Posts | Comments | E-mail /

افغان دولت د سولې لار اوس ومونده

Posted by on Mar 30th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

فريدون خوځون

افغان دولت د سولې لار اوس ومونده؛لیکوال:فريدون خوځون له پاكستانه د سولې تمه كول پاكستان نور هم د سولې تخريب ته هڅوي.

د سولې په برخه کې افغان حکومت ورو ورو خپله لار پیدا کوي او په یوه درست مسیر پل ږدي.

په تازه اقدام کې افغان حکومت ویلي چې د پاکستان له همکارۍ پرته به د سولې خبرې پرمخ یوسي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین ویلي، کابل چمتو دی، چې د اسلام اباد له همکارۍ پرته د سولې او پخلاینې بهیر پرمخ یوسي.

لودین رویټرز ته ویلي، چې افغان حکومت به د بګرام زندان له سپارل شوو بندي جګپوړو طالبانو نه د سولې په برخه کې ګټه واخلي.

له جاوېد لودين وروسته د جمهوري رياست وياند اېمل فيضي فرانس پرېس اژانس ته ويلي چې پاكستان د سولې د پروسې د تخريب او د جګړې د ادامې په لټه كې دى او افغان دولت به د پاكستان د ځنډ او خنډ په تمه پاتې نه شي او خپله د سولې پروسه به مخته يوسي.

فیضي وویل، پاکستان نور د سولې له پروسې لاس اخیستی دی او د دې لپاره چې طالبان خبرو ته تشویق کړي او له جګړې لاس واخلي، داسي وارمخکې شرطونه يې ایښي چې منل یې امکان نه لري.

فیضي همداراز وویل:«په بریټانیا کې تر درې اړخیزې غونډې پورې ټول کارونه ښه پرمخ روان وو، نو موږ هم هیله من وو، خو ژر څرګنده شوه چې پاکستان خپل دریځ بدل کړی او د (افغانستان) سولې بهیر د دغه هیواد لپاره نور لومړیتوب نه لري.»

فیضي د پاکستان شرطونو ته په اشارې وویل:«دوی له موږ څخه غواړي چې له هند سره اړیکې پرې کړو، د ملي اردو افسران د روزنې لپاره پاکستان ته ولېږو او له دغه هیواد سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسیلک کړو.»

ده له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه وویل:«که موږ له پاکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړو، افغان ولس به مو سنګسار کړي ځکه چې دوی پوهېږي چې ځانوژونکي، چې عام خلک او زموږ وسله وال ځواکونه وژني، له پاکستانه راځي.»

له تېرو څو کلونو راهیسې افغان حکومت د سولې په خبرو اترو کې پر پاکستان تکیه کوله او د سولې راوستو یوازينی ور یې پاکستان ګاڼه، خو پاکستان له څو کلونو راهیسې روښانه کړه، چې د سولې په خبرو اترو کې هېڅ راز مرسته نه کولای شي او نه يې کوي.

پاکستان په وار وار افغان حکومت ته د سولې راوستو او د سولې په برخه کې د مرستو جدي ژمنې كړې، خو هر ځل یې پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې، بلکې داسې چارې يې تر سره کړي، چې د کابل د سختې نهيلۍ باعث شوې دي.

یو مهال د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني پاکستان ته د سوال لمنه غوړولې وه او د سولې راوستو هیله یې کوله، خو له پاکستانه راغلي قاصد رباني وواژه. دغه ډول پر اسدالله خالد برید او نږدې ټول بریدونه له پاکستانه تنظیم شوي دي.

همدارنګه پاکستان په هغه هېواد کې مېشت سولې ته لېوال طالبان یې زندان ته واچول او یوشمېر نور يې ووژل.

پاکستان کابو میاشت وړاندې په برېټانیا کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به په ګډه په شپږو میاشتو کې سوله راولي او د سولې خبرو ته به زمینه برابروي؛ مګر تر اوسه یې په خپلو ژمنو وفا ونه کړه.

ښايي له دغو ټولو تېروتنو او د پاکستان له دوه مخیو بالاخره افغان حکومت دې پایلې ته رسېدلی وي، چې پاکستان د سولې په برخه کې مرسته نه کوي.

په کور دننه ډېرو سیاستوالو او شناندو پر حکومت نیوکې کولې، چې پر پاکستان تکیه کول به یې تېروتنه وي او د سولې هیله به يې په یخ لیکل او لمر ته ايښودل وي.

دغه ډول ډېرو خلکو دا ویل، چې د سولې اړوند د پاکستان ژمنې یوازې د افغان حکومت د اغفال لپاره دي او ښايي اوس افغان حکومت هم دې پایلې ته رسېدلی وي.

جاوېد لودین او د حکومت نورو لوړو پوړو چارواکو باید دا اعلان څو کاله وړاندې کړی وای او د پاکستان پر ځای یې د سولې نورې لارې لټولې وای.

داسې هم نه ده چې حکومت د سولې راوستو لپاره یوازې د پاکستان لاره په مخ کې لري، بلکې افغانستان د سولې لپاره ډېرې لارې او کانالونه لري.

حکومت باید ډېر وړاندې د پاکستان غوښتنو او د پاکستان تشو ژمنو ته پام نه وای کړی او انتظار يې نه وای ایستلی. پاکستان سره له دې چې په یوه انزوا کې قرار لري، په طالبانو هم هغومره کنټرول نه لري، څومره توقع چې ترې افغانستان کوله.

نو له همدې امله ده چې حکومت او نړیواله ټولنه باید خپل ټول پام د قطر پروسې ته واړوي. د یوه طالب چارواکي وینا ده، چې په طالب رهبرۍ کې دا نظر پیاوړی دی، چې پاکستان د طالبانو دوست نه دی او نه د دوی هغه ترخې خاطرې هېرې دي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر له یوولسمې وروسته هغه مهال چې امریکا افغانستان ته راغله، پاکستان له طالبانو سره نادودې وکړې.

اوس طالبان هم د سولې خبرو اترو ته لېواله شوي دي. د قطر د دفتر پرانستل او د دې لپاره چې د خبرو اترو پروسه چټکه شي، د طالب مرکچیانو بدلون د دې ښودنه کوي، چې طالبان هم سوله غواړي؛ خو دا پروسه باید په یوه سالم او ټولو ته په منونکي ډول رهبري شي.

د افغان حکومت اوسنی دریځ د سولې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره یوه ښه ګام او په دې برخه کې د ځان بساینې لپاره یو ښه اقدام دی.

اوس په کار ده چې افغان حکومت په قطر کې د پرانستونکي دفتر له لارې له طالبانو سره د پاکستان له منځګړتيا پرته داسې اړیکي جوړ کړي چې وکولای شي په خپلواكه ډول د سولې خبرې ترسره شي.

کله کله په طالبانو دا شک هم کېږي، چې د دوی خبرې خپلې نه دي او یا د ملاعمر په نوم خپاره کېدونکي پیغامونه د پاکستان د ای اېس ای له لوري لیکل کېږي؛ خو که چېرې افغان حکومت او طالبان وکولای شي مخامخ داسې د باور فضا رامنځته کړي، چې په ډاډه زړه خپل دریځونه او غوښتنې یو بل ته بیان کړي؛ نو د سولې د خبرو اترو لپاره به ښه زمینه برابره او سوله به ورسره حتمي شي.

دغه ډول طالبان هم باید نور د خپلواکۍ لپاره کار وکړي، د پاکستان له منګولو ځان وژغوري او په خپلواکه توګه خبرې تر سره کړي او هڅه وکړي، چې خپلې غوښتنې د خبرو اترو له لارې مطرح كړي. خدمتګار ورځپاڼه

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو
    • د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو لوﺉ ریاست موظفینو دوه تنه ځان وژونکي له واسکټونو سره ونیول
    • دحرمينوهندار دحج يونليک نهه شپیتمه برخه
    • د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دغه وزارت د (( ۰۸۲ )) نمبر امر د تطبیق په اساس د میدان وردګو ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د لیدنې او له کابل تر غزني ولایت پورې د لوﺉ لارې په اوږدو کې د نوو پوستو د جوړولو او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لیدنه وکړه
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۲۷ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • پاکستان درخواست آزادی ملا برادر را نپذیرفت
    • ولسوال نام نهاد طالبان در کنر کشته شد
    • حامد کرزی کشتار انجنیران و کارمندان برنامه همبستگی ملی را شدیداً محکوم کرد
    • افغان او پاکستاني چارواکي نن بيا د سولې پر پروسې غږيږي