ګردیز(روح الله سمون): د پکتیا مرکز ګردیز او ولسوالیو امنیت وضعیت ورځ له بلی مخ په ښه کیدو دی ، دا خبری نن په امنیتی غونډه کی د امنیه قوماندان او ملی امنیت رئیس لخوا د غونډی برخه والو ته وشوی یاده غونډه د سلاکار وزیراو پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد په مشرۍ جوړه شوی وه او ټولو امنیتی ارګانو په خپل وار له اړوندو څانګو خپل راپورونه ورته وړاندی کړی
جمعه خان همدرد وویل : کله چی ټول بهرنی ځواکونه د پکتیا له مرکز اوولسوالیو څخه بهر شی په امنیتی وضعیت کی به نور هم کافی مثبت بدلون رامنځته شی
دا مهال د پکتیا له اریوب ځاځیو ، ډنډ پټان ، احمد خیلو او څمکنیو څخه بهرنی ځواکونه وتلی او ډیر ژر به له مرکز ګردیز نه هم پښی سپکی کړی پکتیا والی ښاغلی همدرد امیدواری وښوده چی د پکتیا امنیتی ځواکونه ددی توان لری چی په سمه توګه د خپلو خلکو او ولسونو امنیت تامین کړی
دا په داسی حال کی ده چی الحمد الله پکتیا سر بیره په دی چی سرحدی ولایت دی خو له تیرو څلورو میاشتو پکښی هیڅ ډول ځانګړی امنیتی ستونزه نده رامنځته شوی .
روح الله سمون