Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان د مدني ټولنو فډریشن د هيواد د دولتي او نادولتي‌ ادارو د چارو او د هيواد د ټولنيز او پرمختیايي بهیر د نظارت او ارزونې لړۍ پيلوي

Posted by on Jan 31st, 2013 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن یو لوړ پوړی څارونکی هيئت د هيواد د دولتي او نادولتي‌ ادارو د چارو او د هيواد د ټولنيز او پرمختیايي بهیر د څارنې لړۍ پيلوي.

د مدني ټولنو له یو شمير مشرانو او د چارو کارپوهانو دغه ترکیب شوی هيئت، درسنیو د استازیو په ملتیا راتلونکې اونۍ له هلمند ولایته خپل کار پيلوي، چې دهلمند ولایت مقام او مدني ټولنې به يې کوربه وي.

فډرېشن هوډمن دی چې د ولس، مدني ټولنې د نهادونو او دولتي ادارو په همغږۍ د ولسد ارادو د رښتيني تمثيل لپاره د یوې استازې ادارې په توګه هڅه وکړي چې د هيوادد دولتي او نادولتي ادارو د چارو د کتنې او ارزونې له لارې هيواد او ولس ته دښو او ښایسته خدماتو په منظور ګډو همکاریو او فعالیتونو ته وده ورکړي او هيواداو هيوادوال د ښایسته سالارۍ، ښې حکومتدارۍ، متوازن انکشاف، قانون حاکمیت، اویو سوکاله، باثباته او له امنه ډک افغانستان پر لور رهبريشي.

دا چې هلمند د هيواد د ډېرو نورو ولایاتو په پرتله ډېر جګړه ځپلی او له لازموپراختيايي او پرمختیايي چارو لا هم بې برخې پاتې دی، او هم به د روان زېږديزکال په بهير کې انګرېزي ځواکونه له هلمند څخه وځي او ټولې امنیتی چارې به hفغان لوري ‌ته سپارل کيږي، نو ځکه خو د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)مشرتابه پرېکړه وکړه چې د مدني ټولنو، سياسي او ټولنيزو چارو د کارپوهانو اورسنیو د یو ګډ هيئت له لوري د کتنې او ارزونې دغه لړۍ له هلمنده پيل او د چارواو حالاتو له کتنې او ارزونې وروسته د شرايطو او امکاناتو په صورت کې د روانوفعالیتونو تر څنګ د هلمند او هلمندیانو د لا ډېرو او ښو خدماتو، پرمختګ اوسوکاله راتلونکي لپاره د ملي او نړېوالو مدني نهادونو د ګډو همکاریو شرايط چمتو کړي، څو وکړای شو د سولې او امن، پرمختیا، علمي، فرهنګي، اقتصادي،ټولنيزو، ټيکنالوژیکي‌ او نورو برخو کې په ګډه د یو روښانه، سرلوړي او سوکاله راتلونکي پر لور ګړندي او ځواکمن ګامونه پورته کړو.

د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) د مدني ټولنو د نهادونو ( نادولتيموسساتو، شوراګانو او تولنيزو او فرهنګي سازمانونو) سراسري اتحاد دی. فډرېشن د هيواد د روان کړکيچ، اداري فساد، جنګ جګړې او ورور وژنې د مخنيوي او په هيواد کې د سراسري امن او سولې د ټینګښت لپاره د با ثباته، شفاف او د خلکو د ارادو د رښتيني ممثل نظام، ټولنيز عدالت او قانون حاکمیت د ټینګښت، ښېحکومتدارۍ، د هيواد د ملي ارزښتونو او ارضي تمامیت، بشري حقوقو د دفاع اوتأمین او د هيواد د متوازن انکشاف او پرمختګ په لړ کې، د پراخې متحدې مدنيمبارزې لپاره د یو ممثل نهاد په توګه جوړ شوی دی.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار