Posts | Comments | E-mail /

د (الو ګل مشاعره) نقد شوه!

Posted by on Feb 26th, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عنايت الرحمن فيضان

د ښكلي باران نريو څاڅكو د غونډې تالاره پورې د خوځښتوالو د راتګ هركلى كاوه.

 د قرآنكريم په تلاوت پسې د  خوځښت د غړي او د رود ادبي بهير د مشر يحيى سيمه ييز د پلار معلم زكريا خان روح ته چې تازه وفات شوى و،دعا وشوه.

د غونډې وياند فريد الله اكاخېل په تلاوت پسې چې عنايت الرحمان فيضان وكړ،ظاهر عادل ته د تېرې غونډې د رپوټ اورولو بلنه وركړه.

زيارخان ياد رپوټ وستايه،خو د لوستو لهجه يې ښه ونه ګڼله.

انورالحق يرغل چې په تېره غونډه كې نه و،وويل:د رپوټ د لنډوالي له وجې د تېرې كره كتنې په اړه سم پوه نه شو.

ارشاد رغاند د رپوټ ستايلو په خوا كې د ملګرو په غوښتنه د ادبي رپوټ په اړه خبرې وكړې او ويې ويل:دا رپوټ تراوسه مشخص او منلي اصول او جوړښت نه لري،ځكه د ادبياتو او ژورنالېزم د ګډ ژانر په توګه ګڼل كېږي.

رغاند د رپوټ ليكونكي لپاره ځينې سپارښتنې هم وكړې،چې مهمې يې دا وې:

-رپوټ ليكونكى بايد په غونډه كې د يوه فعال خبريال په بڼه وي،په رپوټ كې د ژورناليستكي يانې په اسانه د معلومات رسونكې ژبې ترڅنګ د ادبي ژبې له رنګينو لفظونو هم په هغه ډول چې رپوټ خيالي نه كړي،ګټه واخلي.

خوشحال درانى، چې د كره كتنې لپاره يې د خپل طنز د وړاندې كولو ژمنه كړې وه،د آلو ګل مشاعرې په نامه خپل دا طنز ولوست:

انځرګل د ډېرې مودې راهيسې راپسې وو چې ولې زموږ سره په مشاعره کې ګډون نه کوې؟ هسې طبيعي مې نه غوښتل چې له دوی سره په ادبي ناستو کې ګدون وکړم، له بله پلوه انځرګل زما داسې ملګری وو چې ډېر رازونه مې ورسره شريک وو. په کلي کې يواځينی کس همدا وو چې څلورويشت ساعته به له ده سره وم. خو اخير يې مجبوره کړم چې سبا ته ورسره لاړ شم، انځري ته مې وويل چې سهار وختي به په شفتل کې راسره مرسته وکړې. سهار وختي يې دروازه راوډبوله چې ځه لاړشو، زه به درته د اختري له شفتلې ډز جګ کړم ته به خپله راوړې همداسې مو کړل او مشاعرې ته په نه زړه ورسره روان شوم. کله چې د مشاعرې ځای ته ورسېدو نو غټ يې ليکلي وو (دآلو ګل اوونيزه غونډه) زما په راتګ ټول راپاڅېدل او ښه ستړي مشي يې راسره وکړه.

انځری د نر زوی سمدلاسه دريځ ته جګ شو دا نښتر خان زما ملګری او ډېر تکړه شاعر دی، ټولو وويل:

- خوښ شو چې تشريف مو راووړ !

انځری مې څنګ ته راغی ورته ومې ويل چې له دې تکړه مکړه نه تېر شه زه  خپله په خاورو نه پوهېږم .انځري نسوار توپ کړل:

- دا ټول دآلو زامن په هېڅ نه پوهېږي پرېږده چې غټ سړی دې ورته معرفي کړم .

مشاعره پیل شوه وياند وويل په لومړي سرکې به ځوان شاعر کشمال خان شعر ووايي کشمالي هم لټي ونه کړه. په بېړه يې ځان دريځ ته ورساوه او خوله يې خلاصه کړه

څنګه دی جانان زما

خوږ له ايمان زما

زه يې په غوښه نه ورکوم

خوښ دې آلوګان زما

يو دم چېغې شوې : بيا ووايه بيا ووايه!! ډېرښه!ډېرښه! کشمال غريب همداسې غلی ولاړ وو او دوی همداسې چېغې وهلې د کشمال نور زړه تنګ شو: په همدې بسنه وکړئ!

ځان يې په خير راخلاص کړ وياند له کشمال نه مننه وکړه او ورپسې زما د ملګری انځري نوبت راغی انځري هم ناړامي ونه کړه،او ځان يې دريخ ته ورساوه:

کله چې شفتل راوړم

زه يې په ښه چل راوړم

غرق مې اختری کړلو

نښتر ته يې هرځل راوړم

زه به يې د پټي خوښ شم

ټوله په يوه ځل راوړم

ده ته هم هماغسې غوبل جوړ شو:ډېر ښه! ډېرښه! بيا يې ووايه!!!

 انځري هم مننه وکړه او زما څنګ ته راغی:څنګه وو؟

 ما ويل: د کافر بچيه! دا خو دې مانه پټ ساتلی وو سم شعر دې ليکلی!

 انځري چې خپل صفت ووارېده خوله يې جينګه کړه: همدا اوس مې وليکه.

ټوله مشاعره په همداسې اوتو بوتو روانه وه، نور مې زړه داسې تنګ شوی وو، چې اوس په کومه لار ترې وتښتم نه يې تر اوسه نوبت راکړ ، په همدې سوچ کې وم چې وياند وويل:

- اوس به د شېبو لپاره د ترنم په ټال وزانګو او خوږ ترنم کوونکی چينارګل به مو د ترنم په ټال وزنګوي.

 چيناري چې يا قربان کړ، غږ يې دومره خراب وو، چې زما په څېر ډېرو په غوږونو کې ګوتې کېښودې ده د نر زوی همداسې ور اوږده کړه، ځه اوس به غلی شي خو چاته وايې، زه غلی له مشاعرې څخه په تېښته راووتم او نور مې شاته ونه کتل،  هغه د چا خبره دوه مې خپلې او دوه مې پور کړې او ځان مې کور ته راورسولو او شکر مې وويست چې بلا وه او برکت يې نه وو.

پای.

۱۳۸۸ ۲ ۱۴

 زيار خان ياد  وويل :ښكلى طنز و،خو د طنزيه پيل پرځاى كيسه ييز پيل يې درلود ،كه په لومړي پرګراف کې هم طنزي کليمې زياتې شي ، ډير خوندور به شي.

ارشاد رغاند  د طنز  د موضوع اړخ نوى او حقيقت ته  نېږدې وباله،خو د ځينو غيرطنزي جملو د بدلولو غوښتنه يې وكړه.

د طنز د عنوان په اړه يې وويل، چې معمولاً داسې نومونه د كلنيو مشاعرو لپاره استعماليږي،پراونيزو غونډو د ګلانو نومونه نه وي اېښودل شوي،دلته هم له سره نظرپه كاردى.

رغاند په ځينو مشاعرو كې د سترګو ليدلى حال هم بيان او وړانديز يې وكړ،چې كه د طنز په غځولو او ښكلي كولو كې ترې ګټه واخيستل شي.

(درانى د طنز ليكلو ښه ژبه،استعداد او راتلونكى لري))په كره كتنه كې د رغاند وروستۍ خبره وه.

 داد محمد ناوک وويل :طنزځانګړى ژانر نه دى، په هر څه (کيسه، يو ن ليک ، ناول ،ادبي ټوټه ،،شعر…) كې لكه اوړو كې مالګه راتلى شي.

   ناوك د رغاند خبرې تاييد كړې او طنز يې په ټوله كې وستايه.

 اميد حيران  په طنز کې د مركزي کرکټر (انځرګل)نوم ډير كليشه يوى وګاڼه او ويې ويل،يو بل ښه طنزي نوم يې پرځاى په كار دى.

 نقيب احمد عزيزي د ناوک د خبرو له تاييد سره وويل:ليكوال په ځينو برخو كې د راوي يا ليكونكي پرځاى د قاضي رول لوبولى،د قضاوت پرځاى ښه ده،چې ليكوال خپل قضاوت په نامستقيم ډول د لازمو الفاظو او انځورګريو له لارې وكړي.

  خوشحال دراني له ټولو ملګرو څخه په مننې سره وويل،چې طنز يې پخوا ليكلى و،ورك شوى و او موندلو سره يې خوځښت ته د كره كتنې لپاره راوړ.

دراني د ملګرو د وړانديزونو هركلى او ترلازمه حده ترې د استفادې خبره هم وكړه.

په وروستۍ برخه ازاده مشاعره كې جلال جمال،رياض الله شفق، نقيب احمد عزيزي،عبدالحكيم رحيمي،عبدالوهاب لېوني، ، خوشحال دراني،داد محمد ناوک ، ارشاد رغاند ، محمد ظاهر عادل،انورالحق يرغل،زيارخان ياد   عنايت الرحمن فيضان،امرالله څپاند،، فريدالله اکاخيل، او صفي الله اثرخپل شعرونه وارول .

 دا غونډه د روان كال د حوت په څلورمه د  تل بهار ننګرهار د اطلاعاتو او كولتور رياست په تالار كې ماښام نېږدې د خوځښتوالو په مخه ښې سره پاى ته ورسېده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • افشا گر اطلاعات محرمانهٔ اردوی امریکا تقاضای تغییر جنسیت کرد
    • طالبان پاکستان از پيشنهاد مذاکرات صلح با دولت این کشور استقبال کردند
    • باز داشت قوماندان امنیه ولایت نیمروز به اتهام قاچاق مواد مخدر
    • باميانو کې تښتول شوي بهرنيان راخوشي شول
    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه