Posts | Comments | E-mail /

ملي هويت او ملي ګتې

Posted by on Mar 30th, 2009 and filed under افغانستان چا ړنګ کړ؟. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمدفريد

 

ګرانو لوستونکو په پورته سرليک كې راغلي اصطلاحات هغه ا صطلاحات دي چې په ننې تاريخ كې زمونږ د هيواد د ليکوالو، پوهانو او په ځانګري توګه د سياستوالو او شننه کوونکو لخوا په ورځنيو چارو كې په خبري رسنيو كې استعماليږي او پدې توګه ما وغوښتل چې پدې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړم تر څو ما د يوي خوا د يوه کشر ليکوال په توګه خپل ملي احساسات دګرانو هيوادوالو سره شريک کړي وي او د بلي خوا مې د خپلو غښتلو ليکوالانو، استادانو او پوهانو پام رااړولي وي تر څو پدې اړه ژور معلومات برابر او په ليکه يي کړي.

 ملي هويت څه ته وايې؟

ملي هويت په لنډه توګه د يوه ملت تاريخيوياړونو، کلتوري ارزښتونو، مذهبي بنسټونو او تګلارو، خپلواکۍ او ولسواکۍ ته ويل كېږي. په نړۍ کې بيلابيل قومونه، قبيلي او ملتونه په خپلو ملي هويتونو پيژندل كېږي او د ښه هويت درلودنكې ملتونه دلوړ سياسي ارزښت او عزت خاوندان دي. خداي(ج) زمونږ ملت ته خوراښه تاريخې وياړونه، ملي کلتوري او مذهبي ارزښتونه، ملي غرور او د خپلواکۍ تل پاتي جذبه ورکړي او پدې توګه يي ورته ستر ملي هويت (افغان، ا فغانيت اواسلامېت) وربښلي دي. دغه راز د هيواد پهګوټګوټ کې د عتيقه اثاروشتون ددي ملت د لرغوني مذهبې مېنې او کلتور څرګندوي دې او دا چې د دې خاوري بچو دنړۍ د وخت دښكېلا کګرو په وړاندې د تل لپاره سرښدني کړې د دوي د افغانې غرور او د خپلواکۍ د جذبي او مېني څرګندوي دې. د خپل تير تاريخ په وياړ اود راتلونكې په زرغونتيا سره کولاي شو خپل ملي هويت تل ژوندي او پياوړي وساتو.

د بده مرغه چې زمونږ په بعضي وطنوالو كې دا روحيه اوس مهال غښتلې نده. دا ځکه چې مونږ د يوي خوا د بهرنيانود کلتوري يرغل لاندې او د بلې خوا د نظامې يرغل لاندې راغلي يوو. څوک زمونږ ملي اصطلا حات بدلوي او څوک مو د پښتون او تاجک؛ هزاره او ازبک په نومونو بيلوي او پخپلو كې مو جنګوي او وژني مو او څوک مو د طالب او مجاهد؛ سخت دريځ او ډيموکرات؛ بنيادګر او افراطي په نومونو سره بيلوي او وژنې مو او بعضي نور موجنت ته د تللو په موخه په ځانمرګي بريدونو كې او يا په هوايي بريدونو كې د تروريزم سره د مبارزي په ترڅ كې وژني. کله نا کله لا زمونږ بعضي هيوادوال پدې خو شاليږي او وايي چې دومره مخالفين مړه شول خو افسوس دا چې پدې نه پوهيږي چې څوک مړه شول او دا شننه او تحليل د ځان سره نه کوي چې كه دغه ډول بې سببه مرګونه او وژنې دوام وکړي نو يوه ورځ به دده او د کورنۍ د غړو نوبت هم را ورسيږي. په خواشينۍ سره بايد ووايم چې زمونږ خلک تر هغو په يوه موضوع كې سره همفکرې او همغږې نه کوي ترڅوخپله په ستونزه كې ښکيل او زيانمن نشي. اي د افغانستان زړورو ولسونو را ويښ او يو موټي شۍ داحمد او ملالۍ تاريخ ژوندي وساتۍ دمېوند دشته او د خيبر دره پهګلونواو ونوسمسورکړۍ او دا ښکلې ښکلې دښتې د وطن د سيندونو په اوبو وخړوبوۍ د آمو د سين مخه راونيسۍ او که نه نو د تخار ښکلې سيمه به اوبه يوسې.

مليګټې څه ته وايي؟

مليګټې د يوه هيواد ټولو کلتوري، اقتصادي، نظامي او امنيتي ستراتيژيکو موخو (اهدافو) ته ويل كېږي او يا په بل عبارت د يوه هيواد ټولي کورنۍ او بهرنۍ ستراتيژيگانې چې د ځمکنې بشپړتيا، د خلکو د سوکالۍ، ولسواکۍ او خپلواکۍ ضامن وي مليګټې بلل كېږي. ټولې دولتي زيرمې ملي شتمنۍ دې او دوي ته ځکه ملي شتمنۍ ويلي شي چې د هيواد ټول وګړي تري بايد په جايزه توګه برښمن شي او دا شتمنۍ د چا شخصي ملكېت نشي كېدلاي.

پاي

تل دې وي افغانستان، ژوندي دې وي افغانان او پياوړي دې وي اسلام.

محمدفريد

 

 

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “ملي هويت او ملي ګتې”

  1. Vote -1 Vote +1mojib says:

    محمد فريد جانه ښکلې ليکنه مو کړې ده ډېره با مسوليته شننه ده. په فکر دې برکت اوسه

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود