Posts | Comments | E-mail /

ګوشته کې پوستې او دروازې: د امنیتي تړون برخلیک

Posted by on Apr 30th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سرلوڅ مرادزی   

 

په « ګوشته کې، سیمه، ناټو ځواکونو، پاکستان ته سپارلې » تر سرلیک لاندې، بي بي سي بریښناپاڼې خپله یوه لیکنه کې چې د اپریل په ۲۸ مه خپره شوې، کاږلي« افغان حکومت وايي چې د ننگرهار ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو په لویلاس هغه سيمه پاکستاني ځواکونو ته سپارلې چې اوس يې په کې دروازه او نور پوځي تاسيسات جوړ کړي دي. دوى په دغه چاره کې بهرني ځواکونه گرم بولي او وايي په دغه سيمه کې پخوا افغان مجاهدين مېشت وو، خو کله چې نړيوال ځواکونه دغې سيمې ته ورسيدل، هلته يې پوستې جوړې کړې او له وتلو سره سم يې دغه سيمه، پاکستاني لوري ته سپارلې ده.»

همدغه راز افغان حکومت وايی، دوی له پاکستاني چارواکو سره داسې هوکړه لري چې دواړه غاړې به د ډیورنډ پر کرښه د هر ډول خوځښت مخکې یو بل ته خبر ورکوي. خو ګوشته کې د پوستو او دروازو په اړه، وینو چې د شوې هوکړې خلاف، پاکستان نه یوازې افغان لوري ته مخکینۍ خبرتیا  نه ده ورکړې او نه پر کرښه دا یوعادي خوځښت دي، بلکې پاکستان په ډاډه زړه د ډیورنډ کرښې پر اوږدو کې پوځي خوځښت ترسره کړی، د ډیورنډ په بره غاړه افغان خاورې ته رادمخه شوی، په ګوشتې ولسوالۍ کې يي کنترولي دروازې درولي، پوځي تاسیسات او پوستې يي جوړې کړي دي!

دا چې پاکستان څنګه او ولي پر افغان خاوره د نور پرمختګ لپاره، دا وخت او فرصت وړ او مناسب ګڼلی، داسې یوه پوښتنه ده چې لروبر افغانان يي د ستر ازمون او پریکنده غبرګون سره مخامخ کړي دي.

پر افغان خاوره د پاکستان دا تیری چې ترمخکېنیو هغو، خوراغټ او بربنډ تیری ګڼل کیږی، افغان دولت او ټولو افغانانو په ګډه غندلی او د غندنې دا لړۍ روانه ده. خو بلخوا افغانستان کې د ناټو او ایساف ځواکونو په شتون کې پر افغان خاوره داسې څرګند تیري چې دوی يي په غړیدلو سترګو ګوري او بیا هم چوپه خوله پاتیږي، د اندیښنې وړ بلل کیږي .

ددې تیري په لومړي غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت شورا په ناسته کې، د افغانستان ولسمشر د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه کړې وه، چې له افغان خاورې څخه د دې دروازې او د پاکستان د نورو امنیتي تاسیساتو د لرې کولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

د همدې هڅو په تړاو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي وو، له خپلې خاورې د پاکستان د سرحدي دروازې د لرې کولو لپاره پر ټولو انتخابونو غورکوي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې ويلي، چې ایتلافي ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان حکومت له موافقې پرته خپل نظامي تاسیسات پاکستاني لوري ته سپارلي دي.

که څه هم  په افغانستان کې میشت د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ډګروال کالن توماس، د اپریل په ۲۹ مه، ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې هیڅکله یې هم خپل نظامي تاسیسات پاکستاني لوري ته نه دي پرېښي « دا سمه نه ده، ایساف هیڅکله هم خپله کومه اډه پاکستان ته نه ده سپارلې. دا اډې خو یا د افغانستان حکومت ته سپارل شوي او یا هم نه دي سپارل شوي او په خپل حالت مو پریښي. »

خو د بهرنیو ځواکونو له داسې څرګندونو سره سره، افغان ولسمشر حامدکرزي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته د ننګرهار د ګوشتې په سرحدي سيمو کې د پاکستاني تاسيساتو د جوړولو په اړه يو ليک استولى دى. دغه څرګندونې د ولسمشر کرزي د دفتر رييس عبدالکريم خرم د غويي په ٨ مه پژواک اژانس ته وکړې.

« ده وويل، په دغه ليک کې د ټاکل شوو پلاوو د راپورونو پر اساس مهم ټکى دا دى، په سرحد کې هغه پوستې چې لس کاله مخکې په کې د امريکا په مشرۍ اېتلافي عسکر مېشت وو، د دغو ځواکونو په مرسته يادې پوستې پاکستاني ځواکونو ونيولې او پرمختګ يې وکړ.

خرم زياته کړه، په دغه ليک کې د امريکا له ولسمشره غوښتل شوي، چې د دې موضوع حساسيت او په کې د امريکايي ځواکونو لاس لرلو ته په کتو دې عملاً له افغانستان سره په دې برخه کې اقدام وکړي او زمينه دې برابره کړي څو پاکستاني ځواکونه يادې پوستې پرېږدي.»

داسې ښکاري د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال عظیمي په څرګندونو کې چې ویلي وو، له خپلې خاورې د پاکستان د سرحدي دروازې د لرې کولو لپاره پر ټولو انتخابونو غورکوي، یو هم د امریکا ولسمشر اوباما ته د ولسمشر کرزي استولي لیک وي.

ویل کیږي ښاغلي اوباما ته له لیک څخه چې دوه اوونۍ تېرې شوي، له امریکايي لوري تر اوسه افغان دولت، کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

که د ولسمشر کرزي د لیک په غوښتنو کې چې پورته ورته اشاره وشوه، امریکايي لوری د ډاډوړ ځواب وړاندې نه کړای شي، دا چې افغان دولت به بل کوم ګام مخې ته ږدي، هغه اندیښنه ده چې ټول افغانان يي ځان سره لري!

افغانستان تېر کال یو شمېر هیوادونو سره چې هغې کې امریکا هم ګډون لري، ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی. دې تړون کې د افغانستان پر حریم د تیری پر مهال د ملاتړ ژمنه هم شتون لري او دغه راز دواړه هیوادونه اوس پر امنیتي تړون کار کوي چې د لاسلیک لپاره باید چمتو شي.

امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک یو له هغه اقداماتو څخه ګڼل کېدای شي چې افغانستان يي د مخکیني شرط پتوګه په داسې معامله کې کارولای شي.

افغانستان دې امریکا سره امنیتي تړون تر هغو نه لاسلیکوی چې امریکا د ګوشتې په سیمه د پاکستان روستی تیری په څرګنده ونه غندي او د پاکستان لخوا د جوړو شویو پوستو او دروازو په ړنګولو کې له افغانستانه بشپړملاتړ، ونه کړي.

بلخوا افغانستان کولای شي امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک تر هغو وځنډوي ترڅو امریکا د خپلو شونتیاوو په مټ، پاکستان اړباسي په کور دننه د ترهګرو اډې له منځه یوسي اوافغانستان ته د ترهګرو له ملاتړ او مرستې لاس واخلي.

همدارنګه امریکا سره ستراتیژیک او امنیتي تړونونه هیڅ مانا نه لري چې هغو کې د ختیځ په لور تر اباسین پورې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، نه وي تضمین شوې. پنجاب سره ددې تاریخي او حقوقي ستونزې په شتون کې چې پنجاب د افغانانو په ګټه، د هغې د حل له ډاره ترهګر تل د خپل پوځ تر څنګ روزي او ساتي، امریکا او لویدیځ په افغانستان او سیمه کې نه امنیت ټینګولای شي، نه له سیمې څخه ترهګر جارو کولای شي او نه پخپلو هیوادونو او پلازمېنو کې د خپلو ولسونو امنیت او سوکالي خوندې کولای شي!

په ګوشتې ولسوالۍ او سیمه کې پوستې او دروازې د همدې اصلي شخړې برخې او څانګې دي چې که حل هم شي، سبا بل ځای پنجاب د تیری سر راباسي!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد