Posts | Comments | E-mail /

افغانستان، که د مرګونو لابراتوار؟

Posted by on Apr 26th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.


ډاکټر ګل مرجان منګل

کله چی په ۲۰۰۱  ع کال کی پر افغانستان  باندی ناټو او په سر کی امریکا  حمله وکړه، شعار یی دا وو چی القاده به له منځه وړو او د افغانستان سره به کومکونه کوو تر څو پدی هیواد کی یو قوی ا وپه خپلو پښو ولاړ حکومت منځ ته راولی او  القاده بیا  په افغانستان کی ځالی جوړی نه کړی.ولی دا ټول دورغ وو او دی.  دا ځکه موږ ته د  ۱۲ کالو په جریان کی روښانه شوه چی نه، خبره بله ده دا نه په القاده پسی راغلی دی او نه د افغانانو سره د مرستی او کومک په خاطر بلکی  هر یرغلګر په افغانستان کی ځانګړی مخی او هدفونه لری.  او که چیری دوی روښتیا په القاعده پسی راغلی وای نو اسامه بن لادن به د پاکستان په نظامی سیمه کی نه اوسیده  او پاکستان به دومره سپین سترګی نه کوله لکه چی یی کوی. او د افغانستان په خاوره کی  به یی  دروازی نه  جوړلی  ولی  تر شا   یی همدغه یرغلګر ولاړ دی چی پاکستان ته یی دا جرعت ورکړی دی. بل دا چی  که چیری  دوی روښتیا د افغانانو سره د حکومت په هکله مرسته کولای نو دوی به د دغه غلو او جنګسالارانو تر شا نه ودریدلی او د سمو خلکو څخه به یی یو قوی حکومت جوړ کړی وای.

 د هری جګړی تر شا بلا هدفون او پلانونه وی چی موږ پری نه پوهیږو او په هره جګړه کی که یوی خواته پکشی بیګناه او بی دفاع ولسونه له له منځه ځی او شتمنۍ یی تبا کیږی بلی خواته  یو تعداد ظالمان  تری ګټی وچتوی. د مثال په ډول په امریکا او یا بل هیواد کی د اسلحی یوه فابریکه یا فابریکی دی، ددی فابریکو خاوندان خپل حکومت ته د اسلحی د تولید او خرڅلاو په مقابل کی مالیه ورکوی نو دولت مجبور دی چی ددغه تولید شوی اسلاحی لپاره بازار  پیدا کړی. بازار هغه وخت پیدا کیږی چیرته باید  جګړه جوړه کړی. نو دا حکومتونه نه یوازی د  اسلاحی د مصرف په خاطر جګړی جوړوی بلکی نور هدوفنه او مرامونه هم لری.

د دی یرغلګرو یو  شریک او  لوی هدف افغانستان ته د خپلو عسکرو رالیږل، د افغانانو وژل او په بیګناه ولسونو باندی جنګی  تمرین کول وو او پدی دولس کالونو کی یی هر ډول وسله وازمویله  او جنګی مهارتونه  یی په افغانانو تر سره کړل  او په زرهاو بیګناه او بی دفاع افغانان یی شهیدان کړل. نو ځکه ویلی شو چی افغانستان د نړۍ لپاره د مرګونو لابراتوار دی او هر هیواد خپل نظامی تمرینونه پکشی وکړل او زموږ په ولس باندی یی یاد کړل.

د تاند په ویب پاڼه کی می ولوستل چی  (( بریتانیا له خپلې خاورې د بې پېلوټه الوتکې حملې کنټرولوي )). دا یی لا بله!، هغه مرګونه او تمرینونه چی د ځمکی بر مخ یی وکړل او په زرهاوو بی ګناه افغانان یی ووژل زړه یی لا یخ ندی خو اوس غواړی چی د بی پیلوټه الوتکو په واسطه له لاندن څخه د ریموټ کنټرول په وسیله د خوست په ژوره کی او یا د هلمند په کومه لری سیمه کی القاده په نښه کړی او له منځه یی یوسی. نو چی څومره بیګناه انسانان به شهیدان کړی لا معلومه نه ده. ایا دا ظلم نه دی؟ ایا دا د افغان ولس سره ډیره  بی انصافی نه ده؟

له لاندن څخه افغانان هیله لری چی بس ده نور بیګنا افغانان مه وژنی  او بس ده نور په افغانانو تمرینونه مه کوی. که ستاسو هدف القاعده وی له موږه  څخه تاسو ښه پوهیږی چی القاعده په پاکستان کی ده او هلته یی ځا لی  جوړی کړی دی هلته یی له منځه یوسی .تاسو انګریزان یوی خواته د لیوانو سره میږی ماتوی او بلی خواته د شپنو سره تندۍ وهی او ژاړیی، بس دا نور نو افغانان ستاسو په شیطانت ښه پوه شوی دی  او په افغانانو نور تمرینونه مه کوی.

افغانانو ته څه کول پکار دی؟

ولله چی واښه هم خوری دومره عقل او فکر خو ولری، ولی موږ نه پوهیږو چی د کرزی اداره ولی نه پوهیږی او ولی یی  بیګانا ګانو ته دا زمینه جوړه کړی ده چی زموږ ګران هیواد افغانستان یی د نړیوالو لپاره د مرګونو لابراتوار ګرځولی دی او هر خرکوس او داله راځی پر افغانانو تمرینونه کوی. په امریکا کی چی ۲ نفره مړه شی ټوله نړۍ یی په سر اخیستی وی او په افعانستان کی د ورځی په سلهاوو بیګناه انسانان وژلی کیږی هیڅوک نشته چی پوښتنه یی وکړی. نو د هغو افغاناو لپاره چی د افغانستان سرنوشت یی په لاس کی دی لکه د کرزی اداره نور دی د افغان وژنی مخه ونیسی او دا لابراتوار د ختم کړی  او انګریز او یا بل ته د په زغرده ووایی چی نور په افغانانو تمرینونه مه کوی.

مننه

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • فلم ویدیویی سقوط فاجعه آمیز طیارهٔ ناتو در بگرام
    • دنيويارک ټايمز دراپور وروسته هیواد بحراني لور ته روان دی.
    • ممنوعیت استعمال کلمات انگلیسی در فرانسه
    • نظام دموکراتیک پاکستان را سرنگون خواهیم کرد: رهبر طالبان پاکستان
    • اختطاف ۲۸ تن از نیروهای پولیس توسط ٓطالبان
    • په خوست کې د انجونو لپاره د نيمه لوړو زده کړو انستيتيوت پرانېسته وشوه .
    • د کليو او پراختيا وزير:په خوست کې به د ١٦مليونو امريکايي ډالرو په لګښت پروژې پلي شي
    • دحرمينوهندار دحج يونليک څلویښتمه برخه
    • د پيسو په کڅوړو، سي آی ای په افغانستان کې قدرت لټوه
    • با خروج نیروهای خارجی از افغانستان؛ هیچ اتفاق بحرانی و خطرناکی رخ نخواهد داد: نظربایف