په دې برخه کې يې پانګه اچونه هم کړې ده.
همداراز د امو سيند په اوږد کې ډېرې طبيعي سرچينې شته، چې ورباندې کار پيل شوی دی.
نوموړي د افغان ځواکونو په اړه وويل، چې تل يې د کيفيت او روحيې تر اغېز لاندې راغلی دی.
د هغه په وينا، افغان ځواکونه دمګړۍ د خپلو دښمنانو د دسيسو په شنډولو اخته دي او خپله دنده په ښه توګه تر سره کوي.
کيتمنز وايي، چې د افغانستان له ټولو جدي ستونزه د امنيت ساتنه ده.
نوموړي زياته کړه، افغان ځواکونه اوس مهال سمبال شوي او روحيه يې غښتلې شوې ده، چې خپله دنده په ښه توګه تر سره کولی شي.
د هغه په وينا، د دې تر څنګ به نړيوال ځواکونه هم تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان ځواکونو تر څنګ د مالي او تخنيکي ملاتړ په موخه ملګري وي.
د امريکا قونسلر وايي، چې له هر څه زيات افغان ځواکونه د خپلو خلکو ملاتړ ته اړتيا لري، چې له دې ملاتړ پرته به له خورا ستونزو سره مخ شي.
نوموړي همداراز د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه زياته کړه، چې دغه ټاکنې به د افغانانو ترمنځ د سياسي پرمختګ لپاره تر ټولو ښه چانس وي.
د هغه په وينا، هر ډول ټاکنې له خپله ځان سره ستونزې لري.
کيتمنز وويل: “په افغانستان کې امنيت، د ټاکنو روڼتيا او د لوجستيکو توکو رسونه د راتلونکو ټاکنو لپاره ستونزې ګڼلی شو. “