Posts | Comments | E-mail /

دحرمينوهنداره دحج يونليک : شپږدېرشمه برخه

Posted by on Mar 30th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

قاضي محمدحسن حقيار

جده

جده ډېرلوى او له نړيوالو ښارونو ګڼل کېږي. داښار د سمندر پرغاړه پروت او له ساحلي او بندري حيثيت پرته صنعتى امتياز هم لري، دسعودي سترې فابريکې ډېرې په همدې ښارکې دي کوم هېوادچې له سمندر سره پوله لري نو خولۍ يې په غوړيوکې وي، الله ج دخپل حبيب په خاطر په سعودي دا احسان هم کړى دى چې سمندر يې هملته وررسولى دى. که په نقشه کې وکتل شي نو له جدې سره نښتى سمندر، تړانګه او ډېر کم سورى ښکارى چې آن تر مدينې منورې رسېدلى دى، الله ج په همدې نرۍ تړانګه سعودي له نړۍ سره نښلولى او له سيالانوسره سيال کړى دى،

اوس چې دنړۍ له هرګوټ څخه حاجيان د هوا  له لارې سعودي ته راځي نو ځينې يې په مدينه منوره کې خوډېر زيات يې په جده کې له الوتکوښکته کېږي، جدې ته دحرمينو دروازه هم ويل کېږي.

کله چې په ٢٦سپوږميزکال دريم خليفه حضرت عثمان رض له مدينې څخه مکې معظمې ته تشريف ورووړنو نو دمکې اوسېدونکيو ورته وويل چې دشعيبې دبېړيو تمځاى له مکې لېرې دى ،که دجدې پر ساحل نوى تمځاى جوړ شي نو ښه به وي،حضرت عثمان پخپله جدې ته لاړ هغه ځاى يې وکوت او دبېړيو دنوي تمځاى دجوړولو امر يې وکړ.

جده دعربي نړۍ اوپه ځانګړې توګه دسعودي ستربندري ښار دى چې هم دسمندر او هم د هوا له لارې ميليونونه خلک له همدې لارې سعودي ته دحج او نوروچارو لپاره راځي.

جده تر ١٩٨٠زېږديز کوچنى ښار وو،په دې وخت کې يې مساحت تر ١٢٥٠کيلومترو او نفوس تر يو ميليون وګړيو ډېر و داښار اوس په طبعي او مصنوعي ښکلا کې له آمريکايي او اروپايي هېوا دونو سره سيالى کولى شي، دباب الحرمين الشريفين( دحرمينو دروازه ) او عروس البحر الاحمر(  دسرې بحيرې ناوې) لقب يې ګټلى دى.

په جده کې دسمندر پرغاړه دواکمنواو شتمنو اسمانڅکو ماڼيو دا ښار لا ښکلى کړى دى .لوى پوهنتون ،ګڼ نورعلمي او کلتوري مرکزونه پکې شته دي.

داخبارالمکه ليکوال(( فاکهي)) دحضرت ابن عباس په روايت وايي چې دحضرت بي بي حوا دحضرت ادم ع دمېرمن او د ټول انسانانو دمور قبر په جده کې دى.

علامه محمدطاهرکردي،په تاريخ القويم کې دالرحلة الحجازيه دليکوال علامه بتنوني له خولې وايي چې دجدې ختيځ ته په باب مکه کې يو لوى ١٥٠متره  اوږد،يومتر لوړ اودرې متره پلن قبر دى چې خلک يې دبي بي حوا قبر بولي خودوى داخبره نه مني.داقبر اوس هم په جده کې موجود دى.

 کله چې مکې ته لاړو نو هلته مولنايارمحمد موږته وويل چې دبي بي حوا قبر ته به ځو خوموږ هلته دحرم اوکعبې دومره مجذوب نه وو چې بېرته جدې ته مو دتللو وخت موندلى واى ،اوياموددې احتمالي او نامعلوم قبر لپاره دحرم د جماعت لمونځ پرېښى واى ځينې خلک وايي چې ددې ښار نوم دهمدې لپاره جده ايښودل شوى چې زموږ ټولو جده (نيا)بي بي حوا چې کله له جنت څخه

را ووېستل شوه او ځمکې ته راولېږل شوه،نولومړى همدې ځاى کې راښکته کړل شوه

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد