فريد احمد تسکين/ کابل قوه مرکز
د غويي اتمه وه ماسپيښين مهال و رخصتي وه ټولې ادارې بندې وې کابل ښار هم لکه د نورو ورځو په شان له دبدبې او بيرو بارڅخه لويدلی و.
له خپلو دوستانو سره وم زړه مې هم په تنګ و ټيليفونونه مې هم خاموش و چا راته زنګ نه وهلو او زه هم ذهني پریشانۍ غورځولی وم.
انټرنيټ و خو څه ستونزه پکې راغلې وه ما ويل تلويزون به ولګوم او څه د خوښې موضوع به وګورم که کومه ادبي خپرونه وي او ياهم کومه بله ټولنيزه موضوع وي چې بحث پکې روان وي او ساعات مې ورسره تیرشي.
د تلويزون ريمونډ مې را واخيست ډير تلويزوني چينلونه مې واړول او را واړول ګورم چې د خيبر تلويزون د وياند لخوا د پښتو مشهور ډرامه نګار احسان باچا سره بحث روان و.
احسان باچا چې له ډيرو کلونو وروسته مې د تلویزیون په ښيښه وليد امسا ورسره وه په ډير ستړي او نا ارام زړه يې خبرې کولې او ناروغ هم و.
دهرې خبرې سره يې ټوخی کاوه او سور شين به واوښت، د خپلو خلکو او حکومت نه ډير ګيله من و.
هرې خبرې يې ناهيلي درلوده. ښاغلی باچا چې له ډيرې مودې راهیسې ناروغ و هيچا يې د درملنې لپاره لازمې اسانتياوې برابرې نه کړې.
نوموړي چې د خپل ولس او خپل هيواد لپاره يې بلا بلا وياړونه د هنر په مټ راوړي دي او د خپل هيواد د ناخوالو انځور يې تر نړيوالو رسولی او خپل هيواد يې نړيوالو ته د سولې ټاټوبی ور پيژندلی او خلک يې د سولې سفيران بللي داهغه څه دي چې ده په خپله ځوانۍ کې هغه مهال چې د روغې سټې څښتن و په خپل توان او طاقت سره کړي دي.
داچې دی اوسمهال ناروغ دی د پخوا غوندې له توان او طاقت څخه لويدلی دی د ده هغه پخوا نۍ ځواني نشته او نه هغسې توان او قدرت لري کوم چې ستونزو ته به يې خپل همت له لاسه نه ورکاوه.
نوموړي يوه خبره وکړه چې کله زه مړ شم نو دا غټان خلک شاعران.ليکوالان او رسنۍ به پرما تبصرې کوي او وايي به چې دا داسې سړی و داسې يې ښه کار کړی دی ښه فن يې درلود کاش چې زموږ ترڅنګ وای او د مرګ بلا نه وای خوړلی او داسې نورې خبرې…
کار هم نشته چې په دې ناروغۍ کې مزدوري وکړم که وي هم هغه به زما له توان نه لوړ کار وي،که د هنر له لارې وي نو بيا به د اوس وخت ډرامې وي چې ټوله فاحيشي به پکې وي او د دې له لارې د پيسو ګټل زما نه خوښيږي له دې نه ښه ده چې مړ شم ،چې مرګ مې په عزت کې وي او نه چې د خپل پښتني کلتور د عزت ستنې ونړوم.
هغه ډيرخفه و ويل يې دا اوسنۍ پښتو ډرامې د انسان څه چې د خپل فرهنګ او اسلام د عزت جنازې يې ايستلې دي.
يوه خبره چې ډير خواشينی شوم او ان تردې چې ومې ژړل داسې مې وژړل چې ګريوان مې لوند او سترګې مې سرې شوې تبه را باندې راغله د بدن ويښتان مې ودريدل هغه دا و ،چې د تلويزيون د وياند لخوا يوه پوښتنه ترې وشوه او ورته يې وويل: که ته بيرته زلمی شې نو څه به کوې؟
هغه ډير په ناهيليتوب وويل که زه بيرته زلمی شم نو زه به نايي شم او دخلکو ويښتان به جوړوم او دا هنر به پريږدم ډرامې به پريږدم ځکه چې زما په ژوند کې دې هنر څه ونه کړل خلک يې هوښيار نه کړل د کاڼو زړونو خاوندان يې نرم نه کړل د خلکو عاطفي قوه يې پياوړې نه کړه نو زه داهنر څه کوم او څه راته په درد وخوړل شو!
په ريښتياهم هغه ډير ناروغ دی دومره مالي امکانات نلري چې د خپلې تداوئ لپاره پرې کومه لاره برابره کړي؛نو د ده د ناروغۍ تداوي به څوک کوي؟
داهغه پوښتنه ده چې له ډيرې مودې راپه ديخوا نه ده حل شوې.هيچا د ده د ناروغۍ لپاره څه کړي نه دي.
همداسې موږ نور ډير د فن او دهنر خاوندان لرو چې يا ناروغان دي او ياهم بې وزله دي او زموږ حکومت خو څه،چې ملي سوداګر هم دې ته نه حاضريږي ترڅو د دوی د تداوۍ لپاره مالي مرستې وکړي.
داسې مشران هم لرو چې په پيسو يې بانکونه پړسيدلي دي او د خپلې ناروغۍ لپاره د سر درد لپاره بهرنيو ملکونوته ځي او زموږ هغه خوار او غريب خلک او د هنر خاوندان چې د خپل هنر او فن په برکت يې موږ نړی ته ور پيژندلي يو،زموږ خوار غږ يې ور رسولی دی او نړی ته يې ښودلي دي چې موږ د جنګ او جکړې خلک نه يو موږ د سولې لارويان يو او جګړه تل تاسو پر موږ تپلې ده.
د ستر انسان غفار خان بابا خبره را اخلم چې ويل به يې : مړه قومونه مړه ستايي او ژوندي قومونه بیا دژونديو ستاینه کوي. زموږ ټولنه په تېر دور کې د باچاخان بابا د وینا مطابق په داسې حالت کې وه ، چې یوازې دهغه چا ستاینه به مو کوله ، کله به مو چې یوه وتلې څیره له لاسه ورکړه او د تورو خاورو لاندې به شوه ؛نو اوس خو موږ د هغه پخوا جاهليت څخه راوتلي يو او ژوند ماشيني شوی دی هرڅه ډير په بيړه کيږي د انسان د ناروغۍ علاج د نړی په ګوټ ګوټ کې کيږي اوس خو همت پکار دی او يو بل سره په ستونزو کې لاس ورکول پکار دي اود يووالي په فکر راټوليدل پکار دي.
او بايد،چې د دوی ستاينه د دوی په ژوند کې وشي او وهڅول شي ترڅو په خپلو کارونو کې نور هم ښه وځليږي.
زه په ټولو افغان ملي سوداګرو،حکومت ،شاعرانو،ليکوالانو او دقلم پر خاوندانو غږ کوم چې راشئ زموږ د فن او هنر خاوندان چې وياړونه يې دې ولس ته راوړي دي او په دې وياړونو تاسوهم ښه او درانده ښکارئ خپلې مالي مرسته وکړئ او پرې نږدئ چې زموږ دغه د فن او هنر خاوندان له مينځه لاړ شي او همداسې په ستونزو کې ګير پاتې شي.
زه باور لرم چې دا زموږ لوړ فکرونه به نور هم پرمخ لاړ شي او په راتلونکي کې به خپل ګران هيواد افغانستان له نړيوالو سره سيال وګرځوو او د دې مخنيوی وکړو.
اوهڅه وکړو ترڅو نورخلک زموږ پر فرهنګ تيری ونه کړي او د پلار او نيکه هغه په زرينو کرښو ليکل شوی تاريخ له مينځه لاړ نشي او هغه وياړونه چې تر ننه موږته پاتې دي په اوبو لاهو نه شي او د بدنامۍ تور داغ مو پر تندي ليک پاتې نه شي.