Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د شهید مراد خان کورنۍ ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ

Posted by on Mar 30th, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- جمهوررئیس حامدکرزي، د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د پخواني ساتونکي شهید مراد خان ویاړمنې کورنۍ ته د یادګار په توګه د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ.

په هغو مراسمو کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د چارو د ادارې د لوی ریاست مرستیال سیدولي سلطان د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي دي: د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ پخواني ساتونکي ارواښاد مراد خان د آدم خان زوی چې د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۹مه نېټه هغه مهال چې د نوموړي ولایت پر ښوونځیو یې د درسي توکو د ویشلو د پلاوي امنیت تامیناوه، یو تن ترهګر ځانمرګی ښوونځي ته نږدې شو او غوښتل یې چې په ښوونځي کې خپل واسکټ ته چاودنه ورکړي او ګڼ شمېر زده کوونکي په وینو ولمبوي.

 ارواښاد مرادخان د ځان تېریدنې په لوړه روحیه، میړانې او اتلولۍ د ځانمرګي بریدګر مخه ونیوله او په غېږ کې یې کلک ونیوه، چې د ترهګر د چاودیدونکو توکو د چاودلو په پایله کې د شهادت لوړ مقام ته و رسېد او خپل خوږ ژوند یې د نورو بې ګناه هېوادوالو د ژوند د ژغورلو قرباني او د هېواد د تاریخ پاڼه یې په خپلو سپیڅلو وینو رنګینه کړه.

له همدې امله د ارواښاد شهید مراد خان له ویاړمنې کورنۍ سره  د خواخوږۍ او غمشریکۍ د څرګندولو په نیت د هغه عزتمنې کورنۍ ته د یادګار په توګه د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال او د دولت د بیړني حالت له (۹۹) کود څخه د سل زرو افغانیو نغدي مرستې، ورکړه منظوروم.

دلوی خدای له دربار څخه ارواښاد شهید مرادخان ته فردوس جنت او عزتمنې کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم.

حامدکرزي د شهید مراد خان د پلار په سینه باندې د غازي میربچه خان د عالي دولتي مډال له ځړولو وروسته، وویل:” خدای دې هرچا ته داسې زوی ورکړي چې له خپلې خاورې او خلکو څخه  په داسې سرښندنه ساتنه وکړي “

د هېواد جمهوررئیس همدا راز  د شهید مرادخان په ماشومو لوڼو او زوی شفقت وکړ او هغوی یې درس ویلو ته و هڅول.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته