Posts | Comments | E-mail /

د لاهور پېښه څومره پر واقعيت ولاړه برېښي؟

Posted by on Mar 30th, 2009 and filed under سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

afghan-beggar_preview2

ريحان

 

پرون د پاكستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار كې  ناپيژاندو وسله والو د هغه هېواد د پوليسو پر يوه روزنيز مركزو … وكړه اود 800 په شاو خواكې پوليس او نور كسان يې يرغمل ونيول. دغه ناورين د ماسپښين مهال د پاكستان د پوليسو او پوځ د چټكو عملياتو په پايله كې پاى ته ورسيد او په ودانۍ كې ټول شته وسله وال د امنيتي ځواكونو په ډزو كې له پښو وغورځيدل د پاكستان د كورني امنيت سلاكار رحمان ملك اعلان وكړ، چې په پېښه كې د جنګوي لښكر او بهرنيو هېوادونو لاس كنېداى شي. هغه له جيو… ټلويزيون سره د خپلې مركې په ترڅ كې دا هم وويل، چې په عملياتو كې ټول وسله وال كسان وژل شوي، خو د پېښې په اړه به بشپړ رپوټ درې ورځې وروسته وركړې.

دپاكستان په لاهور ښار كې دغه پېښه په داسې حال كې رامنځته كېږي، چې پاكستان په كورنۍ او نړيواله كچه له څو سختو ننګونو سره مخامخ دى. په پنجاب كې شريف وروڼو د حكومت له منځه وړل او له دې مسالې نه را پورته شوى وروستى كړكېچ، د سيمې په ځانګړې توګه قبايلي سيمو په اړه د امريكا نوى ستراتيژي او د ممبيي په اړه پر اسلام اباد د هند د حكومت او امريكا پر لپسې فشارونه، هغه عوامل دي، چې د لاهور له وروستۍ پښې سره په يو نه يو ډول تړاو وركول كېداى شي.

حكومتونه، په ځانګړې ډول د اسلام آباد په سختو سياسي، اقتصادي او پوځي حالاتو كې نښليږي، د عامه افكارو د تحريف او پام اړونې په خاطر يو لړ سناريوګانو او خپللاسو پېښو ته مخه كوي. د پاكستان په تاريخ كې دغسې ډېرې پېښې شوې، چې په يو نه يو ډول د فشار له نقطې سره تړاو مومي.

په سيمه كې اصلي د امريكا د ستراتيژۍ د پليتابه پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د پاكستان اوسنۍ قبايلي نيمې دي، چې ښايي په نږدې راتلونكي كې د امريكا د ترهګرۍ ضد جګړې اصلي محور وګرځي د پاكستان با نفوذه ولسي كړۍ پر قبايلي سيمو بريدونه د ځمكنۍ بشپړتيا او د پاكستان د ازادۍ تر شعاع لاندې راويستل بولي.

ددې لپاره چې دغه كړۍ پاكستان ته ګواښونو او احتمالي منفي پايلو معتقدې كړي دغسې لوبو ته اړتيا ده. د اسلام د ميرټ هوټل پېښه هم له ورته پلانونو سره تړلې ګڼل كېږي، چې د امريكا … هم پكې را ښكيله ده. دوهم امل يې د هند د ممبيي پېښو پر وړاندې يو جبراني ته ورته يو غبرګون كېداى شي، چې كه ممبيي له وسلوالو خوندي ته ده، هند ته نږدې لاهور ښار هم دغسې پېښې ننګوي. دغه عامل دوه اړخه درلوداى شي. يو دا چې پاكستان په دې توګه د يوې مصنوعي پېښې له لارې (سره له دې چې 27 تنه قربانيان هم لري) غواړي د هند او امريكا فشارونه دفع كړي او بل هند ته په يو ډول پوځي زور ښودنې اوما نور هم ګڼل كېږي، چې كه هغوى اته تنه وسله وال په دوو ورځونې مات نه كړاى شول، پاكستاني پوليس او پوځ دا توان لري، چې تر لسو ډېر وسله وال به يوې دغسې سترې يرغمل نيونې سره يو ځاى په څو ساعتونو كې له منځه يوسي. د لاهور پېښې د اصلي عاملانو بپړه وژنه دغه شك لا ډېروي، چې اسلام ابادو كې د دغووسله والو د لږ تر لږه يو دوو تنو د ژوندي نيولو هڅه وه كړه. درېيم عامل همغه د پاكستان د كورني استحكام مساله كيداى شي، چې په… حالاتو كې د عامه افكارو د راټولونې هخۀ كوي. په پنجاب كې د شريف وروڼو د حكومت له منځه تګ، د جنګياليو مخه پرده نفوذ، سياسي بې ثباتي او د وكيلانو وروسته اړو دوړ ټول ددې لامل ګرځېداى شي، چې د زرداري په مشرۍ اوسنى ملكي حكومت له ننګونې سره مخامخ كړي.

پردغو احتمالي عواملو سر بېره دا هم يو واقعيت دى، چې پاكستان په دې وروستيو كې د جنګياليو او وسله والو كسانو مخ پر وده نفوذ او ننګونې سره مخ دى. دغه وده او نفوذ څه پخپله د پاكستان د څارګرو ادارو د فعاليتونو پايله ده او څه هم په سيمه كې له روان بهير نه د غيز مساله ده چې د پاكستان پايښت بې له ګواښ سره مخامخ كړى دى. جنګوي لښكر او لشكر طيبه او حسين محمد ټولې هغه ډلې دي، چې د پاكستان د څار ګرو ادارو په مرسته د هند پر وړاندې را ټوكول نوې او په سيمه كې له ورنه ټولو پښو سره يې تړاو ثابت شوې دى، دا چې پخپله د پاكستان د كورني امنيت سلاكار رحمن كلم اعلان كوي، چې په دې پېښه كې د جنګوي لښكر لاس كېداى شي، د پورتنۍ مركې ښه ثبوت دى، د ممبيي تر پېښې وروسته، چې په هغې كې لشكر طيبه او د پاكستان استخبارات ككړ وګڼل شول، د پاكستان يو شمېر ټلويزيونونو دا نننې او تحليلونه پيل كړل، چې ممكن هند په كراچۍ كې په مقابل انتتامي عمل لاس پورې كړي. دا يو ډول… و، چې د ممبيي پښې پر دوهمه ورځ يې په كراچۍ كې د پښتنو او هندې كډوالو ترمنځ ډېرو بدو پيښو او شخړو ته لاره اواره كړه، د پاكستان د سياست جوړوونكو د غسې مخينې او چلوټو ته په پام سره، ډېر لږ داسې څوك موندل كېږي، چې هملته پېښېدونكي واقعيتونه هم د حقيقتونو په توګه ومني.

په هر حال د لاهور پېښه، چې په هر ډول دي، د پاكستان د حكومت او نورو سيمه ييزو ولسونو لپاره يو بد پيام لري او هغه دا، چې داسې ځواكونه هم شته چې په كابل كې عدليه وزارت هم حمله كولاى شي او په لاهور كې د پوليسو مركز هم. ددې ستونزې د اصلي جرړو لټه په ار ده، چې ولې يو څوك دې ته اړ وكي او يا څنګه يو څوك دې ته اړ ايستل كېږي، چې د ځان په قربانۍ سره مهم اهداف په نښه كړي. د پاكستان حكومت، امريكا او افغان دولت دو پواړ اړيونه بايد ددې مسالې او ناورين تل ته لاړ شي.

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “د لاهور پېښه څومره پر واقعيت ولاړه برېښي؟”

  1. Vote -1 Vote +1Qandahar khan says:

    I have one thing to say about this that its really sad cuz muslim died but on the other hand i get really upset for my pashtun in pashtun areas cuz daily basis there is alot of dying daily basis no one even care but if some thing happens in punjab of Sindh then its day of judgment and the whole country is in war so shame on these politicians and Shame on Intelegence companies. Now i have one request if pashtun dont unite Wallah they are not gona let us live and this world will wipe out this beautiful race. Wallah i am sad for wht happend in Lahore cuz they are muslims too but on the other side i really really feel bad for my pashtun. Why this whole world is After pashtuns wht did we do so wronge? why they dont wana let us live like humans? why this whole world think we pashtuns are rigid, Barbarian, uneducated why? My People are not Terrorists, Why My pashtuns are dying for no reason, Why pashtuns are dying and these Politicians in Afghanistan and Paksitan are getting rich who will stop this how we will stop this. Why they are playing this game in my home. Why Wht did we do so wronge. My people were suppose to be the beautiful, Hospitable, brave and honest people. Where is my elders now. Wht happened to my elders. When we are gona see another Ahmed Shah baba when we pashtuns are gona see another Mirweys Neeka when pashtuns are gona see Sher Shah. Where did Pashtuns go. Cant pashtuns see whts going on with our pashtuns. Who will lead us. Is there any hope. Wallah this whole world is after us we need Some one to Lead us. My people are dying. We need to come forward and work for our people. Our peoples are in alot of problums they need to get out of these problums. We need to do some thing .

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد