Posts | Comments | E-mail /

د خوست ولایت په محبس کې د38 ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر پروژې گټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Posted by on Apr 7th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار :- پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له خوا د دې ولايت په مرکزي محبس کې پداسې حال کې يو شمېر د بيارغونې مهمې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې، چې خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، د استناف محکمې ريس قضاوت پوه عبدالتواب ، د ولايتي شورا مرستيال جان ميرځاځي،خوست ښاروال محمدرسول،د سولې ولايتي کمېټې مسوول مولوي حنفيف شاه حسيني، د علماوو شورا مشرمولوي شاه محمد او د ولايتي ادارې يو شمېر ريسانو، څارنوالانو ،قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو يې ملتيا کوله .

هغه غونډه چې په همدې موخه رابلل شويه وه په سر کې د قاري حيات نور له خوا د قران پاک په تلاوت سره پيل شوه .

ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي پرانيستونکي وينا وکړه.  ده په خپلو خبرو کې په دې خوښي ښکاره کړله  چې بيا هم پدې وتوانیدل چې په پرلپسې توګه سره د خوست  په مرکزي محبس کې د بيارغونې پروژې ګټې اخېستنې ته سپاري او د ځينو نورو د جوړولو لپاره د بنسټ ډبره ږدي.ښاغلي نعيمي په محبس کې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي وداني  ډېره مهمه او له ارزښته ډکه وبلله .

نوموړي زياته کړه پدې تعميرونو کې به عدالت پلى کيږي ، د بنديانو سرنوشت به پکې ټاکل کيږي او هغه چاته به سزا اورول کيږي، چې جرم يې ترسره کړى وي .

د ده په خبره په دې پروژه کې څلور برخې شاملې دي چې په دې کې د بنديانو لپاره د محکمې وداني، يو باب کلينيک، د ديوالونو د ارتفا لوړولى او دامنيتي لوړو برجونو جوړول  شامل دي، چې په ډېر ښه کيفيت سره ودان شوي او لګښت يې د امريکا د حکومت د قانون د حاکميت دادارې له خوا ورکړل شوى دى.

خوست والي وويل،د پخواني محبس تعميراتي او اداري وضعيت ډېر خراب وو، ، ځکه چاپېريال او اداري سېستم يې خورا کمزورى وو. خو د اوسني محبس د نويو ودانيو د فعالولو، د ولايتي ادارې له خوا د بنديانو لپاره د ښه چاپېريال د رامنځته کولو او همداشان د محبس لپاره د نوي مسوول په راتلو سره د محبس وضعيت تردې حده ښه شويدى، چې د بنديانو سره د ښه چلند ترڅنګ د دوى  لپاره د حرفوي او ښوونيزو زده کړو زمينه هم په ښه شان سره  برابره شوې ده.

خوست والي وويل  په دې وروستيو کې د جرايمو ګراف ټيټ شوى ځکه پوليس او ملي امنيت په خپلو دندو کې ښه بيداري کوي، له بلې خوا په محکمه کې هم ښه مثبت بدلون رامنځته شوى دى.

نوموړي د استناف محکمې له ريس څخه وغوښتل، چې په محکمه کې دې روانو مثبتو پرمختګونو او اصلاحاتو ته لا پراختيا او ادامه ورکړي، ترڅو له هرچا سره د عدالت په پام کې نيولو سره حساب کتاب وشي او داسې څه ترسره نه شي، چې له مخې يې مظلومان ازار شي .

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دمدني ټولنو او رسنيو غوښتنه وکړه،چې په هره برخه کې دجرايمو د ټيټوالي لپاره وړ او مناسب پروګرامونه خپاره کړي،ترڅو د خلکو اذهان روښان شي او پدې پوى شي، چې جرمونه ټولنه د بې ثباتيو خواته بيايي او پايله يې هم زنداني کېدل دي.

نوموړي دغه راز ټول امنيتي او کشفي ارګانونه فعال او ځواکمن وبلل او د مدني نهادونو يې غوښتنه وکړه، چې د دوى د تشويق او هڅونې لپاره داسې مدني حرکتونه ترسره کړي، چې د دوى لپاره د لا ډېرو فعاليتونو او خدمتونو باعث وګرځي او بل خواته د وسلوالو مخالفينو د ساړه تبليغاتي جنګ ، چې يوازې له ځانه سره شومې موخې لري او  زموږ د هېوادوالو د وروسته پاتې والي سبب ګرځي، نو د داسې ناوړه تبليغاتو د خنثا کولو لپاره بايد ټول په متحد شکل کار وکړو او پرې نږدو چې دوى خپلې ناوړه کړنې زموږ پر ولس وروتپي.

خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، وويل  دخوشالۍ ځاى دى، چې په خوست ولايت کې په يوه بله پسې ګڼ شمېر د بيارغونې پروژې د تطبيقېدو په حالت کې دي، چې د ولسونو سره يې څرګندې نوي هيلې پيدا کړي او له حکومت سره يې نږدېوالى څو چنده نږدې شويدى .

باقي زوى وويل دلته د پرلپسې رغونې او خدماتو ښکاره ثابتيږي،چې امنيت ډېر ډاډمن شوى او حکومتداري پياوړي شوي ده .

نوموړي پدې خوښي وښوده چې د محبس وضعيت ډېر ښه شوى او د روزنې اصلاحي ځاى ګرځېدلى دى.

د استناف محکمې مشر قضاوت پوه مولوي عبدالتواب، خپلې خبرې په دعا پيل کړې او ويې ويل  په دې هېواد کې که څوک يوه تيږه د بلې په سر ږدي هم خداى(ج) دې ورته ډېر اجر او ثواب ورکړي، د خوست والي هڅې او کړنې يې وستايلې او خوښي يې څرګنده کړه چې خوست يوه داسې اداره لري، چې ټولې چارې ېې د پوره همغږۍ او عدالت په چوکاټ کې ترسره کيږي، خو نوموړي ګيله  کوله چې ولې تر اوسه پورې د خوست او ګرديز لاره نه ده جوړه شوې، په داسې حال کې چې د هېواد ډېرو لرې سيمو ته کالونه وړاندې سړکونه په پاخه ډول غزېدلي دي.

ښاغلي عبدالتواب په ملي شورا کې د دې ولايت له منتخبو استازو غوښتنه وکړه چې د دغه کار لپاره نور هم جدي واوسي ،ترڅو اړونده وزارت او چارواکي دې ته اړ شي، چې ددغه مهم ترانزېټي سړک چارې پيل اوبشپړې کړي.

مولوي عبدالتواب وويل چې اصلاح له ځانه راځي تر څو پورې چې لويان اصلاح نه شي تر هغې پورې نه شي کېداى له ځانه ټيټ خلک په سمه لاره روان کړي.

ښاغلي عبدالتواب له خوست والي څخه وغوښتل چې که چېرې په خوست کې ښه عدالت غواړي نو په  يو شمېر هوټلونو کې محکمې بندې کړئ، ځکه دا پرېکړې د محاکمو چارې ننګوي او عدالت له منځه وړي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل دخوست په ښار کې سپوږمۍ نومى هغه هوټل دى، چې يوازې د همدې لپاره خلاص شويدى،چې د خلکو ترمنځ له شرعي پرېکړې لېرې د زياتو خلاتونو په اخېستلو سره پرېکړې وکړي ، چې دغه کار له يوې خوا د زيات مصرف سبب ګرځي او بل خواته د قانون سره سخت په ټکر کې عمل دى.نوموړي يو ځل بيا خوست والي عبدالجبارنعيمي ته وړانديز وکړ چې د دغه هوټلونو په بندولو کې دې بېړني هدايت صادر کړي ، ترڅو قانون او عدالت يوازې د قانوني مراجعو د لارې تامين شي.

د ولايتي شورا مرستيال جان مير ځاځي وويل، په محبس کې د نويو ودانيو په جوړولو سره به د بنديانو په ژوند او پرېکړو کې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي ، نوموړي پدې برخه کې د ولايتي ادارې څخه مننه وکړه، چې هرې خواته ښه پاملرنه کوي او د خلکو مشکلات په پام کې نيسي.

جان ميرځاځي دا هم وويل په ملي شورا کې  د دې ولايت د منتخبو استازو سره په ګډه يې همېشه  زيات کوښښ کړى ترڅو په خوست کې بنسټيزې پروژې پلي شي خو مرکزي اداره داسې پام نه کوي لکه څه ډول چې لازمه ده.نوموړي وويل همدا اوس هم د ولايتي شورا زياتره غړي په همدې موخه پلازمېنې کابل ته تللي او تصميم لري، چې په ملي شورا کې دخوست د خلکو له استازو سره په ګډه له هغو وزارتونو سره له نږدې وګوري، چې ولې يې خپلې ژمنې په عمل کې ندي پلي کړي.

د سولې شورا مشر مولوي حنيف شاه حسيني، له ټولو چارواکو هيله وکړه چې بايد په هر ځاى کې د عدالت خيال وساتي ترڅو په سيمه او هېواد کې سوله راشي.

د محبس امر سمونوال روح الله وويل، چې اوس د بنديانو حالت ډېر مثبت تغير کړى، ځکه د دوى لپاره تر نهم ټولګي پورې د زده کړو زمينه برابره ده، کولى شي دلته په مسلکي برخو کې ځانونه مصروف کړي لکه خياطي او نور ښکلي کسبونه زده کړي او له دې ځاى څخه د يوه ښه مسلکي او لوستي کس په ډول خپل کور ته ستانه شي.

ډګروال روح الله وويل په تېر کال کې يې د ديني زده کړو له څانګې څخه درويشت(23) تنه بنديان حافظان کړي او په ټوله مانا يې قرآن شريف ياد کړى دى، چې دغه لړۍ دوام لري.

له پټۍ پرېکولو وروسته خوست والي او ورسره تلليو کسانو د محبس له هرې برخې ليدنه وکړه، خوست والي که له يوې خوا له خپلې ليدنې خوښ و له بلې خوا يې په هر ځاى کې مسوولو چارواکو ته د لا ډېرو اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه  هدايتونه وکړل .

د يادونې وړ ده چې د خوست ولايتي ادارې په دې وروستيو کې په عدلي او قضايي برخه کې ډېر کارونه کړي ترڅو په دې ولايت کې ښه عدالت قايم شي چې ښې نمونې يې، د قضايانو لپاره اوږ مهاله ورکشاپونه، د محکمې لپاره د رهايشي ودانيو جوړول او د دارالطاديب د ودانۍ د کار پيل چې په نيږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کندهار په ځانمرګي بريد کې ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
    • لکه چې شل نه شوه
    • رحمت الله نبیل به حیث سر پرست امنیت ملی معرفی شد
    • آمدن عساکر تازه نفس کرویشیا به افغانستان
    • نوي سیاسي اتحاد، ښه پس منظر نه لري
    • کشته شدن ۷۳ تن از طالبان در درگیری های ولایت فراه
    • امریکایی‌ها از جنگ خسته شده‌اند اما این خستگی هرگز ما را از عمل به مسئولیت‌های ما باز نمی‌دارد : جان کری
    • پاکستان در مورد حملات طیارات بدون پیلوت به سازمان ملل متحد شکایت می کند
    • بدون شرح
    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم