Posts | Comments | E-mail /

دپښتو ادب ځلانده ستوري اوملي شخصيت عبدالروف بېنواپه ياد

Posted by on Mar 20th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حبيب الله غمخور

څه موده وړاند ي زموږ دهيواد دځوان ژورناليست  اوتکړه ليکوال دادواعظمي دهڅونې اوستايني په وياړ غونډه کې چې دبلجيم هيواد په پلازمېنه بروکسل ښکلي ښارکي  دافغانانودکلتوري بهيرلخوا  دگډون بلنه راکړه سوې وه .

ددې درنې اونه هېرېدونکی غونډي نه وروسته په بلجيم کي دافغاني کلتور بهير ټولنې مشر ښاغلي حاجی محمد امين باوري څوټوکه په زړه پوري اوجالب کتابونه راته  ډالی کړه .ددې کتابونوپه جمله کښي د ځوان اوهڅاند فرهنگی شخصيت  مطيع الله روهيال  صاحب په زيار اوزحمت  راټوله سوې  ټولگه (( د بينوادپرېشانه افکار)) ترنامه لاندي دمرحوم بينوادنثری ټوټي دوهمه برخه هم وه .

ماداکتاب ولوست ،په لکه غاړه داخبره کوم چې ددې وتلي ليکوال اوتکړه عالم مرحوم بينواصا حب دعالي استعداد اوافغاني ټولنې په هکله  دده پوهاوی اود راتلونکی په اړه ئې وړاندوينې دتحسين وړدي  .

راځم اصلي خبرې ته  ،ځکه د ارزول سوی ،په ملي اونړيواله کچه منل سوی شخصيت دهرې ليکنې په وړاندي ارزونه لازمه نه نبولم .ددې ترڅنگ نه يوازي  داچي ددې سترليکوال اومتفکر دنثري ټوټې چې دگران روهيال صاحب په مټ  راټولي سوی ځوان نسل ته ئې دلوستلو مشوره ورکوم .ددې  وړوکی کتاب په يوه برخه کښي د((نوی کال زوړ  ژوند))نثری ټوټه  چي په ۱۳۲۶ ل کال دکابل مجلې په ۲۱ گڼه کي  چاپ سوی اوروهيال صاحب پدې ټولگه کښي نشرکړئ ، دنوی ۱۳۹۲ ل کال درارسېدوله امله دمنلي  اوملي شخصيت بينوا صاحب په ياد ستاسو درنو لوستونکوسره يوځل بيادانترنت پاڼوپه مټ شرېکوم  .

پدې کارکي دوې موخی لرم يوداچي دگران اومنلی ځوان روهيال داملي اوفرهنگی هڅه وستايم اوبل داچي ممکن ټولوددغه ادبی اثرلوستلوامکان نه وی پيداکړی ،غواړم دنوی کال په راتلو ،راتلوسره ددوي پام زموږ دولس ناخوالو اوهغو خوبونوته را واړوم کوم چې ۶۵ کاله پخوا دې غښتلي سياستوال اوملي شخصيت  درڼو سترگوپه ليدوسره په عجيب اوغريب خوب ويده ليدل.

لکه چې مرحوم بينوا صاحب ۶۵ کاله پخو ازموډ دهيواد گوح اکثريت بې ځايه غرو راوکړنوته اشاره کړې ،پرځاي ئي بولم چې دادغرورپه خوب ويده ملت يوځل بيادخوب نه راپاڅي ،خپل ځان ا وراتلونکي ته جدي پام وکړي .

زه پدې باوريم چې ددې وړوکی ولې ډير ژوراوغښتلی ،معناداره نثري ليکنې په مټ به  تاسو نه يوازي داچي دخپل ولس ټولنيز حالت متوجه شئ بلکې دمرحوم بينوادعلمي،تاريخي اوادبی اثارو دتل پاتي ارزښت په هکله  به هم يو تصور درسره پیداشي. دمرحوم بېنوا ياد او نوم دي آبدي وي

رابشوددې سترعالم اوملي شخصيت ، دپښتوژبې اوادب دستر آسمان ځلانده ستوري  يوې وړې ادبی نثری ټوټې ته :

نوی کال او زوړ ژوند

لکه په زړې بوډۍ چي دپېغلي کالي واغوستل سي ،يا دناوي ګېڼه په پوري کړه سي.

په دې شان نوی کال دپښتون زوړ ژوندپه غېږکي ونيو،خوهغه زړه بوډۍ چي ځان دپېغلي په کالو کي ويني  پخپله به پر ځان خندا ورځي،مگر پښتون موسکی کېدلای هم نه سي .

اوږدې پښې ئې غځولي او له دنيا ناخبره ويده پروت دئ ، نه يې نوي کال ته فکر سته ،نه دنوي ژوندپه آرزودئ.

نوی کال غواړي دده غړيو او انداموته نوی قوت ورکړي ،دده ويني له هره مرضه پاکي کړي اودی دنوي ژونداستقبال ته آماده اوراوپاڅوي .

خو افسوس چې دده هډونه ،ماغزه اورگونه دومره زاړه دي ،چي نوی ژوندورپوري خاندي اوله نزدېوالي يې ډډه کوي .

هو! مکتبي پېغلي تل دزړه مېړو په ږيرو پوري وشتي اومسخرې کوي.

ملامت څوک دئ؟ نوی کال که زوړژوند؟

نوی ژوند يازوړپښتون ؟ تاسي اختيار لرئ ،چي هره خوا ملامتوئ .

خوزه وايم دايوهم ملامت نه دئ .

ملامتيادهغه چاده چي پښتون يې دغفلت په خوب ويده ساتلی دئ.

هو! همدا قوه  په هرنامه ،په هر عنوان اوپه هره جامه کي چي وي دپښتون دزاړه ژوندمسؤله ده ا و په روسته پاته کېدو يې ملامته.

نو افسوس دي وي دهغه چا پر حا ل چي کال نوی سي ،  خو دده ژوند زوړ وي .

خلک نوي کال ته په زړه کي نوې ارزولري ،خودده زړې آرزوگاني  لاهم خاوري سوي وي ،اودا څوک به نو بېله پښتونه  بل څوک  وي ؟

زه هم پښتون يم خوچې ورته گورم موږ ټول دغفلت اوياخودغرورپه خوب ويده يوځکه خودهرکس اوناکس دهيلواوهڅوقربانيان يو.

خداي دي وکړی چېڅ دمرحوم بينواصاحب دغه ملي هيله پدې راترلونکو کلونوکښي پوره سي .

نوی کال مو مبارک اوپرټولونيکمرغه اوسه .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دیوید کامرون: نیازی نیست از اوباما عذرخواهی کنم
    • په سوله بمباري وکړه !
    • نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له لسګونو ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه
    • توزیع شناخت کارت های پاکستانی در ولایت کنر
    • مشکل یونیفورم دخترانه در مکاتب افغانستان
    • پاکستان آتش بس سرحدی را دوباره نقض کرد: هندوستان
    • ولسوال دشت ارچی ولایت قندز ترور شد: خبر عاجل
    • کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پینځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
    • د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی
    • په ارزګان کې د حکيم شجاعي د نيولو په موخه عمليات پيل شوي