د ولسي جرګې لخوا د استيضاح ډرامه پاى ته ورسېده او هغه اټكلونه او اندېښنې چې په رسنيو، سياسي محافلو او د عامو افغانانو تر منځ وې ټولې ريښتيا شوې، د ولسي جرګې وروستۍ پريكړې وښوده چې په منځ كې يې داسې كسان هم شته چې په هره بيه هر ډول معاملې كولاى شي.
د چارشنبې په ورځ چې دوو وزيرانو ته د نه قناعت تر سلو زياتو رايې وكاريدې، په دريو ورځو كې څه وشول چې د نه قناعت رايې څلور اوياؤ ته راولويدې؟
متاسفانه د ولسي جرګې د ځينو درنو غړيو دغه هڅې اوبو يووړې چې د جرګې حيثيت اعاده او د ولس باور پرې را ژوندى شي.
دا تمه هېڅكله هم نه وه او نشته چې د دوو وزيرانو په لرې كېدو به دغه شړيدلى نظام راټينګ شي، زموږ فرهنګ به راژوندى واى او يا به زموږ كانونه له چور او لوټ ژغورل شوي واى، خو ولسي جرګې د خپلو كړو وړو په باب يو بل تور باب هم ور زيات كړ چې واقعاً به د ولس هغه ريښتني استازي هم پرې خواشيني وي.
د وزيرانو د استيضاح ډرامه له پيله معلومه وه چې د څه لپاره ده، په عامه چې په دې اړه كومې تبصرې كيدې هر هغه چا ته پر ككره يوه ګوزار ته ورته وې چې د يوه فعال او وطندوست نظام ارمانجن دي.
د وزيرانو او وكيلانو تر منځ د پټو ناستو او معاملو خبرې په رسنيو كې زياتې تكرار شوې، خو د چارشنبې په ورځ چې استيضاح شويو وزيرانو ته په همدغه ورځ د صندوقونو د اېښوو نظرونه داسې له پامه ولويدل لكه چې هېڅ داسې خبره شوې نه وي، شكونه يې وزيږول خو چې د مجلس د رئيس لخوا دا اعلان شوه چې د شنبې په ورځ به وزيرانو ته د باور او يا رد لپاره صندوقونه اېښودل كېږي، سمدستي د مجلس ړنګېدو ښودله چې خبره كوم لور ته روانه ده.
واقعيت دا دى چې بې له كوم دليله د نه باور او يا نه قناعت رايې له سلو نه تر اوياو راښكته كېدل د سپېرو او ناروا معاملو، درغليو او غير اصولي اړيكو ښكارندوى دي او دې د ولسي جرګې اعتبار ته سخت زيان واړاوه، په جرګه كې واقعاً وطندوست او خدمتګار وكيلان شته، داسې كسان شته چې پر دغسې معاملو لعنت وايي، خو مهمه پرېكړه ده، د يوه ارګان او ادارې د ښو او ناوړه چارو قضاوت پر هغو كړو وړو كېږي چې د هغه ارګان او ادارې په نامه ثبتېږي، د جرګې پر پرونۍ پرېكړه به نه نن څوك د تائيد كوته كېږدي او نه به سبا ته څوك پرې ووياړي، ښايي د تېرو دريو ورځو په بهير كې چې كومې پټې ناستې ولاړې شوې، هغه به هم پټې پاتې نشي او يوه ورځ به د رسنيو خولو ته ولويږي، ډېر د خپګان ځاى دا دى چې ولسي جرګې د ولس د باور تر لاسه كولو يو ښه فرصت له لاسه وركړ.