Posts | Comments | E-mail /

په ميدان وردګ كې امريكايي ځواكونو ته نوره اړتيا نشته

Posted by on Feb 27th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

د میدان وردګ خلکو په دې وروستيو كې شکایتونه کړي چې ځانګړي امريكايي ځواکونه او ورسره مله افغان وسله وال د خلکو پر کورونو بريدونه کوي، ځوانان نیسي او ځوروي یې په دې وروستيو كې په يوه پېښه كې نهه ځايي خلك بې دركه شول او په يوه بله پېښه كې يو زده كوونكى د شپې له خوا له كوره وتښتول شو او دوه ورځې وروسته له يوه پل لاندې په داسې حال كې وموندل شو چې سر يې له تنې جلا پرې كړاى شوى و همدارنګه د دې ولايت د یو شمېر سیمو خلکو ګواښ کړی چې که دا حالت همداسې دوام وكړي، نو دوى مجبور دي چې خپل کورونه پرېږدي یا پاکستان ته ګډه شي او یا هم کومې بلې سیمې ته وكوچيږي ،د امريکايي ځانګړو ځواکونو او د هغو د افغان همکارانو له خوا د ځورونو په اړه د خلکو له شکايتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ امر وکړ، چې دغه ځواکونه  دی په دو اونیو کی له میدان وردګو ولایت ځخه  وو ځی نوموړي پر ځانګړو امريكايي ځواكونو تور پورې كړى چې په دغه ولایت کې ناامنۍ او بې ثباتۍ ته لمن وهی دا په داسې حال كې دي چې تېره اوونۍ ولسمشر كرزي خپلو ځواكونو ته امر وكړ چې له بهرني هوايي ځواك څخه په داسې سيمو كې چې هلته كلي او كورونه وي، د مرستې غوښتنه نه شي كولاى او دا امر له هغې پېښې وروسته صادر شو چې په كونړ ولايت كې د بهرنيو ځواكونو په يوه هوايي بريد كې لس ملكي خلك ووژل شول

 دميدان وردګو ولايت له دوه زرو زياتو قومي مشرانو او مخورو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت په اړه د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې ته هر کلی ویلی دی او د پلي کېدو غوښتنه کړی ده د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمد جانان په دی هکله ورسنیو ته ویلی دی وايي: د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو له دوه زرو زياتو مشرانو او مخورو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د يادې پرېکړې، چې په دوو اونيو کې دې بهرني ځواکونه ووځي، هرکلى وکړ د ده په وينا، چې دغه غونډه د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې جوړه شوې وه او د غونډې ګډونوالو په يوه غږ وويل، چې د ولسمشر پرېکړه دې عملي شي او که پلې نه شوه، نو د دغه ولايت ولسونه به په پراخو دوامداره سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړي. د جانان په وينا، په دغو مشرانو کې د مرکز ميدان ښار، چک، سيداباد، دايميرداد، جغتو، بهسودو، جلريز او نرخ ولسواليو مشرانو، مخورو، جهادي قوماندانانو او علماوو برخه درلوده ،هغه زياته کړه، چې دغه راز دغو مشرانو له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د دغو ولسواليو امنيت ته جدي پام وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې ولسونه له دوى سره ملاتړي دي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویاند ويلي دی چی، دوی په میدان وردګ ولايت کې له خلکو سره د بد چلند په اړه تورونه جدي ګڼي او په دې اړه د څېړنو كلكه اراده لري: تر هغه چې په دې اړه له جګپوړو افغان چارواکو سره د خبرو فرصت ترلاسه نه كړو، په دې هلكه زیات څه نه شو ویلاى، خو دا مهمه موضوع ده او له خپلو افغان ملګرو به يې په اړه مفصلې خبرې وکړو پر دې سربېره د ايساف ځواكونو يوه وياند جنرال ګونترکتز ويلي چې تراوسه داسې شواهد نشته چې دغه ادعاوې تاييد كړي: تراوسه پورې موږ داسې شواهد نه دي موندلي چې هغه ادعاوې تاييد كړي چې افغان دولت په ميدان وردګ ولايت كې د امريكايي ځانګړو ځواكونو په اړه كړې دي، خو ايساف به د افغان حكومت له استازو سره كار وكړي چې د خلكو دغو اندېښنو ته يو حل پيدا كړي ،په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، وویل چې د ایساف هیڅ پوځي په ناوړو اقداماتو کې لاس نه لري ده همداراز ادعا وکړه چې په وروستیو میاشتو کې د دفاع وزارت او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په همکارۍ په یوه ګډه څېړنه کې جوته شوه چې ايتلافي ځواکونه د وردک ولایت په ناوړو اقداماتو کې هیڅ راز برخه نه لري له بلې خوا امریکايي چارواکو ویلي، چې له میدان وردګو ولایت څخه د امریکا د سپېشل فورس ځواکونو د وتلو په اړه د افغان ولسمشر امر د دوي لپاره ناڅاپي و فرانسپرس خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله لیکي، چې وايي، معلومه نه ده چې ولسمشرحامد کرزي ولې په دوو اونیو کې له میدان وردګو څخه د سپېشل فورس د وتلو اعلان وکړ

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د لندن د سفر په مهال وویل:«د افغانستان او وردک ولایت په اړه ، د دوی پر اندېښنې پوهېږم، زه تاییدوم هر ډول شکایت چې دوی لري باید په مناسب ډول وڅېړل شي، زه یقیني یم چې دا کار به وشي کیري همداراز وویل چې دا مسله د ناټو ترمشرۍ لاندې ایساف ځواکونو سره اړه لري چې د شکایتونو په باب تحقیقات وکړي.جان کیری داهم ویلي دی چی : افغانستان او میدان وردګو ولایت ته په احترام سره، زه دهغوی اندیښنې محسوسوم، او د خلکو دځورونې به اړه شوې ادعاوې به څیړل کیږی

کتونکي په دې نظر دی چې د ولسمشر کرزي دې پریکړې سره به د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې اوددواړو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي سند او په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو پر سر روانې خبرې اترې هم د ځنډ ښکار شي خو جان کیري ویلي چې افغان ولسمشر کرزي قانوني حق لري چې د موضوعاتو په اړه څیړنې او ارزیابۍ وکړي خوزیاته یې کړه، چې له کابل سره پر امنیتي سند او د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه خبرې په ښه توګه روانې دي.پای سلام خان.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه