Posts | Comments | E-mail /

دخوست ولايتي اداره :د راروان ٢٠١٤م کال لپاره دولت او ولس دواړه پوره چمتوالى لري

Posted by on Mar 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار:- دخوست ولايتي ادارې مشرتابه ښاغلي عبدالجبارنعيمي ولس ته د حساب ورکونې لړۍ په پاى کې کلنى راپور د خبري رسنيو په وړاندې د مېلمستون په ودانۍ کې پداسې حال کې وړاندې کړ، چې دخوست ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار، د همدې شورا غړو، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقيزوى، د ملي اردو قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت، د ملي امنيت مرستيال ادم خان زرمتي،د سولې شورا مشرتابه ، د علماوو شورا غړو، ولسوالانو، د ملکي ، عدلي او قضايي ادارو مسوولينو،د مدني ټولنو استازو، د نړيوالو مرستندويه ادارو نماينده ګانو، د پوهنتون استادانو،مېرمنو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون درلود.

دکالني راپور له وړاندې کولو وروسته مطبوعاتي کنفرانس داير شو، پدې مراسمو کې خوست والي، امنيه قوماندان ، دملي اردو قوماندان ، د ملي امنيت د ادارې مرستيال او د ولايتي شورا ريس له خوا په تېر کال کې د ولايت په کچه ممهم پروګرامونه ، لاسته راوړنې، فعاليتونه او په هره برخه کې  شوي پرمختګونه ولس ته په ډاګه شول.

په پيل کې ښاغلي نعيمي وويل په خوست ولايت کې د ولسمشر د ٤٥ګڼه فرمان مطابق د ٣١ ادارو مسوولينو د ١٣٩١لمريزکال په لړ کې دخپلو ادارو لاسته راوړنې، روانې پروژې، پلانونه ، ننګونې او د شته ستونزو د هواري په موخه وړانديزونه له رسنيو سره شريک کړي دي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د تېر کال د لاسته راوړنو په تړاو وويل په خوست ولايت کې امنيتي وضعيت تردې کچې پراخ شويدى، چې د دې ولايت په هره لېرې پراته سيمه کې دولتي حاکميت ټينګښت موندلى ، ولس او همداشان دولتي ارګانونه کولى شي، په ډاډه توګه سره دمرکز او ولسواليو ترمنځ تګ راتګ وکړي او د خلکو په ګټه ګټور پروګرامونه پرته له ستونزو پلي کړي.

نوموړي په دې ولايت کې د قومونو ترمنځ د ځمکو ، غرونو او څړ ځايونو پرسر شخړې او دعوې جدي ننګونه وبلله ، چې د دې ولايت په امنيت ، سوله ثبات ، ښوونه روزنه او اقتصادي پرمختګ يې ناوړه اغېزې کړي وې، چې خوشبختانه اوسمهال د دوى زياتو  هلو ځلوپايله کې ښکېل اړخونه له  شخړې اوجنګونو راوتلي دي ، چې د دوى ترمنځ به وروستۍ پرېکړې هم پداسې ډول ترسره شي، چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.خو ده وويل تر اوسه خوست ولايتي ادارې د خپلو هلو ځلو په پايله کې دقومونو ترمنځ څلور لانجې چې ډېرې پخوانۍ وې، د حل تر وروستي بريده يې رسولي دي او په پاتې نورو به جدي کار وکړي.

ده وويل همداشان په تېر کال کې د روغتيايي خدماتو په موخه پدې ولايت کې د مور اوماشوم پالنې بې سرحده ډاکټرانو روغتون جوړ شويدى ،چې معياري خدمتونه وړاندې کوي او تردې دمه يې په زرګونو ميندو او نويو ماشومانو ته په وړيا ډول روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي، چې له امله يې پدې ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شويده .

نعيمي دخپلو خبرو په دوام وويل د تېر کال په لړ کې د اى آر سي (IRC) نړيوالې مرستندويه ادارې خپل دفتر پرانېستى دى، چې زموږ سره به په ډېرو برخو کې مرسته کوي .

نوموړي وويل افغان ولسمشر خوست ولايت ته زياته پاملرنه لري، په همدې اساس يې موږ ته دغه موقع په لاس راکړي، چې څلورځلې له  ده سره دخوست د خلکو ستونزې، اړتياوې او غوښتنې په مخامخ ډول شريکې کړو، په ورټه بڼه يې د وزيرانو په کابينه او د امنيت په  شورا کې هم څو وارې دخوست د خلکو يادې ستونزې او غوښتنې په ښه شان سره مطرح کړي دي .

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د خپلو خبرو په دوام د روان کال پلانونه هم د رسنيو او عامو خلکو په وړاندې روښانه کړل .نوموړي وويل دملکي نړيوال هوايي ډګر د نورو اړينو تاسيساتو د کارونو پيلېدل، د غلام خان بندرد پاتې تاسيساتو د کارونو بشپړول،دخوست –ګردېز ترمنځ د پاتې سړک تکميلول، د متون ، د لکڼو د ذوکوخېلو او فارم باغ د دريو لويو پلونو د چارو پيلېدل،د دوه منده شمل، نريزيې ، مزغور او سورکوټ څلورو  واړو ذخيروي بندونو د چارو پيلېدل چې سروې ګانې يې هم پخوا ترسره شوي دي،په روان کال کې به يې د پلان سره سم کارونه پيل شي.خو نوموړي د مرکزي وزارتونو او د نړيوالو مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه ،چې ددې مهمو او حياتي ملي پروژو په پلي کولو کې ورسره لازمه مرسته وکړي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي د دې ولايت د ولايتي شورا له غړو او په ملي شورا کې دخوست د خلکو د منتخبو استازو  مننه وکړه، چې ولايتي ادارې ته يې د پرمختګ په ټولو چارو کې د همکارۍ ژمنه ورکړي ده، نوموړي له دوى  وغوښتل ،چې دخپلو ولسونو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره په مشترکه توګه خپلو همکاريو ته لا  دوام  ورکړي.

ښاغلي نعيمي دا هم وويل د تېر کال په لړ کې د خوست په ولايت کې د عوايدوپه کچه کې زيات لوړوالى راغلى وو، چې دوى به پوره هڅه وکړي، چې په روان کال کې هم ددې ولايت د عوايدو د زياتوالي په موخه په هره برخه کې د ضايعاتو مخه ونيسي او د عوايدو مهمې سرچينې ژوندۍ او فعالې وساتي.نوموړي پدې برخه کې د مرکز او ولسواليو کې د ښارواليو د ادارو په بهبود او پياوړتيا ټينګار وکړ.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي پدې ولايت کې د دولتي ځمکو غصب او منفي تبليغات د بيارغونې د کارونو او ټولنيز پرمختګ په وړاندې لوى خنډ وباله او په دې برخه کې يې د ديني عالمانو، د ښوونځيو د ښوونکو، مدني بنسټونو او عامو خلکو د زيات ملاتړ غوښتنه وکړه ، ترڅو پدې ولايت کې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې ځاى شوي ټولې بنسټيزې پروژې پلي شي.

نوموړي د دولتي ځمکو غاصبينو او د ناوړه تبليغاتو عاملينو ته کلک خبردارى ورکړ، چې د ځمکو له غصب او ناوړه تبليغاتو څخه دې لاس واخلي، کنه نو د سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي.

نوموړي وويل تبليغات بايد په هغه چا پسې وشي، چې ماينونه ږدي، ورانکاره کړنې سرته رسوي، د خلکو مالونه لوټوي او انسانان برمته کوي او په ټوله کې د عام ولس د پرمختګ او سوکاله ژوندانه مخه ډب کوي.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي هر ډول  اداري فساد ناوړه پديده وبلله ، کچېرې هرڅوک پدې هکله په يو چا باندې مستند اسناد ولري او ولايتي ادارې ته يې وړاندې کړي، هماغه شېبه به پرې قانوني اقدامات ترسره کړي.خو پدې برخه کې هوايي تبليغات د حکومت پرستېژ  ته زيان رسوي.نوموړي په همدې اساس ژمنه وکړه ، چې په روان کال کې به د دغه بدنامه پديدې په وړاندې مبارزه پراخه کړي او

همداراز هغه ادارې چې په خپلو چارو کې پاتې راغلي اود خلکو د شکايتونو او نيوکو لاندې دي، په روان کال کې يې اصلاحات لازمي دي.

ورپسې په خوست ولايت کې د ٢٠٣تندر قول اردو د لومړۍ پلي لېوا قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت د ملي اردو لاسته راوړنې ، پرمختګونه  او د روان کال په تړاو نيول شوي پلانونه په ډاګه کړل .

جنرال هدايت وويل په تېر کال کې ملي پوځ د نورو امنيتي ارګانونو سره په ګده زيات زيار وويست ، چې پدې ولايت کې دناامنيو ټغر ټول کړي او دخوست هرې سيمې ته دولتي حاکميت پراختيا ومومي، چې ښه بېلګه يې د دې ولايت د موساخېلو ولسوالي ده، چې هلته ملي اردو د نورو امنيتي ځواکونو په ګډون ځاى په ځاى شويده او په سيمه کې يې امنيتي حالت تر ډېره بريده تر خپل کنترول لاندې راوستى دى.

نوموړي وويل په  روان کال کې پلان لري، چې د ټولو نښلېدونکو لويو لارو لکه د خوست –ګردېز ، غلام خان بندر ،د خوست دمرکز او ولسواليو ترمنځ غځېدلې لارو امنيت په بشپړ ډول خوندي وساتي او پدې ولايت  کې د ټولګټو پروژو ساتنه وکړي او د سرحدي ځواکونو او نورو ارګانونو څخه به کلکه حمايه وکړي، ترڅو وسلوال مخالفين په هېڅ صورت سره پدې ونه توانيږي، چې دخوست په خاوره کې تخريبي کړنې سرته ورسوي.

بريدجنرال محمدناصرهدايت  دا هم وويل  د امنيتي چارو د مسووليت سپارلو ته په ټوله مانا چمتو او تيار دي او په دې برخه کې هېڅ ډول تشويش نه لري.نوموړي وويل د ٢٠١٤کال په هکله د دولت وسلوال مخالفين او د سيمې استخباراتي کړۍ داسې ناوړه تبليغات کوي، چې ګويا د امنيتي چارو د لېږ د له پروسې وروسته افغان ځواکونه ددې وړتيا نه لري، چې خپله خاوره وساتي.خو جنرال هدايت پدې برخه کې ټول تبليغات بې مانا وبلل، د ده په خبره چې مخالفين  غواړي پدې سره د افغانانو ذهنونه مشوش کړي.

دنوموړي په خبره چې دا مهال د ملي اردو ځواکونه د کميت له پلوه پوره شوي او په ښو وسلو، وسايطو  او امکاناتو اکمال شوي دي او د دې کامله وړتيا لري، چې دخپلو پولو، ځمکنۍ بشپړتيا،ولس او ملي ګټو څخه په نره دفاع وکړي.

بريدجنرال محمدناصرهدايت د کالني ګوزارش په لړ کې وويل ، چې  د تېر٩١  کال په لړ کې يې په مخامخ جګړو ، کمينونو او عملياتو کې ٢٥تنه وسلوال مخالفين په پکتيا ولايت کې او ١٠٨تنه مخالفين يې دخوست په ولايت کې له منځه وړيدي او د ٣٥ په شمېره يې ژوندي نيولي دي .

همداشان نوموړي د وسلوالو مخالفينو څخه د جنګونو پرمهال د ٣٠ عرادو سراچه موټرو ، ١٤ موټرسايکلونو،ماينونو، ١٤ پايې لويو مخابرو او زيات شمېر سپکو او درنو وسلو له نيولو هم يادونه وکړه .

ورپسې دخوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل ، دوى دخوست دخلکو د امنيت دخونديتوب لپاره درې ډوله امنيتي پلانونه مخته وړي ، چې يو يې د ګډې همغږۍ مرکز چې ټول ارګانونه په کې مشترکې دندې پرمخ وړي، دويم يې مستقل او دريم يې بېړني اجراات دي، چې په هره برخه کې د زياتو لاسته راوړنو درلودونکي دي.

جنرال باقيزوى وويل دا وخت ملي پوليس په ټوله مانا اکمال شوي او له ښې ښوونې روزنې برخمن شويدي.

نوموړي زياته کړه،د دولت وسلوالو مخالفينو دا وخت د مخامخ جګړې توان له په مکمله مانا سره د لاسه ورکړى دى، خو يوازې يې د ولس او دولت ترمنځ د فاصلې ايجادولو په موخه ناوړه تبليغاتو او يا هم د غلا په بڼه ترسره کېدونکو اعمالو ته مخه کړي ده .د ده په خبره چې اوسني ځواکونه ترپخوا زيات همغږي او پياوړي دي،نو په همدې اساس به مخالفين په هېڅ صورت سره ونه توانيږي، چې پدې ولايت کې ناوړه پلانونه بريالي کړي .

امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى وويل په خوست ولايت کې يې د هرې سيمې او ولسوالۍ د امنيت د خونديتوب لپاره ١١٥امنيتي پوستې ايجاد کړي او ملي پوليس په کې ځاى پرځاى شوي دي .

جنرال باقيزوى د تېر کال د لاسته راوړنو په تړاو وويل ، يوازې په ١٣٩١لمريزکال کې يې ٥٦تنه وسلوال مخالفين له منځه وړي ،١٨٥ تنه يې ژوندي نيولي ، ١٧تنه ماين خښوونکي د خپلو ماينونو پواسطه وژل شوي او ٤ تنه يې ژوندي نيولي دي.

همداراز يې ١٥ عرادې موټرونه له غلو نيولي او خپلو مالېکينو ته يې سپارلي دي،٥تنه عام وګړي چې ماشومان ول، له تښتوونکو خلاص کړي او په تور يې ٤ تنه سړي تښتوونکي نيولي دي.

همداشان د عملياتو پرمهال يې له وسلوالو مخالفينو ١٩٤ميله سپکه او درنه سلاح يې د ډاياک پروګرام ته سپارلي ده او همداشان په راپور کې د نورو ډېرو چاودېدونکو او نشه يې توکو د نيولو يادونه هم شوي ده .

ورپسې دخوست ولايت د ملي امنيت ادارې مرستيال ادم خان زرمتي دخوست په اميتي ، جغرافيايي، سياسي او ټولنيز وضعيت رڼا واچوله ده وويل خوست ولايت د دښمن له مرکزونو سره په ډېره نږدې فاصله کې پروت دى، ولې بيا هم د ښې همغږۍ او ولسي همکارۍ په پايله کې ډاډمن امنيت لري.

ده وويل دتېر کال په جريان کې يې د امنيتي ارګانونو په همکارۍ ٥٠٥ تنه ژوندي نيولي ، چې لدې جملې څخه ٢١٢تنه يوازې ملي امنيت ادارې منسوبينو نيولي دي .ده وويل ٢٠٢تنه يې د مخالفينو د ليکو کسان ول ،چې په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى ، همداشان په همدې کال کې يې ٢٧تنه ځان وژونکي  کسان نيولي دي .دده په خبره چې دا هغه کسان ول، چې يا د ځان مرګو بريدونو د ترسره کولو په موخه روزنه ترلاسه کړي او ځينو يې ټرېنېنګ هم ترلاسه کړى وو او غوښتل يې په خوست يا هم په نورو ولايتونو کې بريدونه وکړي.دغه راز يې ٢٤تنه د ترور عاملين نيولي دي.

 همداشان ادم خان زرمتي وويل په دريو موټرونو کې يې ٣٠٠ نوي تفنګچې نيولي، چې غزني ، شمال او نورو ولايتونو ته يې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په موخه لېږدولې .همداشان يې د تېر کال په لړ کې ٨ اوږې ويشتونکي راکټونه، ٧ ميله پيکه ،٩٠ميله کلاشينکوفونه ، ١٦حلقې ماينونه ، ٩ پايې مخابرې ،١٥عرادې سراچه موټرونه ، ٣ پيکپ موټرونه ،١٠کرولاډوله موټرونه او ١٦موټرسايکلونه له وسلوالو مخالفينو څخه نيولي دي .

د ملي امنيت مرستيال ادم خان زرمتي وويل په خوست ولايت کې چې هرډول تروريستي پېښه رامنځته شويده، عاملين او ورانکاره شبکه يې په خوست او يا نورو ولايتونو کې نيولي دي .

نوموړي دغه راز  وويل يو شمېر کسان يې ګاونډيو هېوادونو ته د جاسوسۍ کولو په تور هم نيولي ، چې پلازمېنې کابل ته يې استولي دي او دغه شان يې زيات شمېرد وسلوالو مخالفينو مالي سرچينې هم تثبيت کړي او خنثا کړي دي .

د مطبوعاتي کنفرانس په پاى کې د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار هم د ولايتي شورا په چوکاټ کې ترسره شوي فعاليتونه او لاسته راوړنې وړاندې کړې.ده وويل دوى به هڅه وکړي، چې په روان کال کې د خوست ولايت د خلکو د غوښتنو په اساس مرکز کابل ته سفرونه وکړي او هغه پروژې چې تردې مهاله د کاغذ پرمخ پاتې دي، له ځينو وزارتونو سره مخامخ د پلي کولو په موخه شريکې کړي.

نوموړي وويل دخوست ولايت ولايتي اداره د ځينو وزارتونو سره د انکشافي بودجې په رالېږد، د پروژو د پلي کېدلو او پدې ولايت کې د اړونده ادارو د اکمال او تجهيز په برخه کې يو شمېرستونزې لري، چې دوى به يې د يوه پلاوي پرمټ په نږدې ورځو کې له يادو وزارتونو سره د حل او هواري په موخه شريکې کړي.

خاکسار په يو شمېر وزارتونو باندې نيوکه وکړه، چې په خپلو ژمنو يې وفا نده کړي او دخپلو وزارتونو په چوکاټ کې د پروژو او مهمو پروګرامونو په تطبيق کې پاتې راغلي دي.

د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار وويل دخوست ولسونو همېشه لپاره له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع کړي او بيا هم دغو قربانيو ته چمتو او تيار دي.نو په همدې اساس به ٢٠١٤کال کې  هېڅ ډول تشه رامنځته نه شي.نوموړي ولايتي ادارې ته  د ولسونو په استازيتوب ډاډ ورکړ، چې دخوست خلک به په هره برخه کې دخپل نظام، خاورې او ملت څخه دامنيتي ارګانونو سره څنګ په څنګ دفاع وکړي.

د ولايتي شورا ريس سېدکريم خان خاکسار وويل په خوست ولايت کې امنيتي حالت ډاډمن دى او داسې ستونزه نشته، چې له مخې يې دلته د دولت پروګرامونه د خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.نوموړي د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له اوسنۍ ادارې  اندېښنه وښوده، چې هسې نه د ناامنيو په بهانا دخوست دخلکو حقونه ضايع کړي.د ده په خبره راتلونکي ټاکنې چې د ولس سرنوشت ټاکي، بايد په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.

١٣٩٢-وري-١٠ شنبه-خوست –مطبوعاتي دفتر

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد