Posts | Comments | E-mail /

استخباراتي جګړه د استخباراتي فتوا په زور

Posted by on Mar 4th, 2013 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د پاكستان د علماؤ د يوه مشر دغه فتوا چې په افغانستان كې ځانمرګي بريدونه روا وبولي واقعاً  د اسلام د مبارك دين له روح سره منافي ده، فتوا بيا د نفس او يا نفسونو د وژلو فتوا داسې آسانه نه ده چې هر څوك يې صادره كړاى شي.

دا چې په افغانستان كې بهرني پوځونه پراته دي، دغه پوځونه كه د ځانمرګيو بريدونو د روا والي دليل وي بيا  خو د پاكستان په شمول ښايي نږدې په ټولو اسلامي هېوادونو كې دغسې بريدونه روا وي، بيا يوازې د افغانستان، فلسطين او كشمير استثنا د څه لپاره ده؟

د فتوا ځواب د شريعت له مخې د هغه عالم دنده ده چې د مفتي درجې ته رسيدلى وي او له نيكه مرغه افغانستان زيات شمير داسې علما لري، هغوى د پاكستان د استخباراتو د مفتي ځواب هم ويلى دى.

د افغانستان د روانې بدمرغې جګړې په اړه په زغرده ويلاى شو چې دا د امريكا جګړه ده، د امريكا د اهدافو  لپاره ده، خو تر ټولو ستره وسيله يې د جګړې په دوام او د انګيزو په راپيدا كولو كې متاسفانه د پاكستان استخباراتي ادارې دي، دا امر يكايي جګړه ده چې د  جواز فتواوې يې آى اس آى وركوي.

دا چې نن په افغانستان او سيمه كې د امريكا او ناټو غوبل جوړ دى اصلي لامل يې د سيمې د استخباراتو همدغه جفا ده چې افغان ولس يې آرام پرېنښود، دلته يې بدمرغيو او جګړو ته لمن ووهله او لا هم لګيا دي دې بدمرغيو ته د دوام لپاره په نويو طرحو كار كوي.

دغه استخباراتي لوبغاړي ظاهراً برلاسي او بريالي هم دي، په سيمه او افغانستان كې د سولې په مخه كې هر ډول خنډونه ايجادولاى شي، د ړندو فتواو مفتيان يې هم په واك كې دي.

خو كه د لوبې تل ته ځېر شو، دې ته پام وكړو چې په ټوله كې وضعه پر كوم لور روانه ده همدغه لوري چې ظاهراً د يوه پياوړي او ځواكمن پاكستان رجزونه تكراروي د خپل مسلمان ولس له ژوند سره هم لوبې كوي، دا نن چې پخپله په پاكستان كې د  مرګونو كومه څپه راپورته ده دا د همدغه كړيو د ناروا او  خاينانه طرحو يو طبيعي غبرګون او پايلې دي.

هغه د شاعر خبره چې:

زموږ كيښتۍ يې ډوبولې خپل درياب يې توپاني شو.

پاكستان د خپلو وطن پلورو او پردي پالو چارواكيو د غلطو او  ناروا پريكړو په اور كې سوځي او زموږ باور دى چې د مظلوم افغان مجاهد افغان او هغه سرلوړي ولس آزار ورپسې وي چې ټولې نړۍ ته يې له استكباري ځواكونو سره د مقابلې او جهاد لاره وښودله هېڅكله به ښه ورځ ونه ويني.

د اسلامي امت له علماؤ نه د افغان ولس هيله او غوښتنه دا ده چې د روانو فتنو په اړه خپل دروند مسووليت ادا كړي او پرنيږدي چې عزيز اسلام چې بشر ته د رحمت سيورى دى د داسې ذليلو سياسي ګوډيو له لاسه بدنام شي.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “استخباراتي جګړه د استخباراتي فتوا په زور”

  1. +1 Vote -1 Vote +1متین says:

    سلامونه
    په پښتو کی یو متل دی چی وایی:
    مکوه په چا چی و به شی په تا.
    او یا
    بل ته کوهی مه کینه، خپله پکی لویږی

    په درناوی
    متین

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد