کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي، په سیمه ایز وخت نن له غرمې وروسته د فنلند له صدراعظم ښاغلي یرکي کتاینن سره د دغه هېواد د صدارت په ماڼی کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د امنیتي بهیر د لیږد، د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو، د ښې حکومتوالی، د ښځو او د بشر د حقوقو د څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د فنلند صدراعظم یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپل هیواد د دوامداره ملاتړ ډاډ څرګند کړ، وې ویل: فنلند د کانونو، جیالوجی او چاپیریال ساتنې په برخه کې ښه تجربه لري، د دغې تجربې په پام کې نیولو سره غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
حامدکرزي د افغانستان په اړه د فنلند د خلکو او حکومت د ښه نیت او همکاریو له امله مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو او همکاریو په لا پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې په بیلا بیلو برخوکې په افغانستان کې د فنلند هېواد د پانګوالو پانګې اچونې ته هرکلی و وایه.