Posts | Comments | E-mail /

هلمند کې په روان لمريز کال کې ١١٧٠ تنه وژل شوي دي

Posted by on Mar 1st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لښکرګاه : چارواکي وايي، چې په هلمندکې په  روان ١٣٩١ لمريز کال کې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١١٧٠ وژل شوي، چې ډېر په کې وسلوال مخالفين دي.

دغه يو کلن راپور د دې ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د يوې خبري ناستې پر مهال تېره ورځ ناوخته خبريالانو ته څرګند کړ.

د هغه په وينا، په وژل شوو کسانو کې ٣٦٠ ملکي وګړي دي، ٣٨ پوليس او پاتې ٧٦٣ د دولت وسلوال مخالفين دي، چې په بېلابېلو عملياتوکې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ملکي وګړو او پوليسو ته ډېره مرګ ژوبله د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د سړک غاړي ماينونو د چاودنې له امله اوښتى، چې د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي وو.

امنيه قوماندان دغه راز وويل، په همدې پېښو کې ٥٤١ تنه ملکي وګړي او ١٣٨ وسلوال طالبان ټپيان شوي او ٢٤٥ تنه مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي وويل: ((دا چې پوليس مسلکي شوي دي، له دې امله يې د نورو کلونو په  پرتله لاس ته  راړوني ډېرې دي، تر درې زره زيات ماينونه يې شنډ کړي، ١٠٨ موټر سايکلونه ،اته  موټر او تر ٢٠٠ ميله زياتې وسلي يې نيولي دي.))

د هغه په وينا، په جنايي پېښو کې هم کمښت راغلى دى او هغه کسان، چې په جرمونو تورن  پېژندل شوي دي، ټول عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ويلي، خو د دوى د ډلې وياندويانو د روان  کال په اوږدو کې د زيات شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو راپورونه ورکړي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • “استاده ستا حافظه خرابه شوې که نظریه؟”
    • دکورنيو چارو وزير ديولوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
    • افغانستان پاکستان را شکست داد
    • دکورنيو چارو وزير:په خوست کې ښې رهبرۍ او ولسي همکاري امنيتي حالت ډاډمن کړى دى
    • -جبهه جدید تحت نام”اعتماد ملی افغانستان” اعلام موجودیت کرد
    • احتمال آزاد شدن حسنی مبارک ظرف ۴۸ ساعت آینده
    • نواز شریف خواستار آغاز مذاکرات رسمی با شورشیان طالبان شد
    • باشندگان چهار ولسوالی ننگرهار مجبور به ترک خانه های خود شده اند
    • عصر درخشان امانی، درسی برای نسل امروز افغانستان
    • بار دیگر کشتی ۱۰۵ نفری مهاجرین غیر قانونی در آب های استرالیا غرق شد