Posts | Comments | E-mail /

د امريکا نوې ستراتيژي څومره د هرکلي وړ ده؟

Posted by on Mar 31st, 2009 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

cartoon009911  

د افغانستان او پاکستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي په داسې حال کې اعلانيږي، چې په امريکا کې په زرګونو امريکايي پوځيان او د هغوى جنګي الوتکې افغانستان ته د راتګ لپاره تيارى نيسي. په دغو الوتکو او بيړيو کې ټول پوځي توکي او وسلې بار دي، چې له نويو امريکايي پوځيانو سره يوځاى به د افغانستان سويلي ولايتونو ته استول کيږي.

پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په نړۍ کې خپلو ټولو ډپلوماټيکي سرچينو ته دا په ډاګه کړې ده، چې واشنګټن په افغانستان کې خپلې ډېرى چارې پر ملکي اړخ متمرکزې کوي. هغې د بارک اوباما د نوې ستراتيژۍ برى په بهرنيو چارو وزارت او د امريکا د نړيوالې پراختيا په ادارې پورې اړوند بللى دى.

که يو خوا د امريکا نوې ستراتيژي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيره  په افغانستان کې پر ملکي فعاليتونو ټينګار کوي، بل خوا د پوځيانو دغه ورځ ترورځې ډېروالى دا ښيي، چې واشنګټن په افغانستان او سيمه کې خپل اصلي تمرکز پر پوځي لارو کوي او ډپلوماټيکې هڅې له سختيو نه د ځان اېستنې يوه متبادله لاره ده.  افغان دولت او  دغه راز پاکستان په لومړي سر کې له دې ستراتيژۍ سره بشپړ ملاتړ ښوولى او دا يې هغه څه بللي دي، چې دوى لا له مخکې غوښتي وو. د افغانستان په برخه کې د امنيتي ځواکونو پياوړتيا، له اداري درغليو سره مبارزه، د حکومتواکۍ پياوړتيا، له ترهګرۍ سره مبارزه، له منځلارو طالبانو سره خبرې اترې، د نشه يي توکو د کر او قاچاق له منځه وړل او قبايلي سيمو ته د ترهګرۍ ضد جګړې لېږدول  هغه څه دي، چې د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت دا خپلې غوښتنې ګڼي. په دې ستراتيژي کې د واليانو د واک ډېروالى، د پوځيانو ډېروالى، پر پوځي حل لار ټينګار  هغه څه دي، چې د افغان دولت او ولس له غوښتنو سره ټکر کوي او  نور مثبت اړخونه هم نفى کوي. دغه راز د ملکي وګړو مرګ ژوبله، د بهرنيو ځواکونو لپاره قانون او چوکاټ جوړاوى ، د بيا رغونې څرنګتيا، د مرستو وېشلارې او ګڼ نور داسې مسايل دي، چې په دې ستراتيژۍ کې يا ګونګ راغلي او يا يې بيپخي يادونه هم نه ده شوې. د بهرنيو ځواکونو قانوني کول يا ددوى د فعاليتونو  کنټرول د افغان دولت او ولس يوه ستره غوښتنه وه، چې له دې سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د کورونو  تلاشۍ،د جرم له اثبات پرته د خلکو نيول او زنداني کول او  دغسې د بهرنيو ځواکونو  ګڼ نور فعاليتونه کنټرول کېداى شي. دغسې د دغو ځواکونو اهداف علني شوي، خو د دغو اهدافو د پليتابه او نتايجو د حصول لپاره لارې او وخت نه دى ټاکل شوى، چې دا د افغان ولس لپاره تر ټولو ستر چلنج کېداى شي.

دغه راز د بارک اوباما په نوې ستراتيژۍ کې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې اصلي محور ګڼل شوى او ددغه هېواد ولسمشر په لومړي سر کې د امريکايي ستراتيژۍ ملاتړ کړى ، خو دغه ستراتيژي د اسلام اباد د ملکي حکومت د دوام او ژونديتابه لپاره يو ستر چلنج هم کېداى شي، ځکه ددې ستراتيژۍ يو مهم اړخ پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بمباري او هلته د جنګياليو د مرکزونو له منځه وړل دي. دغه موضوع په ظاهره تل د امريکا او پاکستان ترمنځ د خپګان مساله ګرځېدلې، خو که کوم احتمالي جوړجاړى هم وي، په پاکستان کې د نوي ملکي حکومت پر وړاندې يو شتر ولسي غبرګون راپارولاى شي. دا او په افغانستان کې د پوځيانو ډېروالى د امريکا د نوې ستراتيژۍ پوخ پوځي اړخ راښيي، چې ګڼ ملکي تلفات او تاوده ولسي غبرګونونه  به يې ترشا خامخا وي. دا، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره پر ملکي چارو او ډپلوماتيکي حل لار ټينګار کوي، د مسالې ظاهر ي اړخ دى، خو  اصلي اړخ يې ښايي له پوځي لارې د جنګياليو رېښې اېستل وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد