Posts | Comments | E-mail /

په ١٣٩٢لمريز کال کې په خوست ولايت کې دبيارغونې ٢١٠پروژې پلې کيږي

Posted by on Mar 31st, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

1

خوست ښار (واکمن ):- د خوست ولايت مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي ولس ته دخپل کلني ګزارش دوړاندې کولو پرمهال وويل چې په ١٣٩٢لمريز کال کې به دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دبيارغونې ٢١٠پروژې پلې شي .

دنعيمي په خبره چې دغه پروژې به دمرکزي وزارتونو اونړيوالو مرستندويه ټولنو په مالي ملاتړ سره دخوست ولايت دپنځه کلن ستراتيژيک پلان مطابق پلې شي چې ټولټال به پرې پنځه ميليارده ،يوسل شپږ اويا ميليونه ،اوه سوه ،پنځه شپېته زره ،څلور سوه ،اته څلوښت افغانۍ لګښت راشي .

خوست والي دخپل کلني ګزارش دوړاندې کولو پرمهال په تير کال کې دبيارغونې دپروژو په اړه وويل چې په ١٣٩٠او١٣٩١لمريزو کالونو کې دمرکزي وزارتونو اونړيوالو مرستندويه ټولنو له لوري په بېلابېلو برخو کې  دڅلور ميليارده ،يوسل يو اتيا ميليونه ،شپږ سوه ،اته ديرش زره ،دوسوه ،دوه پنځوسو افغانيو په ارزښت پروژې پلې شوې دي چې ددغه ولايت دخلکو ستونزې يې تريوه حده هوارې کړې خو لاهم خوست ولايت خلک او اداره دبنسټيزو پروژو په پلي کيدو کې دمرکزي ادارو اونړيوالو مرستندويه ټولنو موسساتو بشپړې همکارۍ اوتوجه ته اړتيالري.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي داهم وويل چې په روان لمريزکال کې به ډير ژر يوځل بيا دبېلابېلو ادارو درئيسانو په ترکيب سره مرکزي ته دڅلورم ځل لپاره يو پلاوى وليږي ترڅو له هرې مرکزې ادارې څخه دخوست ولايت دمنظورو شويو پروژو دتطبيق دغوښتنې ترڅنګ په خپل وخت دغه ولايت ته دانکشافي بودجه دانتقال غوښتنه وکړي.

دولايتي شورا رئيس سيدکريم خان خاکسار په خپلو څرګندونو کې په مرکزي ادارو باندې سختې نيوکې وکړي او په دې اړه يې وويل چې ځينې مرکزي ادارې دخوست دخلکو پرلپسې غوښتنوته اساسي توجه نه کوي ،ده زياتوله که چيرې دکومې مرکزي ادارې مسوول دخوست له خلکو سره تش په نامه ژمنې کوي ډير ژر به يې په اړه دافغانستان جمهور رئيس ته شکايت وکړي.

ديادونې وړ ده چې دخوست ولايت دبنسټيزو پروژو دغوښتنو په اړه له دې وړاندې هم دخوست ولايت مسوولينو ،دولايتي شورا غړو او نورو بنسټونو خپل غږ اوچت کړى اوله مرکزي ادارو اونړيوالو مرستندويه ټولنو يې دغه ولايت ته دبيارغونې په برخه کې دلازياتې توجه غوښتنه کړې ده.

واکمن

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته
    • افغان لوړپوړي چارواکي اخترچېرته لمانځي!!
    • افغانستان نمیبیا ته بله لویه ماتې ورکړه
    • تصویر