Posts | Comments | E-mail /

سیاسي ګوند له تیورۍ نه تر عمله

Posted by on Apr 1st, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

بشرمل پسرلی

۲۵ کب ۱۳۹۱

کابل

ددنړیوالتوب، اړیکو، ټکنالوجۍ، پوهې او د ویښتیا زمان دی، افراد په کې تر هرڅه لومړی د نظر بیانولو ته اړتیا لري.  بیان د آزادۍ ارزښت، د نړۍ په قوانینو، اکثره هېوادونو په اساسي قوانینو او د یني اساساتو کې تسجیل شوی دی. چې له مخې یې افراد کولی شي، پرخپلې علاقې وړموضوع اظهار نظر وکړي او په ټولنه کې د هغو وګړو په څېر ژوند وکړي چې غواړي په خپله څه وکړي او نورو ته شعور او د وېښتیا الهام ور وبخښي، نه داچې د نورو د اوږو بار و اوسي.

کله چې پر یوې موضوع نظریات راټول، کره او پاخه شي، طبیعتآ همغږي او هم نظره افراد غواړي چې خپل اواز او نظر له یوه سټېیج څخه اوچت کړي، کوم چې د سیاسي سیستم اساسي برخه جوړوي. همدلته ده چې سیاسي ارزښتونه، عقاید او خوځښتونه مطرح کېږي، چې ددغو چارو مطرح کول د یو سیاسي ګوند له چوکاټ پرته ناشوني بريښي ، اساسي خبره داده چې د بېلابېلو دلایلو له امله د سیاسي نظر خاوندان په انفرادي توګه جرئت نشي کولای چې سیاسي مبارزه وکړي. البته د افرادو ملاتړ ته اړتیا لري، خو که یوه ډلګۍ همفکره وي بیا په ډیرجرئت سره خپله سیاسي مبارزه پرمخ وړی شي.

څرګنده خبره ده چې له سیاسي ګوندونو پرته ولسواکي ناشونې او ناممکنه ده. په ولسواکۍ کې ټول نه مګر د ټولنې اکثره وګړي باید په سیاسي پروسوکې ونډه ولري. خو هغه مستقیمه ولسواکي چې یوناني فیلسوفانو ترسیم کړې وه ، د ټولنو او جغرافيايي حدودو دپراخېدو له امله اوسمهال امکان نلري، د همدې اړتیا له مخې استازې یا د نمایندګانو ولسواکي منل شوې، چې د سیاسي ګوندونو او دهغو د استازو نه پرته نشي تمثیلدای. پرهمدې بنسټ، د نړۍ اکثریت ولسواک دولتونه سیاسي ګوندونه لري.

ددې اړتیاوو او واقعیتونو په رڼا کې افراد غواړي چې ټولنې ته یوڅه وکړي، دا هغه څه دي چې په انفرادي توګه یې افراد د عامه ګټو د ټينګښت په لار کې نشي ترسره کولی. په همدې اساس افراد  د سیاسي سازمانونو د جوړېډو تکل کوي، د حکومت په پالسیو کې خپل نفوذ ثابت او د یوه هېواد چارې د اصلاح او سمون پر لور وخوځوي.

د یوه سیاسي ګوند د څېړلو لپاره ډېراړین مسایل شته چې باید پرې بحث وشي، خو په دې لیکنه کې د سیاسي ګوند تعریف، موخه، د سیاسي ګوند او غیر سیاسي سازمانونو توپير، د ګوند اهمیت او په دندو او مسولیتونو رڼا اچول غوره بلل شوي.

د سیاسي ګوند تعریف:

دا چې د سیاسي ګوند د فعالیت ساحه نسبت د نورور ټولنيزوسازمانونو په پرتله پراخه ده او د یوه هېواد په ټولو چارو کې دخیل وي، له همدې امله سیاسي ګوند، د سیاسي موخو د ترلاسه کوونکي بنسټ او وسیلې په توګه، په بېلابېلو بڼو تعریفيږي:

      i.         سیاسي ګوند د یوې ټولنې د همغږو، هم اندو او هم ګټو افرادو ټولګه ده چې پر یوې واحدې رهبرۍ راڅرخي. د مثال په ډول، د یوه هېواد پانګواله طبقه ګډې ګټې لري، هره پالیسي چې د پانګوالۍ سره په ټکر کې وي، نو ددغو افرادو کټې ورنه اغيزمنيږي. همدا ده چې دوی د مناسبو پالسیو غوښتنه کوي لکه د وينزوېلا هېواد کې چې مختلف افراد د هوګو چاویز یا د مادورو د پالسیو پر خلاف سره راپورته شوي او په یو اواز یې خپل اواز اوچت کړی او خپلې منابع یې د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو په موخه همغږې کړي.

    ii.         سیاسي ګوند یو سازماني حرکت دی چې د حقیقي افرادو له لوري د اړونده قوانینو او د ګوند د اساس نامې پر بنسټ د سیاسي اهدافو د تحقق په موخه فعالیت کوي. ( د افغانستان د سیاسي ګوندونو قانون
)

   iii.         سیاسي ګوند د افرادو منظمه، با پرنسیپه، ایډیالوژیکه او د رهبري کولو خصوصیاتو لرونکی سازمان دی، چې د حکومت واګو او په مقننه قوه کې د ډېرو څوکیو د تر لاسه کولو په موخه د انتخاباتو له لارې مبارزه کوي. د بېلګې په ډول، په یوه هېواد کې مختلف النوع سازمانونه د جلا جلا موخو لپاره فعالیت کوي، خو ګوند بیا یواځینی سیاسي سازمان دی چې په ښکاره او له وړاندې جوړ شوي پلان سره سم عوامونه د اعتماد د رایې د تر لاسه کولو په موخه نوماندان وړاندې کوي، چې دا اصل په ټولو ولسواکو دولتونو کې عام دی. یا په بله وینا سیاسي ګوند هغه سیاسي سازمان دی چې په ټاکنو کې برخه اخلي او ددې جوګه وي چې د ټاکنو له لارې عامه پوسټونو ته نوماندان ولري، دغه افراد باید مشترکې پالیسۍ، اجنډا، او پروګرامونو پر سرمتفق شي، چې د ټولنې عامه ګټې په مخ بوځي.

  iv.         سیاسي ګوند عبارت له سیاسي سازمان څخه دی چې د خپل نفوس څخه په استفادې د حکومت پالیسۍ له خپل نفوذ لاندې راولي او خپلې غوښتنې چې اکثره یې د ولس د هغه قشر غوښتنې دي چې د ګوند غړیتوب لري یا حدل اقل ورسره همغږي وي، د حکومت په پالسیو کې ورګډوي. البته د سیاسي ګوند دغه تعریف هغه وخت صدق کوي چې ګوند له واکه بېرون وي مګر بیا هم عامه پوسټونو ته د کاندیدانو په وړاندې کولو سره حکومت د خپلو غوښتنومنلو ته اړباسي.

    v.         اساسآ سیاسي حزب په څلورو ټکو ولاړ وي. پرنسیپونه، پالیسۍ، پروګرامونه او د ملي ګټو د تامین لپاره د سیاسي قدرت ترلاسه کول. سیاسي ګوند په نورو بېلابېلو ډولونو تعریفېږي، خو د ټولو سیاسي احزابو مشترک ټکی  په ټاکنو کې برخه اخیستل او تاکنیزه مبارزه ده. څو له دې لارې د حکومت د چارو واګي ترلاسه  او په مقننه قوه کې ډېرې څوکۍ خپلې کړي.

د سیاسي ګوند هدف:

سیاست پوهان وايي چې سیاسي ګوندونه په ټوله کې دوه عمده هدفونه لري: لمړی، سیاسي ګوند  د ټولنې د مختلفو افرادو او ډلو په مشترکو ګټو راغونډ وي; معنی دا چې سیاسي ګوند مختلف نظریات په یوه موضوع سره راغونډوي او د یوې لویې کتلې ترمنځ ګډ نظر منځ ته راوړي، چې وکولای شي پرسیاسي سیستم نفوذ ولري. دویم، د افرادو او ډلو د ګټو همغږي کول په دې معنی چې سیاسي ګوند د افرادو او ډلو ضروریات او غوښتنې تعریفوي او د لاسته راوړلو لپاره یې سیاسي مبارزه کوي البته په داسې شکل چې عوام پوه وي او د سیاسي سیستم سره په همغژۍ کې چارې پرمخ ولاړې شي.

د سیاسي ګوند او غیر سیاسي سازمانونو توپیر:

سیاسي ګوند د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو په موخه مبارزه کوي مګر غیر سیاسي سازمانونه نه غواړي مستقیمآ سیاسي قدرت په لاس کې ونیسي. ددې پخواکې، سیاسي ګوند د هېواد په ټولو چارو کې دخیل وي او د کار ساحه یې ډېره پراخه وي، خو غیر سیاسي سازمانونه مشخص او په سکتورونو تقسیم شوي اهداف لري لکه سپورټ، صحت او… سیاسي ګوند د پراخو سیاسي ارزښتونو، عقایدو، تعهداتو او د محوري رهبري له لوري د منظمې او پخې ارادې په اساس ولاړ وي ځکه خو کولای شي چې حکومتي واګي ترلاسه او حکومت جوړکړي البته غیر سیاسي سازمانونه له دې خصوصیاتو بې برخې دي. اړینه دا چې سیاسي ګوند با قاعده سیاسي مبارزه کوي، چې د خلکو استازيتوب د ټاکنو له لارې وکړي همدا ده چې له نورو سازمانونو څخه جلا مسیر خپلوي، کوم چې نه غواړي د ټولنې د لویو برخو مسولیت پر غاړه واخلي، نو ځکه کوښښ نکوي چې د ټاکنو له لارې د خلکو استازي توب وکړي. او له ډېرو نورو توپیرونو څخه یو یې دا هم دی چې سیاسي ګوند مستقله او دایمي سازمان دی نو ځکه د یوې خاصې موخې د تر لاسه کولو په هدف نه جوړېږي مګر نور سازمانونه ممکن د یوه هدف د ترلاسه کولو څخه وروسته له منځه ولاړ شي.

د سیاسي ګوند اهمیت:

په دولت او ملت جوړونې، ښې حکومت دارۍ، سیاسي ثبات او د یوه هېواد په هر اړخیز پرمختګ او پایښت کې سیاسي ګوند اړین او اهم رول لوبوي، چې ځینو ګټو ته یې باید اشاره وشي.

  1. ترکومه ځایه چې د سیاسي حزب فعالیت هېواد شموله وي او د دولت په ټولو چارو کې دخیل وي، سیاسي ګوند یو هېواد متحد ساتي او نه یې پرېږدي چې ټوټه کېدو خوا ته ولاړ شي او یا د توپیرونو ترمنځ درزونه را پیداشي. د مثال په ډول، د نړۍ هر هېواد چې په لوړ توپیر غیر متجانسه ټولنې دي مګر بیام هم سیاسي ګوندونه توانېدلي چې دې سم، سالم او تر ډېره حده ټول منلي پروګرامونو، پالیسیو، سیاسي اجنډاو او موخو په وسیله همغږي، هم نظره او هم ګټې افراد او ډلې راټول کړي او ددې مجال چاته نه ورکوي، چې داسې سیاستونه خپل کړي چې درزونه را پیداکړي لکه د امرېکې ډېموکراټ او جمهوری غوښتونکي ګوندونه د امریکې په متحد ساتلو کې سرنوشت ټاکونکی رول لري.
  2. سیاسي ګوند د ولسواکو ارزښتونو د تحقق لپاره د ملا د تیر حیثیت لري. سیاسي ګوندونه دي چې د دولت ماشین په حرکت راولي او د ولسواکو اصولونو او ارزښتونو بازار ګرم ساتي. سیاسي ګوندونه د واحدو پرنسیپونو، د منظمو پالسیو، پروګرامونو او ایډیالوژۍ په درلودلو سره په فعاله توګه عامه پوسټونو ته نوماندان وړاندې کوي او بریالیتوب ته یې رسوي، چې په پایله کې د خلکو حکومت، د خلکو له لوري او د خلکو لپاره په موثره توګه تحقق مومي. د ډېموکراسي دا اصل چې د خلکو حکومت طبیعتآ د سیاسي ګوندونو موجودیت رامنځ ته کوي ترڅو چارې په مسولانه توګه پرمخ ولاړې شي. له همدې امله د حکومت د چارو کنټرول باید د ګوندونو په لاس وي یعنې د هغو ګوندونو چې اکثریت له ځانه سره لري. عوامو ته قدرت ورکوي ترڅو خپل چارواکي پخپله وټاکي، د سیاسي ایډیالوژیو او پروګرامونو د ټاکنو له لارې د عوامو تایید ترلاسه کوي چې حکومت جوړ کړي.
  3. سیاسي ګوند د ویښ او فعاله حکومت کولو په خاطر ښه وسیله ده. عام ولس د یوه سیاسي ګوند له پالسیو، پروګرامونو او سیاسي اجنډاو څخه له وړاندې اشنايي لري، نو ځکه کله چې سیاسي ګوند ټولنې ته کاندیدان وړاندې کوي ، ولس په ښه توګه کولای شي چې قضاوت وکړي او په ویښ ذهن خپله رایه وکاروي او له کاندیدانو څخه له وړاندې واضح شويو پروګرامونو د تحقق غوښتنه وکړي.
  4. سیاسي ګوند سیاسي ثبات رامنځ ته کوي. کله چې افراد مستقلانه د حکومت یا د مقننه قوې پوسټونو ته ځان کاندیدوي، د عاید او د مصرف منابع یې نامعلومه وي او کله چې واګي تر لاسه کوي په قوانینو، پروګرامونو او د قوانینو په تحقق کې هریو کاندید د خپل پلان په اساس مخکې ځي چې بیا توافق ته رسېدل کله نا کله بېخي ناشونې شي. د سیاسي ګوند څخه پرته دسیسه کونکيې افراد او کوچنۍ ډلې منځ ته راځي، د خلکو غوښتنې له حکومت څخه په دې موخه کېږي چې شخٌصي او یا هم د ډلګیو ګټې وغواړي مګر سیاسي ګوندونه د عوامو فکر متمرکز او مهندسي کوي. فکر به وکړو چې ميلنونه خلک د رایې ورکولو له صندق څخه راټول دي، خو ډېر پراګنده نظریاتو سره خپلې رایې مختلفو کاندیدانو ته وېشي او خواره واره کېږي البته دا کاندیدان مختلف نظریات او پآلیسۍ لري، نو ځکه د هر ډول ګډ وډیو امکان شته، په ځانګړې توګه په پارلماني سیستمونو کې. سیاسي ګوند پوهه او وړ کسان رامنځ ته کوي او د ګډ وډیو مخه نیول کېږي ځکه چې هغوی لا له پخوا پوخ او معقول سیاسي دریځ لري.
  5. سیاسي ګوند سیاسي سیستم ته د مشروعیت په بخښلو کې اهم رول لوبوي. تر کومه چې سیاسي ګوند د عوامو، اجتماعي نهادونو او سیاسي سیستم ترمنځ ارتباطي وسیله ده، احزاب د افرادو سیاسي نظم او سیاسي شعور اوچتوي او په سیاسي پروسوکې د عوامو ونډه ډيروي.
  6. سیاسي ګوندونه د ښې حکومت دارۍ د یوه نماینده حکومت ښه منسوبه جوړوي ځکه د یوه کارنده حکومت منسوبه له وړاندې لري چې دا کار له دې سره مرسته کوي چې ډېر شمېر خلک یوځای کړي البته ترڅو یو مشترک بنیاد ولري د یوه مشترکه کار یا هدف په موخه.
  7. سیاسي ګوند مسایل په سوله ایزه توګه حلوي. ګوند د ټولنې مختلفې غوښتنې راټولوي او په منظم شکل یې اړوي، کله غوښتنې متضادې شي مګر ګوندونه د خبرو له لارې د هوارۍ کوښښ کوي ، ارزیابي کوي او یوه منظمه پالیسي ترې جوړوي.
    1. د سیاسي احزابو د نشتوالي په صورت کې معمولا حکومتونه په دیکتاتورۍ بدلیږي. مګر حد اقل باید دوه سیاسي حزبونه موجود وي ترڅو یو له بل سره سالم رقابت وکړي، چې پر دیکتاتورۍ د حکومتونو د بدلیدو مخه ونیسي.

د سیاسي ګوند دندې او مسولیتونه:

عامه پوسټونو ته نوماند وړاندې کوي

 سیاسي ګوند حکومتي او د ملي شورا څوکیو ته لمړی خپل منځ کې افراد ټاکي او بیایې ولس ته د رایې ترلاسه کولو په موخه ورپېژني. ګوند مبارزه کوي ترڅو کاندید یې ګټونکی شي او څوکۍ ترلاسه کړي، چې بیا وشي کولی خپل پلانونو او اهدافو ته د عمل جامې ورواغوندي. کله ګوند د انتقاد لاندې راځي چې پوسټونه د خپل ګوند غړو ته ورکوي مګر ګوندونه دا کار باید وکړي البته په سیاسي پوسټونوکې بلکې نه په تخنیکي پوسټونو کې، د سیاسي پوسټونو لپاره ګوند با مسولیته افراد وړاندې کوي.

ولس ته سیاسي ارزښتونه او ایډیالوژي ورپېژني

سیاسي ګوند د ټولنې د ارزښتونو او د نړیوالو حالاتو په پام سره ولس ته سیاسي ارزښتونه او سیاسي ایډیالوژي وړاندې کوي. سیاسي ګوند د ارزښتونو، عقایدو او موخو په رڼا کې مشخص معیارونه وضع کوي او کره کړنلاره او تګلاره ترتیبوي او ولس ته یې وړاندې کوي چې حتی کله دا ارزښتونه دومره مهم شي چې د یوه حزب غړی د مقابل ګوند کاندید ته رایه ورکوي.

سیاسي ولسیتوب، کلتور، اشتراک او شعور رامنځ ته کوي

سیاسي ګوندونه، د افرادو په جلب او جذب، سیاسي کمپاینونو، د ارزښتونو او ایډیالوژيو په تشریح او… ولس ته، سیاسي جریانات بیانوي. په ولسواکو دولتونو کې د ټولنې غړي خپله رایه کاروي. سیاسي ګوندونه مبارزه کوي چې د رایې میزان حد اکثر ته ورسوي.

رایه کارونکي ترخپل نفوذ لاندي راولي

 سیاسي ګوند رایه کارونکي د ښو پروګرامونو په وړاندې کولو ترخپل نفوذ لاندې راولي، چې پروګرامونه یې حمایه کړي او وشي کولی انتخابات وګټي او حکومت جوړکړي.

سیاسي کدرونه روزي

سیاسي ګوند افراد او اشخاص استخداموي او د مختلفو پروګرامونو له لارې د اینده نسل سیاسیون روزي او په پخه اراده او لوړې سیاسي پوهې یې ولس ته وړاندې کوي، چې وشي کولای د هېواد اینده ښه رهبري کړي او حکومت وچلوي.

عوام له سیاسي پروسو څخه خبروي او فعالوي یې

 سیاسي ګوند خلک خبروي، هغوۍ ته الهام وربخښي او فعالوي یې ترڅو په عامه امورو کې فعاله ونډه ولري او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې اړینه برخه واخلي.

د متعهده نماینده مسولیت تر سره کوي

 کله چې سیاسي ګوندونه خپل نوماندان د حکومتي یا د مقننه قوې د څوکیو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژني، کوښښ کوي چې وړ، با تقوا او با مسولیته غړي نوماند کړي او با قاعده د خپلو نوماندانو کړنې څاري او د ضرورت پر مهال یې اصلاح کوي نو ځکه د ولس استازیتوب په مسولیت سره کېږي.

د حکومت پروګرامونه جوړوي

سیاسي ګوندونه د کنفرانسونو، د انتخاباتي منیفیستو، د مرامنامې او… په وسیله د حکومت پروګرمونه جوړوي او کله چې واک ته رسي بیا یې د تحقق لپاره مټې رانغاړي.

ارتباطي رول ترسره کوي

سیاسي ګوندونه د ټولنې د مختلفو قشرونو او طبقاتو ګټې همغږې کوي او اواز یې اوچتوي لکه د سوداګرۍ، کار، دین، قوم او داسې نور.

د حکومتونو چارې پرمخ بیايي

کله چې سیاسي ګوند واک ته رسي، په ملي شورا کې د زیاتو څوکیو په وسیله، د حکومت پالیسۍ په ملي شورا کې پرمخ بیايي.

هم نظره، هم ګټي او همغږي افراد یوه خوله کوي

د سیاسي ګوند لمړی هدف دادی چې هم نظره او همغږي افراد د حکومت په وړاندې یوه خوله او سره یې راټول کړي. دا افراد په حکومت کې برخه اخلي او یا حکومت له خپل نفوذ لاندې راولي البته د حکومتي پوسټونو ته د کاندیدانو په وړاندې کولو سره. ممکن افراد مختلف نظریات ولري نو ځکه مختلف سیاسي ګوندونه منځ ته راځي مګر د ګوندونو مشترکه نکته داده چې د حکومت چارې څنګه تنظیم شي.

خپلواک افراد هڅوي

هغه افراد چې د ملک په چارو په ځانګړې توګه په سیاسي چارو کې په مستقلانه توګه فعاله وي، سیاسي ګوندونه هغوۍ هڅوي چې په نفع یې کار وکړي په ځانګړې توګه رایه یې په نفع وکاروي.

په ملي او نړیوالو مسایلو کې دریځ نیسي

کله چې په هېواد کې او یا د نړۍ په کچه کومې خاصې پېښې کېږي، سیاسي ګوندونه موقف نیسي او د کنفرانسونو، سوله ایزه لارینونو، دریځ پاڼو او… له لارې خپل موقف څرګندوي.

 

 

عوامو ته الټرنټېف پروګرامونه وړاندې کوي

سیاسي ګوندونه عوامو ته مختلفې پالیسي او پروګرامونه وړاندې کوي ترڅو هغوۍ ښه قضاوت وشي کولی. سیاسي ګوند د ټولنې د ضروریاتو او غوښتنو په اساس د مشخصو قوانینو جوړولو، تغیرولو او پلي کولو او د نورو مشخصو سیاسي کرښو د پلي کېدو هڅه کوي.

مناسبې لارې په کار اچوي

سیاسي ګوندونه د قدرت د لاسته راوړلو په موخه مختلفې مناسبې لارې په لاره اچوي. سیاسي احزاب د سالم مدیریت په وسیله خپل ځان منظم ساتي ترڅو د انشعاب څخه مخه ونیول شي او د نفوذ د پراخولو لپاره زیات زیار باسي ترڅو د خپلو غړو او ملاتړو شمېر زیات کړي چې ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره تل د خلکو رایو ته رجوع کوي.

د څارونکی دنده ترسره کوي

کله چې یو سیاسي ګوند په سیاسي واک کې نه وي، سیاسي ګوند د څارونکي دنده تر سره کوي یعنې هغه ګوند چې په واک کې وي مثبتې کړنې یې حمایه کوي، ناکاره پالسيو څخه یې پرده پورته کوي او ولس ته یې په ګوته کوي او د سمو پالسیو وړاندیز کوي.

مګر په مختلفو ممالکو کې د سیاسي ګوند کړنې سره توپیر لري. د مثال په ډول، د امریکا متحده ایالاتو کې سیاسي ګوندونه مشخصآ څلور دندې تر سره کوي خو بیا هم ځینې ضمایم لري: د کاندیدانو ټاکل، د رایه کاروونکو بسیج کول، د حکومت دارۍ تسهیلول او له مخالفې پارټۍ څخه څار چې کله په قدرت کې نه وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو
    • د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو لوﺉ ریاست موظفینو دوه تنه ځان وژونکي له واسکټونو سره ونیول
    • دحرمينوهندار دحج يونليک نهه شپیتمه برخه
    • د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دغه وزارت د (( ۰۸۲ )) نمبر امر د تطبیق په اساس د میدان وردګو ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د لیدنې او له کابل تر غزني ولایت پورې د لوﺉ لارې په اوږدو کې د نوو پوستو د جوړولو او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لیدنه وکړه
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۲۷ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • پاکستان درخواست آزادی ملا برادر را نپذیرفت
    • ولسوال نام نهاد طالبان در کنر کشته شد
    • حامد کرزی کشتار انجنیران و کارمندان برنامه همبستگی ملی را شدیداً محکوم کرد
    • افغان او پاکستاني چارواکي نن بيا د سولې پر پروسې غږيږي