Posts | Comments | E-mail /

د خوست ولایت د لنکلن ښوونيز مرکز څخه دانترنت اوکمپيوټر په برخو کې ٤٠٠زده کوونکي فارغ شول

Posted by on Mar 31st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

2

خوست ښار (واکمن):- د حمل دمياشتې په ١١نېټه په خوست ولايت کې دلنکلن ښوونيز مرکز څخه دانترنت اوکمپيوټر په برخو کې ٤٠٠زده کوونکو ته ديو لړ مراسمو په ترڅ کې دفراغت ستاين ليکونه ورکړل شول  همداشان په جوړو شويو مراسمو کې دياد ښوونيز مرکز څلورمه کليزه هم ولمانځل شوه،په مراسمو کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خان خاکسار ،دمخابراتو رئيس ګل حبيب شاه ،دلنکلن ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان ،مشرانو اوپه سلګونو زده کوونکو برخه اخيستې وه.

مراسم دعزيزملنګ لخوا دپاک قران دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول ،ورپسې دلنکلن ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان دمراسمو برخوالوته دښه راغلاست ترڅنګ وويل چې لنکلن ښوونيز مرکز دځوانانو ښوونې او روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې په تيرو څلورو کالونو کې يې دانترنت دپروګرامونوپه برخه کې ٤٠٠٠اودکمپيوټر او انګريزي په برخه کې ٢٠٠٠کسان روزلي او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کړي دي.

نصيراحمدروښان زياتوله چې دعامه پوهاوي اوفکري رغونې په ډګرونو کې دځوانانو ،ميرمنو ،علمي شخصيتونو ،مدني ټولنو دفعالينو اودټولنې دنورو برخو له استازو سره يې ١٢٠ناستې کړي اوپه هره ناسته کې يې دناوړه دودونو دمخنيوي ،ميرمنو په وړاندې دشته تاوتريخوالي پرضد دمبارزې ،ځوان نسل دروزنې اودسولې دټينګښت په عرصه کې دځوانانو دمسووليتونوپه اړه ولس ته څرګنده پيغام استولى دى.

ښاغلي روښان داهم وويل چې په دغه ښوونيز مرکز کې په سلګونو ځوانانو په وړيا توګه زده کړې کړي دي چې دغه بهير به نور هم دوام ولري ،نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې دخپل نظام ترچترلاندې په هېواد کې دسولې او پوهنيزپرمختګ په بهيرونو کې فعاله ونډه واخلي ترڅو دځوان نسل راتلونکى برخليک روښانه او افغان ولس له سترو بدمرغيو او ناخوالو څخه خلاصون ومومي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي مراسمو ته دخپلې وينا پرمهال ټول هغه فعاليتونه اوپروګرامونه وستايل چې دخوست ولايت دځوانانو دروزنې ،ښوونې او فکري رغونې لپاره  ترسره کيږي ،نوموړي په خپلو خبرو کې په دې وروستيو کالونو کې دنورو پرمختګونو ترڅنګ پوهنيزبدلون هغه معنوي اوښتون ياد کړ چې په اساس يې دټول هېوادپه کچه ميليونونو ځوانانو دزده کړې لاره خپله کړې اوپه ډير قوت سره يې دعلم بيراغ اوچت کړى دى .دده په خبره دخوست ولايت ډيرى ځوانان دامهال دهېوادپه داخل اوبهرکې لوړې زده کړې ترسره کوي چې دا دټول افغانستان اوپه ځانګړې توګه خوست  مېشتو ولسونو لپاره يوه ستره معنوي لاسته راوړنه اوافتخاربلل کيږي.

ښاغلي نعيمي په خوست ولايت کې درى کاله وړاندې حالت دبې باورۍ ،بدګمانۍ اوټولنيزبحران حالت وبللو په دې رابطه وويل چې درې کاله وړاندې په خوست ولايت کې داسې فضاء واکمنه وه چې ولسونه يې له دولت لرې کړې وو،له دولتي چوکيو ناوړه ګټه پورته کيده او ولسي ګټې دځينو کړيو دشخصي ګټو قربانې شوې وې ،مامورين په خپل وخت دندو ته نه حاضريدل اوځينې مامورين دپروژو دقرارداديانوپه خدمت کې وو ،دخوست والي په خبره ديادو ټولو بدمرغيو ،ننګونو او بدحالت په وړاندې دجدي مبارزې پايله کې دامهال په دغه ولايت کې په ادارو کې ترډيره بريده اصلاحات رامنځته شوي ،په مرکز او ولسواليو کې ولسي باورپه دولت باندې زيات شوى ،امنيتي حالت ډاډمن اوددولت پرستيژ په ډيرقوت سره ساتلى شوى دى.

خوست والي ددې يادونه هم وکړه چې دوروستيو دريو کالونوپه جريان کې ولايتي ادارې داداري فساد ،قومي شخړو ،ټولنيزو ستونزو،قانون ماتونکو ډلو او مجرمينو پرضد مبارزې سخته مبارزه ترسره کړې ،له ګڼ شمير ستونزو او ګواښونو سره سره په دغه موده کې دولايتي ادارې مسوولين دقانون ماتونکو ډلو ،مجرمينو ،غاصبينو ،مفسدينو او ورانکاره کړيو له سختو ناروا تبليغاتو سره مخامخ شوي دي خوله نيکمرغه ولسي ګټو ته وفادار اوژمن مسوولين په دې توانيدلي چې دسپېڅلي مبارزې په پايله کې خوست مېشتي له ډيرو بدمرغيو وژغوري .

ښاغلي نعيمي په خوست کې رامنځته شوى پرمختګ اومثبت بدلون دزياتوتلاشونوپايله يادکړه اوپه دې تړاو يې وويل چې اوس مهال دهرپرمختګ لپاره يومناسب چاپيريال منځته راغلى که چيرې دخوست دخلکو په ځانګړې توګه ځوانانو خپله  همکاري له ولايتي ادارې سره نوره هم زياته کړي  ،ډيرې هغه ناخوالې ،ننګونې اوبدمرغۍ به پاى ته ورسيږي چې پرمختګ ،بيارغونې اودځوانانو راتلونکي برخليک ته ګواښ پېښوي.

خوست والي ښوونيز مرکزونه دځوان نسل دروزنې ،فکري رغونې اومعنوي پانګې دبډاينې پياوړي بنسټونه ياد کړل ،خو هغه مرکزونه يې دځوانانو دروښانه برخليک لپاره خطرناک ياد کړل  چې دزده کړو پرځاى  ځوانان دمنفي تبليغاتو کولوته هڅوي ،نعيمي په خپلو څرګندونو کې دانترنت څخه ګټې اخيستنې ته په اشارې سره وويل چې په خوست کې ځينې ځوانان له انترنت اوپه ځانګړې توګه فسبوک څخه ناوړه ګټه پورته کوي ،په غلطو نومونو او ادرسونو سره په پښتنو مشرانو ،خدمتګارانو او هغه کسانو پسې منفي اوسپکه تبليغات کوي کوم چې په ټولنه کې دمجرمينو ،غاصبينو ،ورانکاره کړيو ،مفسدينو اوقانون ماتونکو ډلو پرضد جدي مبارزه ترسره کوي اوديوې هوسا او نيکمرغه ټولنې لپاره ملي مبارزه کوي.

دنعيمي په خبره هغه کسان چې دغه ډول شخصيت وژنه کوي او منفي تبليغات ترسره کوي يا عقلي او دماغي اختلالات لري اويا دولس او دولت دښمنانوپه اشاره منفي تبليغ کوي.

دولايتي ادارې مشرتابه له ځوانانو وغوښتل چې دهېواد دځوان نسل اويوپياوړي ځواک په توګه ټولې هغه ناروا کړنې وغندي کوم چې ورانکاره کړۍ او قانون ماتونکې ډلې يې دولس اودولت پرضد ترسره کوي.

همداشان نوموړي وويل چې په مرکز کې ځينې رسنۍ يواځې دخوست ولايت څخه دبدو پېښو خبرونه او راپورونه خپروي  دپرمختګ ،بيارغونې اوولسي غوښتنو خبرونوته ارزښت نه ورکوي  ،ښاغلي نعيمي داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس ته چې په مراسمو کې يې اشتراک درلود ،جدي لارښوونه وکړه چې داصلاحاتو دمنځته راتګ  ترڅنګ دخوست ولايت دفرهنګي بډاينې اوشوي پرمختګ دانعکاساتو لپاره کاروکړي او درسنيو له لارې دې دسولې ،امن ،يووالي ،ټولنيزې هوساينې لپاره هغه پروګرامونه په لاره واچوي چې په اوسنيو شرايطو کې ورته اړتيا ليدل کيږي ،دده په خبره که چيرې په دې برخه کې اساسي کار ونه شي قانوني اقدامات به ترسره کړي.

خوست والي دخپلې وينا په وروستۍ برخه کې دمراسموپه ټولو برخوالو غږ وکړ ترڅو په نوي کال کې په ښوونځيو کې دماشومانو دجذب پراخ کمپاين وکړي ترڅو دولايتي ادارې لخوا ټاکل شوى هدف چې  ٨٠٠٠٠ اتيازره ماشومان دي په ښوونځيو کې جذب شي.

په مراسمو کې دولايتي شورا مرستيال ښاغلي جان ميرځاځي هم خبرې وکړې ،نوموړي دځوانانو ښوونه او روزنه دټولنې يوه اساسي اړتيا وبلله اوپه دې تړاو يې وويل چې دامهال په خوست کې دنورو پرمختګونو ترڅنګ پوهنيزپرمختګ ډيرچټک شوى دى اوټول ولسونه دپوهنې په ارزښت باندې پوه شوي دي. ده هم له خلکو وغوښتل چې په ښوونځيو کې دماشومانو دجذب لپاره کاروکړي.

ليکوال اوژورناليست محمدغفور مهيدي دخپلو څرګندونوپرمهال وويل چې فکري رغونه اودځوان نسل روزل کولى شي په هېواد کې ډيرې بدمرغۍ اوناخوالۍ پاى ته ورسوي ،نوموړي دټولنې په نيکمرغۍ اوپرمختګ کې دځوانانو مسووليت دروند ياد کړ اوله ټولوځوانانو يې وغوښتل چې په وحدت سره دخپل هېوادپه جوړونه اوابادۍ کې برخه واخلي.

دمراسمو په وروستيو کې  دلنکلن ښوونيز مرکز لخوا چمتو شوي ستاين ليکونه  ،دمخابراتو رئيس ګل حبيب شاه ،تکړه ليکوال ګل شريف هڅاند ،دميرنو دحقوقو ددفاع فعالې فيروزې  اودخوست ولايت تکړه خطاط اونقاش محمداسماعيل ځدراڼ ته دښه خدمت ،فعاليت ،لاسته راړونو اونوښتونوپه اساس دخوست والي او نورو مشرانو لخوا ورکړل شول همداشان  دلنکلن ښوونيز مرکزپه برياليو اوفارغو زده کوونکو  ستاين ليکونه هم ووېشل شول.

  واکمن

 

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته