Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د فنلند د پارلمان له رئیس او د پارلماني ډلو له استازو سره وکتل

Posted by on Apr 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه ایز وخت نن مازیګر د فنلند هیواد د پارلمان له رئیس ایرو هینا لوما، د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیتې له رئیس تیمو سویني او د پارلماني ډلو له استازو سره د دغه هیواد د پارلمان په مقرکې وکتل.

په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د فنلند د پانګوالو د پانګې اچونې، د ښې حکومتوالی، انتخاباتو او د ښځو د حقوقو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د فنلند د پارلمان رئیس، د دواړو هیوادونو ترمنځ پارلماني اړیکې مهمې وبللي، وې ویل : موږ چمتو یو چې د افغانستان له پارلمان سره د ظرفیت جوړونې په برخه کې همکاري وکړو.

حامدکرزي د افغانستان او فنلند د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او له یو بل سره د تجربو شریکول د دواړو هیوادونو د خلکو د نیږدیوالي  لپاره یو مهم ګام وباله او د دغه کار هرکلی یې وکړ.

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری پلاوی یې، نن مازیګر له فنلند څخه د استونیا هیواد ته و رسید.

حامدکرزی به سبا د استونیا له جمهوررئیس او د دغه هیواد له صدراعظم او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد