Posts | Comments | E-mail /

د عراق په هینداره کې د افغانستان د حالاتو ارزونه

Posted by on Feb 27th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ابراهیم نعیمي

څه د پاسه لس کاله مخکي د جورج بوش په امر بیله کوم ځانګړی دلیل د عراق پر خاوره د امریکا، انګلیستان او یو شمیر هیوادونو له لوري د درنو ګولیو باران پیل شو. د بوش د ادارې سره په پریکړه کې د ملل متحد اداره (د امنیت شورا) همږغي نه ول. بوش دومره بیړه کوله چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ته یي موقع ورنه کړه چې په پیل کې د دیپلوماتیکو لارو څخه ستونزه حل کړي.
د وخت د بهرنیو چارو وزیر کولین پاول Colin Powell وایی:
«بوش خپلې ځانګړي کوټې ته وغوښتلم او د جګړې د ژر پیل په اړوند یي خبر کړم. ما په حیرت وپوښتل چې په رښتیا جګړه پیل کوي؟ زه تر اوسه د دیپلوماتیکو لارو څخه د ستونزې د حل څخه ناامیده شوی نه یم. ولې بوش مې لاسونه ټینګ راڅخه ونیول او اضافه یی کړل: په جګړه کې زما سره ملګری یي؟ ما، پاول ژور فکر وکړ نو ورته هوکي می وکړل.
ما، پاول پوځي تربیه اخیستي ده. که مې د استعفا وړاندیز کړی واي په دی مانا ول چې د امریکا ولس مې په جګړه کې یوازي پریښود نو ځکه مې ورته هوکي وکړل.[1]
د کولن پاول د خبرو څخه ښکاري چې پر عراق برید د بوش،د جمهور ریس مرستیال دیکچني او د دفاع وزیر رامز فیلډ لیونی هیله وه چې باید عراق وران کړي. هغه ادعا چې ګواکي عراق اټومي وسلې لری، د حقیقت څخه دومره لیري ول چې تر اشغال وروسته یي عراق زیر وزبر کړ خو څه یي و نه موندل.
د توني بلیر څخه پوښتنه وشول: دا چې اټومې وسلې پیدا نه شوی، پښیمانه نه یي چې پر عراق مو د امریکې تر مشری لاندې برید وکړ؟
بلیر د نورو جګړه ایزو ښکیلو مشرانو په ډول په سپین سترګي وویل: دا چې دیکتاتور صدام حسین مو له منځه یووړ دا لویه لاسته راوړنه ده.
ولې د عراق د خلکو رنځونه او ورځني وژنې خو د هیڅ جنګ پلوه مشر پر احساساتو اغیزه نه لری چې ځانونه مجرم او ګنهکار وګڼي.
غواړم د عراق اوسني حالت چې کورني جګړې ته ورته دی او په ورځني ډول د وینو حمام ور په کښي جاری دی، د رسنیو له نظره وڅیړم:
د ډنمارکي ورځپاڼې Politiken d.17.2.2013 د یوې برخې ژباړنې ته پاملرنه وکړی:
په عراق کې ۲۰۱۲ زکال په تیرو وروستیو درو کلونو کې خونړی کال و.
پوره یو کال د جګړې د پای ته رسیدو او لس کاله د جګړې د پیل څخه وروسته په عراق کې خونړی ناورین جریان لري. هیواد په بشپړه توګه د وینو په حمام بدل شوی دی.
تیر کال په عراق کې ۴۵۰۵ ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دي.
یو امریکایي څیړونکي وایي چې په عراق د سولې راتلل ډیر لیري بریښي. د سوریې تاو تریخوالي د عراق پر حالت ډیره اغیزه لري، که دا حالت دوام ومومي، کیدلای شي چې عراق په کورنۍ جګړه کې راښکیل شي.
په هیواد کې د بریښنا او پاکو اوبو کمښت ډیر دي چې ولسونه یي ډیر کړولي دي. سني مسلمانان اعتراضونه کوي چې د هیواد صدراعظم نور المالکي (شیعه) باید د څوکۍ څخه لیري شي ځکه دوی ډار لري چې نور المالکي به په یو دیکتاتور بدل شي.
یو بله څیړنکي اداره وایی چې د سوریې کورنۍ جګړې د عراق خلک په دوبرخو ویشلي دی په دی مانا چې د جګړې ملاتړې او مخالفین یي رازیږولی دي. د نورالمالکي حکومت هم د اسد د رژیم ملاتړی دی. د بمونو چاودل یوه لویه ستونزه ده چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي. تیر کال ۹۴۶ بمونه چاودلي دي چې ۲۷۷۸ تنه یی وژلي او ۷۴۴۸ تنه یي ژوبل کړی دي. که دا شمیره وګورو په یوه اونۍ کې ۱۸ بمونه چاودلي او په منځنی توګه یي (۵۳) تنه وژلي او ۱۴۳ تنه یي ټپیان کړی دي. که امریکا پر ایران برید وکړی او یا د سوریې حالات د کنترول څخه ووزي، نو د عراق حالات به نور هم ګډوډ شي.

د افغانستان حالت د عراق په پرتله د امریکا غوښتنه په عراق کې د یوې امریکایي ډیموکراسۍ پیاده کول ول. ولې ژر یي د ډیموکراسۍ د پیاده کولو غوښتنې په رسمي ډول ناشونې وګڼلې. صدام او ورسره ټیم یي په دار وځړول. د صدام تر مرګ وروسته د لویدیزوالو هیله دا ول چې عراق به د دوي تر قبضې لاندي حکومت وي خو ورځ تر بلې حالات د ګډوډي پر مخ روان دي او اوس همدوی په عراق کې د کورنۍ جګړې د پیل خبري کوي. په عراق کې یو کال مخکې جګړه ختمه اعلان شول او امریکایي پوځ ښکاره حضور پای ته ورسید. پوښتنه:ایا په رښتیا په عراق کې جګړه پای ته ورسیدل او که د امریکایانو وروستۍ موخې پای ته ورسیدلي چې سرتیري یي د عراق څخه ویستل؟ ځواب: ځواب یي ښکاره دي ځکه لویدیزوال خپله ادعا لري چې د کورنۍ جګړې پیل دي. د افغانستان حالات د امریکایانو سره په تړاو ډیر و عراق ته ورته ښکاري ځکه په افغانستان کې چې لویدیزوال او او امریکایان د جګړې څخه په تنګ شول، په یوه خوله یي نارې او سورې پیل کړي چې د افغانستان پوځ د ځان څخه دفاع کولای شي او زموږ پراخ حضور ته اړتیا نه شته. د انګریز، افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډې  نتیجې د معجزې په توګه اعلان شول چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د سولې خبرې نهایی شي. که د افغانستان اوسنې حالاتو ته وګورو، تاو تریخوالي ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي. که زموږ په هیواد کې سوله د عراق په څیر وي خو نوم یي سوله نه ده بلکې زموږ خلک به سره وژنې او امریکایان به په خپلو قرارګاو کې سیل کوي او د خپلو نورو موخو د لاس ته راوړولو له پاره به کوښښونو ته دوام ورکوي.  خداي دی زموږ پر مظلوم ملت رحم وکړي چې په خپلو مینځو کې پخلا شي او د پردیو لاسونه لنډ شي.


[1]  ـ یو هیواد په جګړه کې د هغه کتاب نوم دي چې په ډنمارکي ژبه خپور شوی دی چې زه یي په پښتو ژباړنه بوخت یم ولې حجم یي ډیر زیات دي ممکن ډیر وخت ونیسي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه