Posts | Comments | E-mail /

ټول کمالونه دی!

Posted by on Apr 28th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ډاکټر ګل مر جان منګل

 

 

زما پلار او جمله مسلمانانو ته د الله ج ښکلی جنتونه ورکړی. موږ ته به یی ویل چی د پخوانی ټوواک خدای ج   بښلی محمد ظاهر شاه په وختونو کی به یو عسکر چی په هغه وخت کی به یی  د مسل په نوم یادوه، به چی هر کلی ته کوم جلب وروړ نو ټول کلی به یی بدون له ټوپکه راټول کړ او د علاقداری یا ولسوالۍ پر خوا به یی تر مخ کړ لکه د میږو په شان به مور زیږولی رپ هم نه خوړ ګز به روان وو. تر څو چی به یی د علاقدار یا ولسوال په حضور کی ودرول.

که موږ دغه پورته موضع ته لږ دقت وکړو نو تری جوتیږی چی د کمال خبره ده او د هغه وخت یعنی د ملت د بابا په پاچاهی کی څومره کمال وو او هیواد یی تر کوم حده تر خپل کنترول لاندی راوستی وو او یو بی وسلی عسکر به د ۳۰۰ کسانو ځواب ورکوه.

په روښتیا هم چی  پولیس ،ترافیک او یا د ملی ارودو ستری باید له حده زیات ونازول شی او ډیر احترام یی وشی، دا ځکه چی  عام خلک ټوله شپه خپل خوبونه کوی ولی زړور  پولیس  ټوله شپه بیدار وی او زموږ د سر او مال ساتنه کوی، همدرنګه زموږ ترافیک وروڼه ټوله ورځ په باران سخت لمر کی او د خاورو په دوړو کی  ولاړ وی تر څو ولس ته ترافیکی زیانونه ونه ریسږی او زموږ د ملی اوردو سرتیری د خپل خوږ ژوند په قیمت د هیواد د پولو ساتنه کوی او ولس  او هیواد د خارجی دښمنانو څخه ساتی. نو ځکه یی باید ډیر احترام وشی.

خو له بده مرغه چی په افغانستان کی ټول شیان سر چپه شوی دی  یو ملکی کس راوالاړیږی  پولیس یا ترافیک په څپړو وهی ورته بدرد وایی او تهدیدوی یی. دا هم کمال دی. دوه ورځی وړاندی به تاسو یو ویډیو لیدلی وی چی یو په ملکی لباس کی شخص  له خپل موټر څخه راښکته کیږی ، نه لیوانی دی او نه یی شراب خوړلی دی او په دوه کسانو پولیسو باندی د وهلو شروع کوی او پولیس ورته عضور کوی. کمال نه دی؟ کمال خو ځکه دی چی پر پولیس باندی یو ملکی شخص لاس وچتوی او دی ورته زاری کوی او د ځان دفاع نه شی کولای نو د ولس د سر او مال چی د همدغه پولس دنده ده څنګه وکړی

ولی ددی کمال تر شا یو بل اساسی کمال شته چی موږ بیا هم پولیس نه شو ملا مت کولای او هغه کمال دا دی چی قانون وجود نه لری او که وجود هم لری هیڅوک یی نه پلی کوی او بیچاره پولیس پدی ښه پوهیږی چی تر شا یی هیڅوک هم نشته چی د   قانون د سیوری لاندی   تری دفاع وکړی، او دا فکر ورسر دی چی که چیری دا دنده له لاسه وکړم نو ماشومانو ته به ډوډۍ له کومه پیدا کوم.او په هغه هیواد کی چی قانون نه وی د دندی له لاسه ورکول ډیره اسانه خبره ده او زموږ په شان هیواد کی د بل کار پیداکول هم اسانه خبره نه ده.

بل خوا باید زموږ پولیس هم د دولتی یونفرم څخه ناوړه ګټه وا نه خلی او باید  سو استفاده   تری ونه کړی. چی دا بیا د پولیسو په تعلیم او تر بیه پوری اړه لری، پولیس او زموږ سرتیری  باید په لوړه او د هیواد سره د مینی او  ولس ته د احترام په روحیه وروزل شی. او دوی ته د پولیسو سپڅلی دنده ښه وروپیژندل شی او پری پوه کړلای شی، چی هغه د هیواد ، ولس سر او مال  ساتل دی.

نن می د ګران افغانستان په ویب پاڼه کی ولوستل چی هغه شخص چی دوه ورځی وړاندی یی دوه پولیس وهلی او ښکنځلی وو نن له پولیسو بښنه وغوښته او پولیسو یی هم بښنه ومنله. دا یی لا بل کمال .باور وکړی چی زه له افغانستان څخه ډیر لری ژوند کوم او همدغه ويډیو چی ما ولیدله ډیر بد تاسیر یی راباندی وکړی. دا پدی خاطر چی د پولیس دنده او خیسیت تر پوښتنی لاندی راولی او دا رنګه اعمال نورو کسانو ته هم ددی جرعت ورکوی چی پر پولیس لاس پورته کړی او هر څوک به راولاړیږی پولیس به په څپړو وهی. اصلآ باید په هم هخه لحظه کی چی ملکی شخص په پولیسو پسی راکوزیده او لاس یی پری اوچتوه همدغه پولیس باید خپله توپنګچه چی غالبآ به ورسره وی راباسلی وای او دا تیر نظیری یی په دی پښو باندی اته (۸) کړتوسیه ویشتلی وای او بیا ټول ولس دا ویډیو لیدلی وای تر څو هیڅ شخص په راتلونکی کی دا جرات نه وای کړی چی په پولیس لاس وچت کړی او یا ورته کنځل وکړی. او دا خبره زه له خيټی نه کوم په ټوله نړۍ کی هیڅ ملکی کس نه شی کولای چی پولیس تهدید کړی ځکه د پولیس تهدید کول د قانون تهدید او د ولس د سر او مال تهدید دی.

نو که پولیس  په راتلونکی کی  د خپلی دندی په سمه توګه  اجرا کول غواړی او د  کوڅه ډبو د څپړو او ښکنځلو څخه ځان ساتل غواړی همدغه شخص چی پورته یی څو واری یادونه وشوه ونه بښی او د اعلانی محکمی په رڼا کی یی  زندان ته  ولیږی تر څو په راتلونکی کی بل څوک داسی جراعت ونکړی چی پولیس یا ترافیک تهدید کړی .

مننه

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • هیچگونه امکان مذاکرات طالبان و حامد کرزی در قطر وجود ندارد: سخنگوی طالبان
    • حامدکرزی د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوالو کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته روان شو
    • تاسیس قونسلگری آلمان در شهر مزار شریف
    • حل مسئله افغانستان آن قدر آسان هم نیست که تصور می شود: جنرال اشفق پرویز کیانی
    • نشست سه جانبه قوماندانان ارشد افغانستان، پاکستان و ناتو در راولپندی پاکستان
    • غزني ښار کې د يوه جومات ملا امام ووژل شو
    • وزیر خارجه آلمان با نواز شریف دیدار کرد
    • حامد کرزی به قطر سفر می کند
    • د ملي اردو يوه افسر درې امريکايي سرتېري وژلي
    • اگر گوش شنوایی باشد