Posts | Comments | E-mail /

پاكستان او د افغان دښمن سياست دوام

Posted by on Mar 31st, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عزيز چوپان

انګريزان چې كله له هندوستانه وتل؛ نو د هندوستان د وېش پريكړه يې كړى وه. د هندوستان او د هند له ګېډې د نوي زيږيدلي هېواد چې وروسته پاكستان ونومول شو، تر منځ د كشمير مسأله  لاينحله پاتې شوه، چې دې دواړو هېوادو په 1948 او 1965 كې د همدې كشمير پر سر خونړۍ جګړې وكړې، په 1971 كې چې اصلي عامل خو يې د ختيز پاكستان پر وړاندې د لويديز پاكستان د سياستوالو په ځانګړې توګه د ذوالفقار علي بوټو دريځنيونه وه چې سره له دې چې انتخابات شيخ مجيب الرحمن ګټلي وو، خو بوټو دې ته حاضر نه شو چې واك هغه ته وسپاري، دې كار د ختيز پاكستان (نننى بنګله دېش) خلك په غوسه كړل او په مظاهرو او لاريونونو يې لاس پورې كړ؛ خو بوټو خپل لوى درستيز جنرال ټيكه خان ته دنده وركړه چې د لويديز پاكستان د سياستونو پر خلاف د ختيز پاكستان راپورته شوى ولسي پاڅون وځپي. جنرال ټيكه خان داسې وحشتناكې كارنامې تر سره كړې چې د بنګال د قصاب نوم يې وګاټه، له دې حالت نه هند ډېر ښه او پر وخت ګټه واخسته او د بنګال د خلكو ننګي ته يې راودانګل چې په نتيجه كې د پاكستان خواوشا نوي زره عسكر هندي جنرال اروړاته سلامي شول او پاكستاني  جنرال نيازي كه څه هم اصلي عوامل خو يې د بوټو سرتنبه سياست او د جنرال ټيكه ظالمانه تصاميم و، د پاكستان په تاريخ كې ډېر بد نوم وګاټه او بنګال يا ختيز پاكستان د پاكستان له وجوده جدا او د بنګله دېش په نامه يې نوى نوم خپل كړ.

كوم جنايات چې پاكستاني عسكرو په بنګال كې وكړل هغه هم ځانته يو جلا داستان دى. له بلې خوا د پاكستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ كرښې لانجه لاينحله پاتې شوه، په دې اړه د افغانستان  د وخت دولت هم ډېر ښه فرصتونه ضايع كړل او انګريزانو هم په كې ډېر خاينانه او ظالمانه رول ولوباوه، كه چېرې دا مسأله همغه وخت حل شوې واى نن به د دې دواړو هېوادو تر منځ هغه اختلافات چې موجود دي، نه واى موجود.

پاكستان نن- سبا له افغانستان سره په اړيكو  كې ټولې انساني پولې ماتې كړې. تاسې وګورئ! پاكستان خواوشا يو كال په پر له پسې توګه د كونړ ولايت پر مختلفو برخو توغندي او توپخانه يي ډزې وكړې او زيات مالي او ځاني زيانونه يې واړول، په دې برخه كې نړيواله ټولنه هم چوپه خوله پاتې شوه او افغان دولت هم دا چې هر مصلحت يې په پام كې نيولى و فقط پر لفظي اعتراضونو بسنه وكړه؛ خو دا بهير څو مياشتې تم شو. په دې دوران كې د لندن درې اړخيزه غونډه جوړه شوه چې د افغانستان او  پاكستان ولسمشرانو او د بريتانيا صدراعظم په كې برخه واخسته. په دې غونډه كې پاكستاني لوري ژمنه وكړه چې په راتلونكو شپږو مياشتو كې به طالبان دې ته وهڅوي چې د مذاكراتو د ميز تر شا كيني، خو د دې پر ځاى پاكستان يو ځل بيا پر كونړ توغندويي بريدونه پيل كړل. پاكستان ادعا كوي چې افغانستان پاكستاني طالبانو ته په كونړ او نورستان كې پناه وركړې، حال دا چې افغان دولت هلته پخپله له امنيتي ستونزو سره مخ دى او په داسې يوه حالت كې نه دى چې پاكستاني طالبان وساتي، خو دا يوه محض بهانه ده، كه په بلوچستان كې بلوچان د پاكستان د تبعيضي سياستونو پر خلاف كوم حركت كوي، هم دا د افغانستان كاربولي، او كه په سوات او باجوړ كې څه پېښ شي هم، حال دا چې دا پخپله پاكستان دى چې هم يې طالبان وزيږول او هم يې وروزل او هم يې په افغانستان كې اړي ګړي جوړولو ته وهڅول؛ هم يې تجهيز او تمويل كړل او هم يې د هغوى سوق و اداره په خپل لاس كې واخسته.

له بي بي سي سره د اسلام آباد پوهنتون يوه استاذ قنديل عباس په خپله يوه مركه كې د دې ټولو لانجو اوارى په دې كې خلاصه كړ چې د افغانستان او پاكستان تر منځ يو ستراتيژيك تړون لاسليك شي، خو ماضي ته په كتو د پاكستان پر دغسې معاهدو او ژمنو هېڅ باور نه شي كېداى. تاسې وګورئ! په 1965 كې د دواړو هېوادو تر منځ يو ترانزيتي تړون لاسليك شو، دا مهال په پاكستان كې د مارشال ايوب خان واكمني وه؛ خو همغه د ايوب خان واكمني لا روانه وه چې پاكستان پر افغانستان ترانزيتي لار بنده كړه چې بيا تر ډېرو ستونزو ګاللو وروسته، دا ستونزه د ايران د پاچا رضا شاه پهلوي په وساطت اواره شوه. دغسې دا  اوس يو ځل بيا د دواړو هېوادو تر منځ ترانزيتي تړون تجريد شو او نوي مواد په كې شامل كړاى شو؛ خو هغه دى موږ ګورو چې پاكستان زموږ له سوداګرو سره كوم چلند كوي! د پاكستان ډېر غټ اعتراض له هند سره د افغانستان پر اړيكو دى، حال دا چې لومړى خو افغانستان  د پاكستان كومه كالونۍ نه ده بلكې يو مستقل هېواد دى چې له چا سره څه ډول اړيكي پالي، پالي به يې، هو! كه چېرې افغانستان له هند سره د پاكستان خلاف توطيو كې شريك شي دا بيا د پاكستان حق دى چې ګيله هم وكړي او شكايت هم.

دوهم دا چې هند د بيارغاونې په چارو كې تر اوسه له افغانستان سره خواوشا درې مليارده ډالره مرسته كړې، خو پاكستان يو د تورخم- جلال آباد د دوهم سرك جوړول پر غاړه واخستل چې هغه يې هم په نيمه لار كې پرېښود.

په 1392/1/9 نېټه رسنيو د افغان ولسمشر د وياند ايمل فيضي له خولې دا خبره خپره كړه چې كه موږ له پاكستان سره ستراتيژيك تړون لاسليك كړو، افغان ولس به مو سنګسار كړي. حقيقت دا دى چې بايد افغان دولت هم له پاكستان سره د ستراتيژيك تړون په لاسليكولو كې ډېر محتاط وي او هم له امريكا سره په امنيتي تړون كې؛ ځكه دا اوس د لمر په څېر ښكاره ده چې د دې دواړو په دوستۍ كې د صداقت عنصر نه ليدل كېږي. پاكستان چې كوم اور په افغانستان كې بل كړى، اوس يې خپل هېواد ته هم اغيز و سرايت كړى او هره ورځ يا ورځ تر منځ يوه پېښه په كې رامنځته كېږي؛خو افغان دولت بايد له پاكستان سره په اړيكو ډېر غور وكړي او يو ثابت دريځ خپل كړي. د پاكستان ولس بې له شكه زموږ ورور دى خو د پاكستان دولت، پوځ او استخبارات هېڅكله هم زموږ ورونه كېداى نه شي؛ ځكه پاكستان اوس د شرارت پر يوه لوى محور بدل شوى چې ټوله سيمه يې ناارامه كړې ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته
    • افغان لوړپوړي چارواکي اخترچېرته لمانځي!!
    • افغانستان نمیبیا ته بله لویه ماتې ورکړه