Posts | Comments | E-mail /

نړۍ وال ځواکونه دناامنۍ مسؤول وپیژندل شول

Posted by on Feb 27th, 2013 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عبدالله کامه وال

نړۍ وال ځواکونه دناامنۍ مسؤول وپیژندل شول

  له میدان وردګو ولایت نه  د امریکا د ځانګړو ځواکونو د ایستلو په اړه د افغان حکومت غوښتنې په نړېوالو رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی دی.

ولسمشر حامد کرزی ځانګړو امریکايي ځواکونو ته ویلي دي، چې په دې ولایت کې دې سمدلاسه خپل عملیات بند کړي او په دوو اونیو کې دې له دې ولایت نه  ووځي.

 افغان حکومت وايي، ځانګړو امریکايي ځواکونو په میدان وردګو کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې خلک زورولي، ربړولي ان وژلې یې دي که څه هم دالومړۍ پیښه نه ده چې دنړۍ والو اشرګړو له لورې ترسره کیږي اونه لومړې ولایت دی چې ولس یی نوردبهرنیو ځناور فطرته عسکرو له لورې په کوکارودی بلکې په تیرو یولسو کلو کې به پرته له یو اویادوه ولایتونو چې هلته به ورته خپلسري عملیات نه وي شوي خونوروټولوولایاتو کې دنړۍ والو ځواکونو بې رحمانه اوخپلسري عملیات ترسره شوي اوپدې عملیاتو کې هیڅ مهم مخالف نه دې په نښه شوې او نه یې کوم دپام وړ لاسته راوړنه لرله په هربرید کې چې دامیریکا اونړۍ والواشرګړو لخوا شوي خورا دردونکې پیښې یی رامنځته کړي بی ګنا ولسي وګړي چې اکثریت یی ښځې اوماشومان وي وژلي اوکورونه یی ورته وران کړي چې همدې خپلسرو اوظالمانه عملیاتو دمخالفینو لیکې پیاوړې کړې اودمخالفینو سره یی دولس همدردي پیداکړې هغه تنکي ځوانان چې په ځانمرګو بریدنوکې خپل ځانونه قرباني کوي د دوی ډیرې یی دهغه کلیو او کورنیو پورې اړه لري چې دخپلسرو اوړندوبمباریو نه زیانمنې شوي او دکورنیو غړي یې له لاسه ورکړي هغوته دانتقام بله لاره نه ده پاتې پرته له  دی چې دخپلو ځانونو په قربانولو دخپلو کورنیو دغړو انتقام واخلي که څه هم ځینې څیړونکې په دې اند دي چې دې سره به دافغان دولت اوامریکا ترمنځ اوبه خړې شي خو هغه بې باوري او واټن چې دملت اودولت ترمځ واقع دی هغه به کم اویا هم بیخي ختم شي ځکه  نړۍ وال ځواکونه خو که  خوشالېدای اویا یې زړه یخېدای نو په دومره مرګونو به یی زړه یخ شوی و خو ښکاري داچې داخونکاره فوځ به دټولو افغانانو پرمرګ هم خوشاله نه شي  اونه به ترهګري ختمه شي بلکې ترهګري به لازیاته مخالفین به لاپیاوړي او جګړه به نوره هم اوږده اوخوره شي . خو له امریکا نه خپریدونکې اخبار وال سټریټ ژورنال  لیکي، چې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتنې په اړه د افغان حکومت غوښتنه، به د انتقال پروسه سخته کړي، ځکه دې سره  به د افغان دولت  او امریکا ترمنځ اړیکو کې ترینګلیتا اوناباوري رامنځته شي .

ولسمشرحامد کرزي تیره اونۍ هم  افغان پوځیانو ته په وینا کې وویل، په خپلو عملیاتو کې باید د هیڅ ډول شرایطو لاندې له ناټو ځواکونو هوايي مرسته ونه غواړي چې زموږ پرکلیو اوبانډوباندې هوایی بریدونه وکړي .

د وال سټریټ ژورنال په اند  له میدان وردګ ولایت نه  د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر امر، د افغانستان د حکومت د هغو تازه هڅو یوه  لړۍ ده  ، چې غواړي له ۲۰۱۴ م کال د مخه د نړېوالو ځواکونو د عملیاتو ساحه محدوده اوپرځایی  له افغان امنیتي ځواکونو دامنیت اوټیکاوپه راوستو کار واخلي. او داسې ښکاري  چې د نړېوالو ځواکو نو د ناسم چلن په اړه سخت اقدامات پیل  کړي خودسیاسي اونظامي چارو کارپوهان پدې اند دي چې دافغان دولت دا ډول اقدامات پر بهرنیو ځواکونو د یوې ژورې بدګمانۍ څرګندوی کوي خو  له میدان وردګو ولایت نه  د امریکايي ځواکونو د ایستلو امر، د ولسمشر کرزي په شمول د ډیرو افغانانو نظر په ډاګه کوي، چې د طالب وسلوالو تر څنګ د نړېوال ایتلاف ځواکونه هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو مسول دي.

 افغان چارواکي بیا وایي، پر دې اقدام یې د وروستي انتخاب په توګه لاس پورې کړی، افغان دولت  وايي، څو اونۍ یې هڅه وکړه چې نړېوال ائتلاف دهغه افغانانو په  څیړنه کې مرسته وکړي، چې ویل کیږي د امریکا د ځانګړو ځواکونو سره کار کوي لخوا یی ملکیان وژل شوي، نیول شوي او یا ربړول شوي دي. د امریکا د ځانګړي ځواکونو له خوا په افغانستان او نورو ځایونو کې ترسره شوې کړنې پټې ساتل کیږي او په اړه یې اطلاعات په سخته توګه څارل کیږي. په هرحال زموږ ملت نور له خپلسرو عملیاتو اوړندو بمباریو پوزې ته راغلی اوله خپل حکومت نه یې د همدا ډول اقدام توقع وه خو کاش چې ولسمشر دا اقدام پروخت کړی واى نو نن به نه دومره ستونزې وې اونه به  دمخالفینو ډلې دومره پیاوړې وی.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه