فريدون خوځون
راپورونه وايي، چې عربي ټولنه نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان او له طالبانو سره د افغان حکومت په جوړجاړي غږېږي.
د عربي رسنيو د راپورنو له مخې، د قطر په پلازمينه دوحه کې د يادې ټولنې سرمشريزه نن پيلېږي چې د بحث د سر په موضوعاتو کې يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې راځي.
که څه هم افغان دولت په رسمي ډول په دي اړه څه نه دي ويلي؛ خو ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به قطر ته سفر وکړي، د سولې د خبرو اترو په اړه به له قطري چارواکیو سره خبرې وکړي او د طالبانو لپاره به په دغه هېواد کې دفتر هم پرانيزي.
عربي ټولنه په داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه له یوې اوږدې چوپتیا وروسته غونډه کوي، چې په عربي نړۍ کې هم پراخ بدلونونه راغلي او هم په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو زور اخیستی دی.
عربي ټولنه به په خپله ناسته کې چې په دې بحثونه وکړي، چې څه ډول په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شي، د سولې خبرې اترې څه ډول پرمخ لاړې شي او ښايي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره یو لړ وړاندیزونه هم وکړي.
دا خبرې له دې امله مهمې ګڼل کېږي، چې طالبان د امریکا او عربي نړۍ په مرسته د پاکستان له لوري رامنځته شول. عربي ټولنه د طالبانو تر ټولو قوي مالي سرچینه وه او له هره پلوه یې د طالبانو ملاتړ کاوه.
دغه راز عربي هېوادونو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له پاکستان سره یو ځای د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندلې وه. چې دا له طالبانو سره د عربي هېوادونو نېږدې اړیکې په ګوته کوي.
له دې وړاندې ډېرو شنناندو ویل چې د سولې په پروسه کې دې له عربي هېوادونو مرسته وغوښتل شي؛ که څه هم چې تر یوه ځایه ولسمشر کرزي د سعودي عربستان سره په دې اړه خبرې وکړې؛ خو د سعودي په ګډون ټولو عربي هېوادونو د سولې په خبرو اترو کې ښکېلتیا ته چندان زړه ښه نه کړ.
له تيرو شپږو کلونو راهیسې چې افغانستان د سولې خبرې اترې مطرح کړي دا لومړی ځل دی چې عربي ټولنه په دې اړه دلچسپي ښيي. که څه هم چې یو مهال سعودي عربستان د افغانستان په سوله کې د مرستې هیله ښودلې وه، بیا قطر طالبانو ته دفتر پرانیست او ښايي دغه دفتر اوس په رسمي ډول پرانستل شي او بیا څو ورځې وړاندې مصر د سولې په خبرو کې د مرستې وویل، خو تر اوسه په عملي ډول عربي هېوادونو مرسته نه ده کړې.
په عربي ټولنه کې په ډېرو هېوادونو کې پخواني رژیمونه پای ته رسېدلي او یا هم د پای ته رسېدو په درشل کې دي او پر ځای یې نوي سازمانونه او اسلامي غورځنګونه واک ته رسېدلي دي، ښايي د پخوانیو رژیمو د پالیسو خلاف د جګړې پر ځای دغه هېوادونه سولې ته لومړیتوب ورکړي او له همدې امله ده چې د دوی دغه دريځ د افغانستان له سولې سره ډېره مرسته کولای شي.
که عربي ټولنه په دې ناسته کې د طالبانو او افغان حکومت د جوړ جاړي او په افغانستان کې د سولې راوستو پرېکړه په رښتيني ډول وکړي، دا به پر پاکستان یو ګذار وي او طالبان به اړ کړي، چې سولې ته غاړه کېږدي. ځکه د طالبانو نېږدې ټولې مالي سرچینې له عربي هېوادونو پوره کېدې او کله چې عربي هېوادونه پر طالبانو او پاکستان د جګړې لپاره خپلې مالي سرچینې بندې کړي، نو طالبان نشي کولای چې جګړې ته ادامه ورکړي او پاکستان چې په خپله له انزوا او ستخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د دې توان نه لري چې د راتلونکیو څو کلونو جګړو لپاره په یوازې ځان له طالبانو ملاتړ وکړي او تجهیز یې کړي.
د سولې د خبرو اترو لپاره د عربي ټولنې ناسته او د دې ناستې پرېکړې سره له دې چې تر اوسه نه دي اعلان شوي؛ خو کېدای شي یو ښه زېری له ځانه سره ولري.
ښايي پاکستان چې تر ډېره د عربي ټولنې او په ځانګړي ډول د سعودي عربستان له ملاتړه برخمن دی، په دې ناراضه وي، ځکه یو خو د طالبانو دفتر یې له منګلو لرې په قطر کې پرانستل کېږي او بله دا چې د سولې او ثبات راوستو لپاره نوی لوبغاړي رامنځته کېږي، چې په دې کار سره د سولې خبرو اترې د پاکستان له محدودې وځي او پاکستان په کې خپله ونډه کمرنګه ویني.
عربي ټولنه، چې کولای شي په طالبانو د خپلو نفوذ او پر پاکستان د خپل اغېز له مخې د سولې خبرو اترو ته زمینه برابره کړي، سره له دې چې ډېر پخوا یې باید د سولې په خبرو کې برخه اخیستې وای، دغه ګام یې هم د ستایلو دی او کولای شي په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره مقدماتي خبرو ته زمینه برابره کړي.
عربي ټولنه باید له دې ناستې وروسته سمدستي په طالبانو او پاکستان ته د طالبانو او نورو وسله والو لپاره مالي مرستې بندې کړي او په دې برخه کې د خیریه ټولنو په نوم په جوړو شویو ټولنو بندیز ولګوي او لغوه یې کړی.
همدرانګه په طالب مشرانو او پاکستان فشارونه راوړي، چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په بې پرې ډول د منځګړي رول تر سره کړي.
افغان حکومت هم باید پاکستان ته لاس تر زنې کېناستو پر ځای باید د سولې راوستو لپاره د نورو لارو چارو تر څنګ له عربي ټولنې او د اسلامي هېوادونو له نړیوال سازمان نه مرسته وغواړي څو وکولای شي چې د سولې د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.