کابل:- دسالنګ لويه لاره له نن سهار څخه د سخت توپان او په څو سيمو کې دواورې ښوئيدنې له امله وتړل شوه .
دسالنګونو دساتنې او څارنې آمر جنرال رجب باختراژانس ته وويل په سالنګونوکې له پرون سهار څخه دواورې سخت اورښت پيل شوي دي او په جنوبي سالنګ کې ١٣٠ سانتي متره واور ه شوې ده او په شمالي سالنګ کې دسخت توپان په نسبت په لسو سيموکې واوره ښويدلې ده .
ده وويل نن سهار له څلورو بجو او ديرشو دقيقو څخه دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ تړل شوې ده او اړوندو کارکوونکو وکولاي شول چې ددغې لويې لاري يوه زيا ته برخه پاکه کړي .
جنرال رجب زياته کړه چې په سالنګونو کې په څو نورو سيموکې هم دواورې ښوييدنې احتمال شته او داحتياط درعايتولو په خاطر وسايطو ته دتګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي .
حنرال رجب زياته کړه چې دايساف دځواکونو دهواپوهنې دخبرځايونو دخبر له مخې تر راتلونکو دوو ورځو پوري په سالنګونو کې دواورې داورښت دوام احتمال شته . له دې امله هيوادوال بايد په دې لاره دسفر نيت ونه کړي .
ده ټينګار وکړ چې دسالنګ دلويې لاري تړلتيا به دواورې ښوييدنې داحتمال په خاطر تر څو ورځو پوري دوام وکړي .
له دې امله هيوادوال بايد دموټر چلوونکو او دترانسپورتي شرکتونو په خبره سفر ونه کړي .
له دې پرته به له ستونزو سره مخامخ شي . ده زياته کړه چې ټول مسافر وړونکې اوبار وړونکې وسايط دسالنګونو له خطرناکو ساحو څخه خوندي ساحو ته ليږدول شوي دي او دواورې ښوييدنې له پلوه کومه انديښنه نشته .
فرستادن/حفظ کردن