Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د استرالیا د نوي سفیر باورلیک ومانه

Posted by on Jan 31st, 2013 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-  جمهوررئیس حامدکرزي د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د استرالیا د نوي سفیر ښاغلي جان فیلف باورلیک ومانه.

د باورلیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شول، د هېواد جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د استرالیا نوي سفیر جان فیلف په بېلابیلو برخوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

حامدکرزي په تېرو کلونو کې د استرالیا د حکومت او خلکو د مرستو له امله د افغانستان د خلکو په استازیتوب مننه وکړه او د دغه هېواد له نوي سفیر څخه یې غوښتل چې استرالیا دې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخوکې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د استرالیا نوي سفیر د هغه هېواد د صدراعظمې نیکې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول او د هغې لخوا یې دا ډاډ څرګند کړ چې استرالیا به د اوږد مهال لپاره د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي جان فیلف د حامدکرزي لخوا د پوهنې او لوړو زده کړو په برخوکې د همکارۍ له غوښتنې څخه خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې دغه همکاري په افغانستان کې د استرالیا د ماموریت یوه مهمه برخه ده چې په ښه ډول به دوام ومومي.

ده، ډاډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په لړکې به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراختیا ومومي.

په دغو مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او د دغه وزارت د تشریفاتو رئیس هم حضور درلود.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه