Posts | Comments | E-mail /

دخوست دتاريخي باغونو وچې سلګۍ او دکرنې مالدارۍ وزارت دروند غفلت

Posted by on Mar 31st, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

مبارزمحمدځدراڼ


خوست  ولايت د افغانستان يو د هغو ولايتونو څخه دى، چې ښايسته منظرې او چاپېره غرونه لري.

پدغه ولايت کې هوارې ځمکې کمې ، غرونه او غونډۍ يې زياتې دي، خو سره ددې چې هوارې دښتې او ځمکې کمې لري، ولې ډېرې حاصلخيزې او دوه فصله دي.

دلته ټولې هغه مېوه لرونکي ونې چې په نړيواله کچه له ښه شهرت او خوند څخه برخمنې دي، ترډېره بريده ښه نتيجه ورکوي او په دې وروستيو کالونو کې ددې ولايت اوسېدونکو په خپلو ځمکو او کورونو کې يوشمېر باغونه لګولي دي، چې په کې زردالو، الوچې، مڼې،سره املاک، مالټې، نارنج،الوبالو،ناک، امبروت،شفتالو، انګور، چارمغز،بادام،آنار،دغرونو جنغوزي او ځينو نور مېوه لرونکي نيالګي شامل دي.

همداشان د هر فصل مطابق پدې ولايت کې غنم، جوار، شولې(وريجې)، مۍ،ګنۍ،ممپلي،لوبيا، کچالو او ډول، ډول نورې ډېرې  ترکارۍ په ښه او کامياب ډول سره کرل کيږي او مثبته نتيجه لري.

خو په ډېر تاسف سره بايد ووايو، چې دغه ولايت د اوبو له سختې ستونزې سره مخامخ دى، د دنګو، دنګو غرونو څخه راروانو اوبو ته لا تراوسه د اوبو او برېښنا  او  کرنې مالدارۍ وزارتونو هېڅ پاملرنه نده کړي.

د دې پرځاى چې ددې ولايت د اوبو څخه د کرنې او برېښنا په برخه کې سالمه او  ملي ګټه پورته شي، پرځاى يې هر کال د دې ولايت وګړي دسر او مال درانه زيانونه ويني او اوبه مو هم له هېواده بهر وځي.

پداسې حال کې چې ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د کوچنيو ،کوچنيو بندونو جوړولو لپاره خورا  اسانه امکانات شته ، خو دا چې زموږ د ځينو وزارتونو له مسوولو چارواکو سره د ملي احساس کمزوري او بدبختانه ځينې نورې ستونزې ملې دي، له امله يې پدې ولايت کې شته اوبه دخلکو لپاره د ګټې پرځاى په زيان تماميږي او بل پلو ته ډېرى ښايسته حاصل خيزې دښتې د اوبو د نشتوالي له کبله يا له کروندې پاتې کيږي او يا هم له کښت وروسته وچيږي.

که چېرې پدغه ولايت کې په هغو کوچنيو بندونو باندې د جوړولو عملي کار پيل شي، چې سروې ګانې يې هم پخوا ترسره شوي دي،نو له شک پرته به پدې ولايت کې  د غنمو، جوارو، مېوه جاتو او ترکاريو دومره پرېماني شي، چې بيا به دې ته هېڅ اړتيا ونلرو، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه يې وارد کړو، بلکې د نورو ولايتونو لپاره به هم په زياته ګټه تمامه شي.ځکه له يوې خوابه خپلې هېوادانۍ غلې دانې ، مېوه جات او ترکارۍ ولرو او بل لورته به دغه اوسني نرخونه چې له اسمانه سره خبرې کوي، راښکته شي او هرڅوک به پدې وتوانيږي،چې خپلو کورنيو ته په مناسبه بيعه غله دانه ، ترکارۍ او مېوه جات راونيسي.

لکه څنګه چې د ليکنې په سرليک کې يادونه شوي، چې دخوست د تاريخي باغونو وچې سلګۍ او د کرنې مالدارۍ وزارت دروند غفلت:

په خوست ولايت کې څلورو داسې باغونو شتون درلود،  چې د ټول هېواد په کچه د ښايست او تفريح له کبله دپام وړ  مشهور وو.

 د مشرانو په خبره د اعليحضرت محمدظاهرشاه او شهيد محمدداودخان د واکمنۍ پرمهال به چې له پلازمېنې کابله او يا هم د نورو ځايونو څخه  دې ولايت ته نازولي مېلمانه راتلل، نو د سيل او تفريح لپاره به دغو باغونو ته بېول کېدل.

دغه باغونه چې دوه يې په مرکز او دوه يې په ولسواليو کې وو،هر يو يې په لسګونو جريبو ځمکو کې په ډېرښايسته ډول اباد شوي وو.

په منځ کې يې ښايسته تعميرونه جوړ  وو ،د څارويو څخه يې د مخنيوي په موخه څلوردېوالۍ درلودې،په دنګو ، دنګو  مېوه لرونکو او غيرمېوه دارو  ونو شنه پوښل شوي وو، د اوبو سېستم يې د ژورو څاه ګانو په ويستلو سره په بهترين ډول عيار  وو.

خو بدبختانه اوس دغه باغونه د ځنکدن په حالت کې دي .

اوس نه يوازې د څلوردېواليو، تعميرونو او اوبو اسانتياوې نه لري، بلکې  د کرنې او مالدارۍ وزارت د درانه غفلت او نه پاملرنې له کبله زيات شمېر تاريخي ونې د ځينو کسانو له لوري غوڅې شوي او ځينې نورې يې د اوبو د نشتوالي او ناروغيو له کبله وچې شوي او لاپسې د وچېدو په حال کې دي.

کله چې څوک د تفريح لپاره ورشي، نو وبه ګوري، چې هرې خواته به کوڅه ډب سپيان او نور څاروي  پکې منډې وهي، د اغزيو او نورو بې کاره بوټو له کبله په کې ډېر تلل راتلل ناشوني دي، د اوبو سېستم يې فلج دى، څلوردېوالۍ يې له منځه تللي ، تعميرونه يې هم له دې لوېدلي، چې څوک دې پکې ناسته پاسته وکړي او تر ټولو دردوونکي يې داده، چې د همدې وزارت د نه پاملرنې له کبله يې يوشمېرځمکې هم پدې وروستيو کې ځاى ، ځاى غصب شوي دي.

د تېرو يوولسو کالونو راپدېخوا ددې ولايت ولايتي ادارې، منتخبو استازو،مدني نهادونو، ديني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د کرنې او مالدارۍ وزارت له چارواکو په وار، وار غوښتي، چې دغو باغونو ته د بيا احيا کولو په موخه  لازمه پاملرنه وکړي او  له هر څه نه مخکې دې پدې ولايت کې د کرنې مالدارۍ رياست اداره په خپلو پښو ودروي او دغې ادارې ته داسې  وسايل، وسايط او امکانات برابر کړي، چې نه يوازې د باغونو بيا احيا کولو ته ملاوې وتړي، بلکې په نورو زرعتي برخو کې هم د خدمت او فعاليت جوګه شي.

خو بيا هم له بده مرغه د دغه وزارت چارواکو همېشه لپاره ورغلو پلاوو ، مشرانو او چارواکو ته يوازې د کاغذ پرمخ تشې وعدې ورکړي، نور يې په عملي توګه هېڅ هم ندي کړي.

زما په اند پدې ولايت کې د دولتي ځمکو غصب هم تر ډېره بريده د کرنې او مالدارۍ وزارت د غفلت او نه پاملرنې له کبله شوى دى، ډېرى هغه ځمکې چې غصب شويدي، د همدې وزارت ملکيت بلل کيږي.

زه د خپلې ليکنې په وروستۍ برخه کې يو وار بيا د دغه وزارت په چارواکو غږ کوم چې خپلې ژمنې دې د ورسپارل شوي مسووليت او مکلفيت له مخې پوره کړي او پدې ولايت کې دې د تاريخي باغونو د ضايع کېدو او غصبېدو مخه ونيسي،همداشان که غواړي، چې د لوى خداى ج او د ځورېدلي ولس په نزد نور ملامت نشي، نو دخوست ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست اکمال، تجهيز او ظرفيت لوړولو ته دې جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دغه اداره د اوسني حالت څخه راووځي او د دې جوګه شي، چې د زرعت په برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېده ګي وکړاى شي.په درناوي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد