Posts | Comments | E-mail /

د امريكا د نوې ستراتيژۍ عملي اړخونه كوم كوم دي؟

Posted by on Mar 31st, 2009 and filed under سرمقاله, سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 cartoon00999

م- شاهد

له اټكل سره سم د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ولسمشر د نوې ستراتيژي هر كلى وشو، افغان ولس او د پاكستان چارواكيو دواړو دا يوه غوره ستراتيژي و بلله چې دا پخپله يو مثبت ټكى دى.

په دې كې شك نشته چې د نوې اعلان شوې ستراتيژۍ زياتره برخې هغه ټكي دي چې په تيرو كلونو كې افغان چارواكيو له امريكا او نړيوالې ټولنې څخه د هغو غوښتنه كوله.

د ساري په توګه د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه د ترهګرۍ اصلي مركزونو ته ليږدول، بيارغاونې ته جدي پاملرنه او يوازې د مسالې پر پوځي حل ټينګار نه كول ټول هغه څه دي چې افغان چارواكيو او د نظر خاوندانو تل دې كمزوريو ته ګوته نيولې ده.

اوس راځو دې ته چې يوازې د ستراتيژۍ له اعلان سره هم ټولې ستونزې نه حل كېږي، اوس مهمه داده چې ددې د عملي كولو لپاره كومه لاره غوره كېږي كه په تيرو اووكلونو كې نړيوالې ټولنې د افغانستان په اړه كومه ستراتيژي درلوده او كه نه، دوى په افغانستان او سيمه كې حضور درلود، په مليارډونو ډالره لګښتونه يې درلودل، خپل پوځيان يې په جګړو كې له لاسه وركړي دي، خو له ناكامۍ سره مخامخ وو، ددې يو بل تر ټولو ستر لامل داؤ چې امريكا او نړيوالې ټولنې نه يوازې د ولس او خلكو ملاتړ نه ؤ تر لاسه كړى بلكې تر ډيره حده له چارواكيو او حكومت سره هم د دوى لاره او نظريو نه ؤ.

دا دوهم مهم ټكى دى چې عملاً يې د افغانستان په برخه كې افغان ولس له نړيوالې ټولنې څخه رعايت غواړي.

د امريكا ولسمشر ښاغلي اوباما وړمه شپه د نوې پاليسۍ د اعلان په ترڅ كې وويل چې له افغانستان سره به په بيارغاونه كې مرستې زياتې شي.

خو دغه مرستې به نور حيف او ميل كېږي نه، بلكې د څارنې لپاره به يې پلټونكي وګوماري، دا ښه خبره ده، او دا پخپله د افغان ولس اعتراض او نيوكې دي چې د نړيوالې ټولنې د مليارډونو ډالرو د احسان بوج د ولس پر اوږو دى خو دا مرستې معلومې هم نه شوې چې څومره ولس ته ورسيدې، څومره د افغانانو او څومره د بهرنيانو پټو جيبونو ته ولويدې؟

په دې اړه يوازې د مرستو او پيسو د څارنې مساله نه ده، بلكې د هغو د لګښت اړخ هم مهم دى. د افغان ولس غوښتنې، ارزښتونه او لومړيتوبونه څه شى دى؟

دا بايد درك شي، پردې سر بيره كه په ريښتيا امريكا او نړيوال د افغانستان او سيمې له شره د خوندتيابه اوژغورنې نيت لري بيا خو بايد هر ګام د ولس په خوښه او رايه واخلي، همدغسې افغانستان سر شاره طبيعي زيرمې او د انرژۍ د توليد سرچينې لري، بايد په بيارغاونه كې د (رنګولو) او ((پينه كولو)) پر ځاى د بنسټيزې بيارغاونې پروژې عملي شي، باور مودى چې له دې سره به د افغان ولس او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اعتماد فضا جوړه شي او ولس به پخپله د امنيت په راوستلو كې اغيزمن ګامونه واخلي.

ښاغلي اوباما په خپله وينا كې وويل چې موږ په افغانستان كې د نوې ستراتيژۍ له پلي كيدا څه غواړو؟ بيا ځواب وركوي چې دلته بيا د القاعده او ترهګرو مركزونه نه وي او پر امريكا او نوره نړۍ له دې ځايه بريدونه ونشي.

دا بلكل يوه پر ځاى او رواغوښتنه ده، افغانستان چې يو ځل په دغسې مركز بدل شو دادى هم يې افغان ولس او هم نړيوال شومې پايلې ويني، اوس بايد داسې لارې چارې غوره شي چې افغانستان او سيمه په داسې مركز بدله نشي چې نوره نړۍ ترې زيانمنه شي. خو پردې بايد نړيوال هم اعتراف وكړي چې دوى په لوى لاس ددې زمينه برابره كړې چې نړۍ د هر ګوټ نه جنګيالي دې سيمې ته را ټول او په يوه لوى ګواښ بدل شي. دا به پريږدو چې د ځانمرګيو بريدونو لپاره انګريزې پخپله همدې لويو ځواكونو وركړې، نړۍ د همدوى د بې عدالتۍ په اور كې سوزي، پردې مسايلو بحث زموږ ددې ليكنې موضوع نه ده، خو په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې په تيره د دوى د پوځي ځواكونو ړانده بريدونه ددې سبب شوي دي چې ولس له نړيوالې ټولنې او ددې ټولنې تر چتر لاندې جوړې ادارې څخه لرې اوناراضه شي.

ددې ستونزې د بنسټيز حل لپاره تر ټولو لومړى شرط دادى چې دلته داسې اداره او نظام جوړه شي چې هم د ولس اعتماد او باور ورسره ملګرى وي او هم د نړيوالې ټولنې، د داسې ادارې او نظام جوړيدلو بنسټ جوړ شوى دى، اوس يې يوازې پر پښو درولو او پياوړي كولو ته اړتيا ده.

نړيواله ټولنه او امريكا بايد پر افغان حكومت د يوه حكومت او يوه مهم طرف په توګه حساب وكړي، په سيمه كې چې هر ګام اوچتيږي بايد  د همدې حكومت په خوښه او اراده اوچت شي، ځكه چې ددې ولس ځانګړتيا داده چې غرور او وقار يې بايد تر پښو لاندې نشي. چارواكي او حكومت د دوى غرور دى، نړيواله ټولنه بايد دې مسالې ته ځير وي، دا هغه ټكي دي چې د امريكا د نوې ستراتيژۍ په عملي اړخ پورې اړه لري. په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې ترهګري نړيواله لانجه ده، افغان ولس له نړيوالې ټولنې سره ددې لانجې په هميشني حل كې ملګرى دى، خو ونډه دې ور كړي او په دې مبارزه كې په هر تصميم او عمل كې بايد د دوى رايه نظراو مشوره شامله وي، افغان ولس په طفيلي ژوند او پټو سترګو پيروى نه روږ دى دى او نه يې دا له شان، وقار او تاريخ سره لګېږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد