Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان د بدمرغيو اصلي سرچينې چيرته دي؟

Posted by on Mar 31st, 2009 and filed under سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 cartoon009910

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د نوې ستراتيژۍ د اعلان په درشل كې نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يوه امريكايي جګپوړي مقام له خولې خبر وركړ چې داسې دقيق راپورونه لري چې د پاكستان استخباراتي كړۍ له طالبانو سره مرستې كوي.

نيويارك ټايمز د همدې مقام له خولې ليكي چې د پاكستان چارواكي هم دا تاييدوي چې د دوى د پوځي استخباراتو او طالبانو ترمنځ اړيكې شته، همدغسې متاسفانه په افغانانو كې هم داسې كسان شته چې د پاكستان د استخباراتي كړيو دې لاسوهنو ته يو ډول جواز وركوي، د دوى په اند پاكستان ستراتيژيك ژور والى غواړي، د دوى په اند د ډيورنډ كرښې په رسميت پيژندل به په افغانستان كې د پاكستان د لاسوهنو او زموږ د ولس د بدمرغيو په پاى ته رسيدو كې مرسته وكړي.

په دې اړه پرون د امريكا د نوې پاليسۍ په اړه په يوه راډيويي بحث كې هم يوه د نظر خاوند د ګاونډيو د لاسوهنو يادونه وكړه او ويې فرمايل چې ښايي ځينې دغه لاسوهنې جايزې! هم وي، په هر صورت ښايي نه په نړيواله كچه داسې اصول او قوانين وي او نه يې له امريكا پرته بل كوم هېواد ولري چې د يوه هېواد لخوا په بل ګاونډي هېواد كې داسې د مرګونو او بدمرغيو لوبه توده كړي، پاكستان د يوه مسلمان هېواد په توګه هيڅ حق نه لري چې په افغانستان كې د مسلمانانو د بې دريغه وژنې لوبه توده وساتي.

كه د هغه هېواد استخبارات دا كار كوي او كه يې مذهبي مشران دا له اسلام او مسلمان امت سره جفا ده، د امريكا په نوې ستراتيژۍ كې چې افغانستان او پاكستان د بحران د يوې سيمې په توګه ښودل شوي دي موخه يې همدغه ده چې د بحران اصلي مركز او د بدمرغيو اصلي ځاله هماغه لوري ته ده، د نيويارك ټايمز د راپور له مخې اصلاً په قبايلو كې هم چې كوم اوربل دى د تار سر يې د اسلام آباد پوځي استخباراتو سره نښتى دى.

وړمه ورځ چې په جمرود سرك تورخم ته نږدې د جمعې د لمانځه پر مهال په يوه لوى جامع جومات كې كوم ځانمرګى بريد وشو ددې بدمرغې لوبې تياره او كركجن اړخونه ډير ښه څرګندوي د جومات په منځ كې چاودنه او د لسګونو لمونځ كوونكيو بې رحمانه وژنه په كوم مذهب او مسلك كې رواده؟

دا ټول د هغه اورلمبې دي چې استخباراتي كړيو د افغان ولس د سوځولو او بربادولو لپاره بل كړى ؤ، اوس دې ته اړتيا ده چې پخپله افغان او پاكستاني چارواكي، قومي مشران، علما او سياسي اغيزمن شخصيتونه ددې فتنو د چوپولو لپاره لاس په كار شي، پخوا تر دې چې دا نړيوالو ته د وچو او لمدو د سوځولو پلمه شي ښه ده چې دوى د موضوع حساسيت درك كړي او د حل لپاره يې مناسب ګامونه اوچت كړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد