جلال آباد:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون په ننګرهار ولايت کې دولس تنه د ډار اچونې په تور ونيول.
په نيول شويوکسانوکې يوپاکستاني هم شامل دى.
سرچینه زیاتوی ، نيول شوي کسان له يوې مودې را په دې خوا د ننګرهارولايت په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو او ورانکارو عملونوبوخت وو .
د يوبل خبرله مخې: دملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د هرات ولايت دګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال هم ونيوه.
فرستادن/حفظ کردن