Posts | Comments | E-mail /

مليشه يي تشكيلات د ناكامو تجربو تكرار

Posted by on Feb 19th, 2013 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ولسمشر كرزي حكم كړى چې د بهرنيو ځواكونو لخوا جوړ شوي خاص ځواكونه «مليشې» دې په ملي اردو او پوليسو كې جذب شي، درې كاله وړاندې د شخصي امنيتي كمپنيو د لغوه كېدو له حكم سره همدغه خبره تړلې وه چې د دغو كمپنيو افغان منسوبين دې په امنيتي ارګانونو كې جذب شي.

د سپيشل فورس د خاصو مليشو په باب هم په ملي امنيتي ارګانونو كې د هغو له جذبولو څخه ښايي موخه دا وي چې دغه كسان وزګار پاتې نشي او له وړتياو يې ګټه اوچته شي.

خو په كومو سيمو كې چې د امريكايي سپيشل فورس لخوا كوم كسان ګومارل شوي دي له هغو څخه ولس زيات ځوريدلى دى، په اخلاقي فساد ككړ، په لوټ او  چور عادت دغه كسان د پخوانيو جنګسالارانو پاتې شوني دي چې په هېڅ ډول هم زموږ د ملي امنيتي ارګانونو په كچ او مېچ برابر نه دي. حكومت ولې داسې خلكو ته باج وركړي او دا كار څومره زموږ د ولس ستونزه حل كولاى شي؟

په دې كې شك نشته چې بيكاري هم زموږ د ولس يوه ستونزه ده چې په بدامنۍ كې هم رول لري، د دولت وسله وال مخالفين زياتره هغه ځوانان دي چې د كانكور په ازموينه كې ناكام او په يو ډول بې برخليكه پاتې شوې دي، كه د كار زمينې زياتې شي، ځوانانو ته د مسلكي زده كړو پروګرامونه او د كار لپاره پروژې فعالې شي د امنيت په ټينګيدو كې لوى پرمختګ ممكن دى، خو دا حتمي نه ده چې د  سپيشل فورس جوړ شوي تشكيلات په ملي  امنيتي ارګانونو كې جذب شي، ځكه چې امنيتي ارګانونه بايد په واقعي معنا پر ملي او ديني ارزښتونو باوري داسې افغانان وي چې خپل دروند مسووليت وپيژني او د دې ارګانونو د سپكاوي لامل نشي.

يوه د يادونې وړ مساله دا ده چې له تېروو (30) كلونو راهيسې د منظمو امنيتي ارګانونو تر څنګ مليشه يي تشكيلات په بېلا بېلو نومونه تجربه شوي چې دا ټولې تجربې ناكامې وې او زموږ ولس ته يې ډېرې لويې بدمرغۍ راوړې، همدې مليشو جنګسالاران وزيږول او د ولس پر اوږو يې سپاره كړل، قومي تعصبونو ته يې لمن ووهله او زموږ د ملي يووالي په وړاندې يې ستونزې راپورته كړې، اوس ځينې جنګسالاران پر همدغسې تشكيلاتو تكيه دي، عام ولس مو هر وخت ترې ځوريدلى خو يا د نظام تر شا پر دي لوري پر دغسې مليشو زيات ټينګار كوي او يا هماغه كړۍ چې يوازينۍ كمال يې وژل او لوټمار دى، حكومت دې په ډېر  جديت د دې بهير مخه ونيسي او دا د ولس په خير ده چې نور د مليشه تشكيلاتو پر تابوت وروستى ميخ ټك وهل شي، خداى دې وكړي همداسې شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د ٢٦ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي
    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو